له څو لسیزو راهیسې ايران يوازې په نيابتي ډلو باندې د پانګونو له مخې خپلې موخې ترلاسه کولو هڅه کوله، له عراق سره له جګړې وروسته يې له نيغ په نيغه ټکر څخه ځان ساته. دغې تګلارې ورته د افغانستان په ګډون په سيمه ييزه او نړیواله کچه منتقدين او مخالفين پيدا کړي وو، خو دَ دغه هیواد په وړاندې د امريکا او اسراییلو جګړې د منځني ختيځ په جيوستراتيژيک او جيوپوليتيک وضعیت کې داسې بدلونونه رامنځته کړل چې اغېزې به يې ممکن د لسيزو لپاره دوام وکړي.د جګړې په لومړيو ورځو کې ډېرو لوېديځو او سيمهييزو شنونکو اټکل کاوه چې د امريکا او اسراییلو له بريدونو لاندې ايران به له سختې ستراتيژيکې ماتې سره مخ شي او د بريدګرو هېوادونو د استخباراتي شبکو ترڅنګ ډېرو شنونکو هم د رژيم د نسکورېدو شونتیا يقيني ګڼله. د جګړې پايلو وښودله چې د ايران سياسي نظام نه يوازې د بقا وړتیا درلوده، بلکې د جګړې له پای وروسته د سيمې په معادلاتو کې له پامه د نه غورځېدونکي مهم ځواک په توګه راڅرګند شو.
د عراق، ليبيا او افغانستان د تجربو برعکس، په ايران کې لا هم يو منظم دولتي جوړښت، فعال امنيتي سيستم او د واک د ليږد څرګنده سلسله موجوده ده، چې د رژيم د مقاومت، ژر تر ژره د بيرته جوړيدو او بقا وړتيا زياتوي.له بلې خوا، جګړې وښودله چې د ايران تر ټولو ستره ستراتيژيکه پانګه د هرمز تنګي جغرافيايي موقعيت دی. د نړۍ د انرژي د صادراتو يوه مهمه برخه د همدغه تنګي له لارې تېرېږي. تهران وښودله چې حتی که د دوديزو نظامي شاخصونو له مخې له خپلو سيالانو څخه کمزوری هم وي، بيا هم د نړيوال اقتصاد د يوه حياتي شريان د اغېزمنولو وړتيا لري. همدغه وړتيا ايران ته د جيوپوليټيکي برلاسي داسې ځواک ورکوي چې د سيمې نور هېوادونه يې نه لري.د جګړې يوه مهمه پايله د خليجي هېوادونو په امنيتي محاسباتو کې بدلون دی. په کويت باندې د عراق له يرغل څخه راپدېخوا د خليج رياستونو او دولتونو ته د امريکا لخوا په مستقیم او غیر مستقیم ډول داسې باور ورکول کيده چې بالاخره امريکا د هغوى امنيتي تضمين کوونکې هېواد دى. خو وروستيو پېښو وښودله چې حتی د امريکا ستر پوځي حضور هم د سيمې د ټولو ګواښونو مخه ونشواى نيولای. دغه تشه په رياض، ابوظبي، دوحه او نورو خليجي پلازمېنوکې د امنيتي محاسباتو د بيا ارزونې لامل شوې ده.اوس ډېرخليجي مشران دې نتيجې ته رسېږي چې د سيمې دثبات لپاره بايد يوازې په واشنګټن تکيه ونکړي، بلکې له ايران، چين، هند او نورو ځواکمنو لوبغاړو سره هم انډوليزې اړيکې پياوړي کړي.همدغه بدلون د هرمز تنګي د راتلونکي په اړه هم نوې سناريوګانې رامنځته کوي.
د پخوا په پرتله اوس ډېر احتمال شته چې د خليج هېوادونه د سيمهييز امنيتي چوکاټ د جوړولو لور ته لاړ شي، ځکه چې هغوى درک کړې چې د انرژي د ليږد د لارو امنيت يوازې د بهرنيو ځواکونو په مټ نشي خوندي کېدای. په عين وخت کې امريکا هم هڅه کوي چې خپل نفوذ وساتي، خو داسې ښکاري چې نور به په سيمه کې د د مطلق او بې بديله مخکښ او اخري پريکړه کوونکي اړخ رول ونلري. داسې نښې نښانې شته چې پر ځای به يې د چين، هند، ترکيې او روسيې په ګډون د ګڼ اړخيز امنيتي جوړښت د رامنځته کېدو بهير چټک شي.په سيمه کې جيواکانوميک شاخصونو له مخي جګړې يو ځل بيا ثابته کړه چې هرمز تنګی د نړيوال اقتصاد د وينې رګ دی. هر ډول ناامني، حتی که لنډمهاله وي، د نفتو او ګازو په نړيوالو بازارونو باندي ژورې اغېزې پرېږدي. له همدې امله به د انرژۍ واردوونکي هېوادونه، په ځانګړي ډول چين او هند، د خپلو ستراتيژيکو زېرمو د زياتولو او د بديلو اکمالاتي لارو د موندلو هڅې چټکې کړي. سعودي عربستان او متحده عربي امارات به هم هڅه وکړي چې د پايپ لاينونو او بديلو صادراتي دهلېزونو له لارې د هرمز پر تنګي د خپلې اتکا کچه راکمه کړي.په ټوليز ډول د خليج جګړې يو مهم سياسي واقعيت روښانه کړ: د ايران د رژيم بقا يوازې د ټيکنالوژي په برخه کې د دغه هیواد د پوځي ځواک پايله نه وه، بلکې د مشرتابه لخوا قرباني ته د وړاندې کيدو او له ولس سره د پاتې کېدو پرېکړه، د څو پوړيزو دولتي جوړښتونو ترمنځ انسجام، د ولس ترمنځ د ملي حاکميت احساس، د نظام په ملاتړ، بقا او بريا کې د ښځو پراخه ونډه او د هرمز تنګي ستراتيژيک ارزښت ټول هغه عوامل وو چې د نظام د سقوط مخه يې ونيوله. همدغه وجه ده چې ايران، له درنو اقتصادي او نظامي زيانونو له ګاللو سره سره د جګړې له پای ته رسيدو وروسته د سيمې په نوې معادله کې د يو کمزوري او منزوي لوبغاړي پر ځای د يو داسې ځواک په توګه راڅرګند شو چې د منځني ختيځ د راتلونکي نظم په ټاکلو کې به مهم رول ولري.
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید