گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ددیپلماسۍ داتل ارواښادشفیق یاد!
ددیپلماسۍ داتل ارواښادشفیق یاد!

ددیپلماسۍ داتل ارواښادشفیق یاد!

د۱۳۵۱ د ل کال، د قوس د میاشتې په ۱۶ مه ورته  د مرحوم محمد ظاهر شاه لخوا په غیر مترقبه توګه د صدراعظمۍ دنده وسپارل شوه او څلورو ورځو کې یې هیواد ته داسې نهه کسیزه اقتصادي او متخصصه کابینه وړاندې کړه، چې ګردواړه یې خپل اړوند وزارت کې تر دکتورا یا ماسترۍ زده کړې درلودې.نهه میاشتې حکومت کې یې د ایران سره د اوبو تاریخي لانجه داسې حل کړه،

چې افغان ولس یې نبوغ ته لدې امله ګوته په خوله وو، چې نړیوالو هیئتونو او هیڅ حکومت په یوه پیړۍ کې حل کړای شوې نه وه.د ډیورنډ فرضي کرښه تاریخي ربړې د حل لپاره یې اسلامي نړۍ کې د أغیز پیداکولو لپاره د علامه ابو ریحان البیروني رح نړیوال کنفرانس پدې منظور ونیوه، چې لومړی د پاکستان څخه اسلامي نړۍ کې خپل محبوبیت او وجاهت زیات کړي، او بیا یې د مسلمانو واکمنانو په وساطت غوښتل چې افغانستان ته تر بحره درې
کوریدوه لار ومنلی شي، څو د موضوع لپاره حل لاره وړاندې کړي، خو د افغان ولس دښمنانو روسانو یې حکومت ته نور صبر ونکړ او د پاچا ګل وفدار په ذریعه یې ( چې روسۍ ماندینه یې درلوده)، د داوود خان کودتاه رهبري کړه، څو افغانستان له دې علمي او سیاسي ککرې بې برخې کړئ. لومړي یې د افغاني کمونستانو ( خلق او پرچم ) په خوله زهرجن تبلیغات پیل کړل، چې ګواکې شفیق اخواني بچه ملا د هلمند اوبه خرڅې کړي،
څو کودتاه ته ذهنیتونه برابر کړي. هماغسې یې وکړل او د چنګاښ په ۲۶مه یې مرحوم داوود تیرویست، کودتاه یې رهبري کړه او بیا همدې د لستوڼو مارانو ړافغان ولس قاتلانو د خپل محسن ( داوود خان ) خلاف هم کودتاه کولو سره افغانستان له هغه بحران سره مخ کړ؛ چې تراوسه یې هم لا بابیړی ختم شوی ندی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا