

له کوزې پښتونخوا څخه رارسیدلی خبرونه وایی چی له ټولی کوزی پښتونخوا څخه اولسونه چی په خپل لګښت یی لاری وهلی د خیبر پښتونخوا په لور راروان دی او غواړی ټولو د وخت ظالمو قوتونو ته دا ؤښاېی چی که انسان ؤغواړی او په خپل ځان کی بدلون راولی او هغه ټولی د قدرت اوثروت غریزی مهار کاندی نو کولای شی دتاریخ یو ځلانده باب جوړ کړی .ترټولو جالبه او له خندا ډکه برخه یی داده چی کله هم د اسلام آباد واکمنانو داؤپتیله چی ددغه سره سیلاب مخه نیول آسان نه دی نو ژراو په بیړه سره یی د مرکزی او صوبه ایی حکومتونو اعلی چارواکی پیښور ته را ولیږل او د پښتون ژغورنی غورځنګ له مشرانو سره یی د دغه جرګی د څرنګوالی په باب د خبرو غوښتنه وکړه دا په داسی حال کی ؤ چی د پکستان د کورنیو چارو وزارت د یوی رسمی اعلامیی په خپرولو یی د پښتون ژغورنی تحریک نا قانونه ګرځولی او ددغه غورځنګ په هلو ځلو یی بندیز لګولی ؤ . خو وروسته په ناچاری سره د خیبرپښتونخوا د اعلی وزیر امین ګنډاپور په ګډون ددغه ایالت ګورنر فیصل کریم کونډی سره یوځای د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوی او نور چارواکی د غورځنګ له مشر منظور پښتون چی په محلی لهجه یی پشتین بولی سره ولیدل او د پاکستان دډان ورځپاڼۍ په قول
پریکړه وشوه چی له دغه غونډی له پای ته رسیدو وروسته به هغه پریکړه چی دهغه له مخی یی د غورځنک پر هلوځلو بندیز لګولی او د تروریزم په تورلست کی آچولی ؤ بیرته آخلی او په مقابل کی د غورځنګ مشرانو دا هم ؤ منله چی دافغانستان جنډه به نه پورته کوی . اوپه دی توګه په زرګونه ځوانان چی د ځان ساتنی په موخه یی یوازی کوتکونه پر لاس ؤ پیښور ته نږدی د جمرود په سیمه کی دهغه خیمو پر لور را روان ؤ چی هلته د پښتنو د حقوقو د تحفظ غورځنګ ترانی ویل کیدی . کیدای شی سبا به چی د غونډی دویمه ورځ ده په رسمی توګه خپل کار پیلوی .دلته دهغه ضرور ټکی یادونه کوو چی ددغه غونډی په هکله د افغانستان ځینو باګیل شویو د تیرجمهوری اسلامی دولت ځینو فاسدو چارواکو هم په خپل وارسره ددغه غورځنګ څخه د ملاتړ اعلان کړی دی . چی دا شانی پوقانه ایی ملاتړی نه یوازی ددغه او نورواصیلوملی غورځنګونو د قدرت په معنا نه دی بلکه که چیری ددوی پر ملاتړ حساب پرانیستل شی نو ترټو لومړی د همدوی غرض آلوده ملاتړ د زوال سبب جوړیدی شی .
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید