گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د حکمتیارصاب له طعنوډکه فتوا!
د حکمتیارصاب له طعنوډکه فتوا!

د حکمتیارصاب له طعنوډکه فتوا!

دافغانستان په سیاسی تاریخ کی ښاغلی ګلبدین حکمتیار یو له هغو رویائی رجالو او شخصیتونو ګڼل کیږی چی دخوبونو او رویا ګانو ترڅنګ د اوښ په څیر کینه هم ورسره ملګری ده . اروا پوهان وايی کله چی دیوچا استکباری مزاج د کرکی پر زهرو ولړل شی نو بیا دهغه په وجود کی ځینی کرکجن خاطرات دتل لپاره دیوه داسی ناسور داغ په توګه پاته کیږی چی د ژوند په هره دوره او مرحله کی په دروغجنه بڼه را څرګندیدای شی . ټولو ته جوته ده چی ښاغلې ګلبدین حکمتیار له سولی او په ټولنه کی د جمعی مشرتابه سره کلکه دښمنی لری او ددی لپاره یی هم له پنجشیر او د شمال له ځینو ځانګړیو سیمو له  اوسیدونکو سره دښمنی یوه داسی افسانه جوړه شوی ده چی کیدای شی که یو څوګ د افغانستان دتیر خونړی تاریخ سره آشنا نه وی دهغوی پر مزاج به ښاغلی حکمتیار د یوی مظلومی څیری په توګه وښودل شی . خوکه څوګ  د افغانستان د خونړی تاریخ څخه خبر او ددغه تاریخ ځینی برخی یی ترسترګو شوی وی نوبیا د ښاغلی حکمتیار او دهغه په څیر نور متلون مزاجه شخصیتونه پیژندلای شی او د داسی کسانو شارلاتانی سیاست ددغه ټولنی  اوسنی فاجعی او غمیزی یوه لویه برخه بولی .

په دغه اونی کی ښاغلی حکمتیار چی لاتراوسه هم حاضر نه دی خپل اشتباهات ؤمنی چی داوسنی زمانی په تقاضا دهغه ټولی پخوانی خبری او شعارونه  چی د اسلامی شریعت  څخه د شریعت مداره متحجرانه استخباراتی قرئت پر بنسټ ولاړی وی او پکار ده چی دهغوی د اصلاح په فکر کی شوی وای خو په خواشینی سره چی په فکری لحاظ هم هغه شریعت مداره متحجرانه  قرئت مستندات په نوی بڼه اوباسی . او په دی توګه نه یوازی ځان مطرح کول غواړی بلکه په ډیر ماهرانه انداز خپل پخوانی رقیبان چی دهغه دلیکنو اوهری وینا اصلی موخه جوړوی دهغه په ګمان په افغانی ټولنه کی چی دیوه استخباراتی ځواک له لوری یرغمال شوی ده د سپکاوی سره مخامخ شوی دی او په دی توګه ځان بریالی بولی .
ښه مثال یی همدا اوس هغه لیکنه ده چی د ملي بيرغ او گوندي بيرغونه تر سرلیک لاندی یی لومړی په خپله ایکس پاڼه کی خپره کړی وه او وروسته یی هم هغه لیکنه د شهادت په نوم ویب سایت کی د هغی ځینی برخی چی دده په باب هم ځینی پوښتنی را پورته کوی په نامکمله توګه خپره کړه . په هرډول چی وی داد اهمیت وړنده خو دا ضرور د یادولو وړ ده چی دهغه تیر شعارونه او د هجرت پر مهال کړه وړه ددی فتوی پر خلاف څرګندیږی .په تېري نژدې يوې پېړۍ كي ډېر بيرغونه د ارگ پر برج رپېدلي، بدل شوي، نسكور شوي او سوزېدلي؛ هر څوك چي ارگ ته ننوتى او د اقتدار پر كرسۍ كښېنول شوى؛ خپل شخصي او گوندي بيرغ ئې پرې رپولى او همدې ته ئې د ملي بيرغ نوم وركړى. خو ملي بيرغ هغه دئ چي د ملي يووالي نښه او رمز وي؛ داسي معتبري شورى ئې رنگ، اندازه او نښان غوره كړى وي چي ملي اجماع تمثيلوي او غړي ئې په واقعي معنى د ملت منتخب او معتمد استازي وي؛ دا تشه لا نه ده ډكه شوې. د ملي وحدت له رمز او نښي مه د اختلاف سبب جوړوئ، مه يو د بل رټلو او وژلو پلمه او وسيله، مه د خپلي سليقې او خوښي گوندي بيرغ پر نورو تحميلوئ، نه ئې په اسلام كي سپېڅلى او مقدس گڼل شته، نه ئې ښكلول او مخي ته سر ټيټول. متأسفانه هغه منفوري څېرې هم د ملي بيرغ نوم اخلي او ورځ ئې لمانځي چي هېواد ئې له ټولو ديني او ملي ارزښتونو سره؛ د بيرغ په شمول؛ هم په شوروي پلورلى او هم ئې په ناټو؛ ستاسو ئې له ملي بيرغ سره څه؟ څوك غولوئ؟موږ نه په تېر تاريخ كي داسي شورى او ملي بيرغ درلود او نه نن؛ داؤد د كمونستانو په مټ كودتا وكړه، د برتانيا له لوري تپل شوى نظام ئې نسكور او مخكينى بيرغ او نښان ئې بدل كړل، له هغي ورځي تر نن ډېر بيرغونه او نظامونه راغلي او تللي. د نښان منځ كي داسي عقاب چي وزرونه ئې گرارۍ ته ورته، مخ ئې كيڼ لوري ته، محراب او منبر ئې په منگولو كي؛ چي دغو خاص سياسي تعبير درلودل؛ ښودله ئې چي كابل خپله قبله بدله كړې، نور به محراب او منبر د عقاب په منگولو كي كنټرول كېږي . هغه مهال سياسي دود دا وو چي كيڼ اړخو گوندونو به اكثراً خپل نښان داسي جوړولو چي رنگ ئې سور، نښان كي ئې د څټك، لور، گرارۍ يا داسي باز او عقاب انځور چي مخ به ئې كيڼ لوري ته وو. گوندونه په كيڼ لاسو او ښي لاسو وېشل شوي وو.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا