گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » زه پورغواړم هغه نورغواړی !
زه پورغواړم هغه نورغواړی !

زه پورغواړم هغه نورغواړی !

بی له شکه  چی د ګران هیواد افغانستان اوسنۍ ناورین د تیرو پنځو لسیزو زیږنده ده . ځکه خو نو په دقیقه توګه ویلای شو کله چی د افغانستان دخلکو ددموکراتیک ګوند دغړیو افسرا نو په لمسون د سردار محمد داؤد پر ضد پوځی کودتا تر سره کړه   ددی خونړی ناورین ډبره کیښودل شوه  چی د ۱۳۵۷ کال د غوائی  کودتا په سرته رسولو چی د روسانو د مستقیم  تیری په وړاندی زموږ د پر امنه هیواد افغانستان زیاتره وګړی ګاونډیوهیوادونو پاکستان او ایران ته په کډه کولو اړایستل شول اوپه دی توګه زموږ ګلالۍ هیواد دلویو ځواکونو ترمینځ د زور آزمایلو پرډګر بدل شو.داسی چی دواړود نړی لویو قدرتونو دوخت شوری اتحاد چی د وارسا دکمپ مشریی کوله او پر کابل کینول شوی واکمنان یی د افغانانو پر وړاندی د راز ، راز جنایاتو ترسره کولو ته هڅول .همدا شان د امریکا متحده ایالات اونړیوال ملاتړو یی چی په پاکستان کی دمیشته کډوالو څخه دخپلواستعماری موخواوهدفونو ته درسیدولپاره ګټه آخیسته .  زیات شمیر بهرنی جنګیالي یی دافغا نستان دمجاهدینوسره د ملاتړاومذهبی خوخوږې په موخه پاکستان ته را ولیږل او پاکستانی پوځی او مذهبی مشرانو به هم دغه بهرنی جنګیالی د روسانو پر وړاندی د جګړی د ډګرد تودیدوپه موخه دافغانی مجاهدینوپه لیکو کی ځای پرځای کول اودجګړی ډګر ته رالیږل که څه هم د شوروی اتحاد په مشری د وارسا کمپ ړنګ شو او په افغانستان کی د هغوی لاس پوڅی حکومتونه رانسکور شول

او پر ځایی یی په افغانستان کی د افغان مجاهدینو تر نامه لاندی واکمنی رامینځ ته شوه خو د مجاهدینو د مشرانو بی کفایتی چی له پاکستانی او ایرانی استخباراتی کړیو سره یی څرګندی اړیکی درلودی او د پاکستان د هژمونی او تمامیت خواه سیاست په نتیجه کی هغه د مجاهدینو تر نامه لاندی رامینځ ته شوی حکومت را نسکور او د پاکستان سره د ډاډ منو تړلیو کړیو لخوا چی طالبان ګڼل کیدل او د افغانستان جهاد ته د ټولو بهرنیو راوستل شویو په نا څرګند ګډون د طالبان د اسلامی امارت تر نامه لاندی یوه قومی خو په ظاهره مذهبی  واکمنی رامینځ ته شوه .         
د پاکستانی استخباراتو دغه تالی څټۍ وایی دانن چی کومه دهشت ګردی په پاکستان که روانه ده  دا دڅلویښت کالو او د ۱۹۷۸ کال را پدی خوا تر نن پوری موږ د افغانی وروڼو لپاره زیاته قربانی ورکړی ده ما  په خپله د دیارلس او یاهم څوارلسو کالونو په عمر د افغانستان په غرونواو رغونو  کی جهاد کړی دی زه افغانستان خپل اسلامی او ورور ګاونډی هیواد بولم  زما د هیواد ځوانانو د هغه هیواد لپاره دشوروی اتحاد پر وړاندی خپله وینه ورکړی ده .زما هیواد ته هره ورځ ترهګران رالیږی …موږ افغانستان ګاونډی ورور او په دغه هیواد کی دسولی غوښتونکی یو خو له تاسو هم دا هیله لرو چی هغوی چی ستاسو له هیواده را ځی او دلته هره ورځ زموږ ځوانان او ماشومان وژنی  او په شهادت یی رسوی … تاسوخو له هندوستان څخه زیات ځواکمن نه یاستې ! تاسو خو د اسرائیلو او هندوستان څخه زیات قوی نه یاستئ ستاسو کامیابی خو زموږ د وینو له برکته ده په خدای می قسم دی چی ستاسو لویانو ته معلومه ده او کنه نو زه در ته وایم .چی تری پوښتنه وکړی . …زه د تاسو احترام او درناویی کومتاسو زموږ وروڼه یاستی ! زه هم دا نن دافغانستان له علمآؤ او له مشرتابه ته څه ویل غواړم تر څوچی په افغانستان کی زموږ د اولادونو وینه تویئږ ی تاسو یی مسؤل یاستی او همدا په نړی کی لوی مشکل را پورته کوی . هغه چی قل هوالله یی یاد نه وی فتوی ورکوی . تاسو ووایاست چی آیا زموږ د هیواد قانون شرعی دی او که نه ؟

کله چی دمفتی عثمانی صاحب په څیر علمأ او ټول د اسلامی نړی هیوادونه  ګواهی ورکوی چی د پاکستان قانون اسلامی دی نو بیا تاسو څوګ یاستی چی ووایاست چی ګنی دا قانون اسلامی نه دی ؟ …..تاسوته زموږ دهیواد تاریخ معلوم نه دی چی د شهید مولانا سمیع الحق په څیر علمأ مو داسلام لپاره په شهادت رسیدلی دی ؟ موږ په هیواد کی د مولانا نظام الدین په څیر لوی عالم په شهادت رسیدلی دی ……….

حافظ اشرفی صاب ! ستاسو د بیخونده شانی تملق اواخلاقی مسائیلو که ورتیرشو تاسو په همدی سیاسی  خطبه کی د افغانستان د ورانولو پړه پر خپله غاړه واخیسته هغسی چی یو باتور ملت مو د اسلام د سپیڅلی داعی جهاد  په نوم او دخپلو بړیڅو په لاسونو ټوټه کړ . داسی چی کله به مو دیوه یا دوو افغان نژاده په آخیستلو اومرسته  د خپلو ناروغه  یاغیانو قافلی چی انسانی احساس به یی د ماغزو پر مینځلو په استخباراتی کلبونو کی له لاسه ورکړی ؤ   د افغانستان په خواره کړای شویو بانډو او ورشوګانو ور شیوه کړی نو هغوی به  په ډیره بی رحمی سره د کلیواوبانډو په چور،تالان او وژنه  لاس پوری کړ نو  په ډک موټی به د دغه سیمی چی ستاسو په څیر د ناولیو کسانو پر فتوی بیرته خپلو مرکزونو ته ور ګرځیدل او ټولی هغه نوی او مدرنی وسلی چی د امریکا او پخوانی شوروی اتحاد کی جوړی شوی وی دغنیمت په توګه ترلاسه کولی او افغانستان به یی په ویر او ماتم کی پریښود . آیا دا اسلامی ورور ګلوی وه ؟ هغه متل دی چی زه پورغواړم هغه نورغواړی !

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا