گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دشیرمامد ستانکزی صاب تازه هوســـــونه اوزاړه خیــــالونه !
دشیرمامد ستانکزی صاب  تازه هوســـــونه اوزاړه خیــــالونه !

دشیرمامد ستانکزی صاب تازه هوســـــونه اوزاړه خیــــالونه !

هیڅوګ نه پوهیږی چی څنګه او ولی هغه شیر محمد عباس ستانکزی  چی خپلی نظامی زده کړی یی د هندوستان په  یوه نامتو نظامی  پوهنتون کی تر سره کړی دی څنګه کالونه ، کالونه د طالبانو ژبه او لاس شوی ؤ ؟ کله چی طالبان په لومړی ځل د لوی قندهار څخه راپورته شول نو همدغه ستانکزی صاب د جرمنی هیواد ته په یوه نیمه رسمی سفر راغی او ددی ترڅنګ یی چی خپل د خسر له کورنی څخه لیدنه کړی وه د خبریالانو پوښتنو ته یی هم چی د طالبانو غورځنګ نوی را خوټیدلی ؤ ځوابونه وویل او ښاغلی شیرمحمد عباس ستانکزی  د خپل ځان له ور پیژندلو وروسته کله چی یوه خبریال له ځوان ستانکزی صاب څخه ؤپوښتل چی : که په افغانستان کی د طالبانو حکومت پر ټول افغانستان  مطلق مسلط شی نو په هغه صورت کی به ستاسو تشکیل څه ډول وی ؟ مثلأ آیا  تاسو به پارلمانی حکومت ولری ؟ یا فدرالی حکومت به ولری ؟ یا به یو ګوندی حکومت ولری ؟ او آیا نورو احزابو ته ته به هم اجازه ورکړی چی هغوی په انتخاباتو کی ګډون وکړی یعنی څه ډول یو حکومت به راشی که په دی برخه کی لږڅه معلومات راکړی ؟ شیرمامد عباس ستانکزی داسی ؤفرمائیل : ….

زه باید خپلو وطنوالو ته چی په المان کی اوسیږی غواړم داپه ډاګه کړم او په واضح توګه یی ووایم چی زموږ تحریک دطلبأ و چی شروع شوی دی ابتدأ په ابتکار د څوطلباؤ دا کار شروع شو اوس یی شکل دملی قیام نیولی په مقابل د هغو مظالمو هغو نارواؤ عملونوچی په افغانستان کی دا اوس روان دی . موږ یو سیاسی تنظیم یا یوه سیاسی پارټۍ نه یو چی په آئنده د افغانستان کی موږ به پارلمان ته راځو یا به موږ په انتخاباتو کی اشتراک کوو یا به موږ خپل ځان ته حقوق غواړو . موږ به دا تحریک تر هغه وخته روان وی چی په افغانستان کی دا بدبختی ټولی ورکی شی زمینه دی ته مساعده شی چی ملت راټول شی د ملت منتخب خلک راټول شی او دغه منتخب خلک به یو حکومت جوړوی دا بیا په هم هغه حکومت پوری مربوطه ده چی هغه به څه سیستم حکومت غواړی او څه رقم حکومت به راولی .اوس موږ فعلأ ددی لپاره هیڅ برنامه نه لرو په دی خاطر چی موږ نه غواړو چی منحیث دیوه سیاسی تنظیم باقی پاته شو او په انتخاباتو کی اشتراک وکړو . دا یو ملی قیام دی موږ به دا ملی قیام ته تر هغی دوام ورکوو چی له دی ملت دا بد بختۍ ورکی شی . نو ځکه موږ تاسو ته نه شو ویلای چی څه رقم حکومت به په آئنده کی راځی دا په ملت پوری اړه لری چی څه ډول حکومت غواړی او څوګ غواړی ؟ تاسو ته بهتره معلومه ده چی د حکمتیار صاحب حزب اسلامی له نګاه د سیا سی او نظامی تقریبأ ختم ؤ نو ددی لپاره چی دا وښیی چه ګنی اوس هم ځواکمن دی نو  بنأ یی د ربانی له حکومت سره ائتلاف وکړ او تاسو ته بهتره معلومه ده چی د ربانی له حکومت سره هم ده داسی ائتلاف نه دی کړی چی هغه نو د خدای لپاره او ددغه مظلوم ملت لپاره له هرڅه تیر یم کابل ته درغلم او ستا په څنګ کی کینم ! خو تاسو ته معلومه ده چی ورسره شرائط یی ایښی دی چی صدارت – وزارت دفاع او وزارت مالیه به ماته راکوی نو ځکه هغوی ورسره ؤمنله او ده ورسره ائتلاف وکړ . اوزه په دی متیقنه یم چی دا ائتلاف به ډیر وخت در بر ونه نیسی ولی چی دا ائتلاف صاقانه نه دی دخدای لپاره نه دی او ددغه مظلوم ملت د آبادولو لپاره نه دی ! دا دشخصی مفاداتو لپاره دی تاسو به یی ګوری وزارت مالیه کی به د پیسو پر سر ، وزارت دفاع کی به دقدرت پرسر او په صدارت کی به د کابینی پر سر بیا اختلاف په مینځ کی وی .
   لیری دی له مخی له کله نه چی د دوحی د ناولی او له کرکی ډک تړون د نا اعلام شوی اجندا سره سم په هیواد کی د امریکا ، ناتواو د سیمی هیوادونو په موافقه دیوه لنډمهاله حکومت پرجوړیدوهغه تړون چی له مخی به یی ملا غنی برادر آخند د نوموړی اداری مشر او په باندنیوچاروکی به یی شیر مامد ستانکزۍ صاب قدرتمند مرستیال وی د بشری بیګم د زورور مرید او خاوند عمران خان په چوفونو او منترونو د  خلیفه صاب سراج الدین حقانی په څیر د ځواکمنی حقانی شبکی اود بشری  بیګم صاحبی دنورو مریدانو له لوری تس نس شوه او نه یوازی په بهرنیو چاروکی د انتقالی اداری د ځواکمن مرستیال دنده ورپه برخه نه شوه بلکی د طالبانو د باندنیو چارو په وزارت کی د هغه چا (امیر خان متقی ) مرستیال وټاکل شو چی د شیرمامد ستانیزی صاب د وروستی مأموریت یعنی د مولوی محمد نبی په مشرې د انقلاب اسلامی ګوند چی د کویټی شورا د نظامی مسؤل په حیث یی دنده ترسره کوله  دطالبانو د بهرنیوچارو وزیرامیرخان متقی د مرحوم مولوی محمد نبی  د باډی ګارد دنده درلوده  .
  که څه هم تورن صاب  شیر مامد چی په عباس ستانکزی مشهور دی دهم هغه لومړی ورځی څخه په هیواد کی د طالبانو پروړاندی دپرتو ستونځو د په ګوته کولوغږ اوچت کړی دی خو د بی شمیره دلیلونو له مخی پر دی نه دی توانیدلی چی د یوه آزاد ،متمدن او پرپوهه مین شخصیت په توګه دسر په بیه رول ولوبوی نو ځکه خو ویل کیږی چی د طالبانو له  مجهول او مجعول امیر سره یی بیعت له نورو بیعت کوؤنکو سره نه یوازی توپیر نه لری بلکه ډیرې وختونه د امارت په پلوۍ دشیر مامد  عباس ستانکزی څرګندونی پر داسی جعلی بیعتونود صحت او مشروعیت مهر لګوی . خو له کله چی د امریکا د متحدو ایالاتو په ټاکنو کی دامریکا پخوانې ؤلس مشر دونالد ترومپ د جمهوری غوښتونکی ګوند د نوماند په توګه دهغه هیواد ؤلس مشر غوره کړای شو او دهغه د واکمنئ پر مهال ددوحی تړون په ظاهری بڼه د امریکا اوطالبانو ترمینځ لاسلیک شوی ؤ چی وروسته ډیر ژرد امریکا دموکرات ګوند په ټاکلی اکثریت د امریکا دؤلسمشری څوکی تر لاسه کړی وه  او بیاهم د ځینو ځانګړو دلائیلواو مصلحتونو پربنسټ د جمهوری غوښتونکی ګوند افغان ټباره غړی زلمی خلیزاد   چی پخوایی له طالبانو سره د سولې تړون هم لاسلیک کړی ؤ د افغانستان لپاره د امریکا د سولی د ځانګړی استازی په توګه د امریکا د باندنیو چارو د وزارت په چوکاټ کی د  سپینی ماڼی له لوری خاص استازی په مقام ؤګمارل شو. ښاغلی زلمی خلیل زاد د جمهوری غوښتونکو له لوری سپینه ماڼۍ د سنا او دامریکا د کانګرس په لاس کی آخیستو سره
د فلوریډا په پوهنتون کې د نړیوال او ملي امنیت د انستیتوت په کنفرانس کې وویل چی :   
  په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې او واشنګټن د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرو ته حاضر شوی. هغه وویل: «موږ غوښتل، چې یو مسولانه ډول ووځو. زموږ شعار دا و چې په دې برخه کې پوځي حل لاره نشته، موږ تعامل او خبرو ته داخل شو او غوښتل مو، چې سولې ته زمينه برابره کړو.»خلیلزاد وویل؛ ټاکل شوې وه، چې د بین الافغاني مذاکراتو له مخې نوی حکومت جوړ شي او د وزارتونو د وېش پر سر هوکړه شوې وه؛ خو افغان حکومت سقوط وکړ او امریکا حیرانه شوه.
که څه هم د دوحی د تړون د ټولو بندونو عملی کول د طالبانو په څه دپاسه دری کلنه دوره کی د شیر مامد عباس ستانکزی له لوری را برسیره کیده خو دهغی لپاره یی وخت او زمینه نه شوای برابرولای خو کله چی دونالد ترامپ او جمهوری غوښتونکی ګوند چی د دوحی د تړون اصلی طراحان ګڼل کیدل دامریکا د جمهوری ریاست ټاکنی وګټلی نو یوځل بیا د ښاغلی شیر محمد عباس ستانکزی ژبه ددوحی پر تړون چالاند شوه او په یوه غونډه کی یی وویل چی :
زموږه خواهش له ملګرو ملتونو څخه د بهرنیو هغه مؤسسات چی په همدی ارتباط باندی کارونه کوی او له دوستو ملکونو څخه هیله داده چی دوی دافغانستان په دغه حساسه مرحله کی  دترقی ، تعالی بالخصوص د تخنیک ، اقتصاد او زراعت په برخه کی را ودانګی او خپله هغه فریضه ادا کړی کوم چی ددوی په غاړه باندی ده او زموږه تقاضا له هغو ملکونو څخه ده کوم ملکونه چی دلته شل کاله مخکی ؤ او داملک یی بمبارد کاوه په دی ملک کی یی وژنی کولی ، په دی ملک کی یی چاپی لګولی دا ملک یی وران کړ دا ددوی اخلاقی وظیفه ده او ددوحی د موافقتامی په اساس باندی هم ددوی فرض دی چی دوی بیرته افغانستان ته راشی او له افغانستان سره په ټولو عرصو کی بالخصوص په سیاست ، اقتصاد ، زراعت ، طبابت کی همکاری وکړی تر څو داملک په خپلو پښو ودریږی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا