18 دسامبر 2021 نظری بدهید
دنواندیشی د خبر او تحلیل میز:
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ماضی په تړاو ډیر څه نه لیکم. ماضی د تاریخ برخه ګڼم، خو له تیرو څو ورځو راهیسې د تیر نظام د سقوط په اړه ډېرو خلکو څرګندونې درلودې. هر چا هڅه وکړه ددغه ناورین له امله ځان سپین چرګ او په مخالف لوری د نظام د نسکوریدو ګند ورواچوی. د ناهیلى ځاى دادى چې دغو دوستانو له سقوط څخه وړاندی ولې خولې چوپې نیولې وې؟ اوس خو د ارګ پخوانیو واکمنانو ته په دغه تړاو وینا "پس از... زدن چهار زانو نشستن" ده او مطرحو سیاستوالو ته له ورخه تیرو اوبو پسې کره ګرزول دى. بیشتر بخوانید »
16 دسامبر 2021 نظری بدهید
میز خبر و تحلیل نواندیشی :
___________________________________________________________________________________________________________________________________________
هر چیزی وهرمقامی برای خودش یک ویژه گی خاصی دارد حتی همین جلغوزه که ازسالهای سال سال برسردسترخوان های اکثر بینوایان مناطق جنوبی و جنوب شرقی افغانستان گذشته می شد و اندکترین توجهی به آن نه شده بود و اکنون در زمره آثار عتیقه و نایاب اعلام شده و کسانی که مرتکب به انتقال آن از یک ولایت به ولایت دیگری و یاهم قاچاق از کشور شوند به حکم معاون دوم رئیس الوزرأ که درکرسی دائم العمر قوم شریف هزاره تشریف دارند محکوم به اشد مجازات خواهند گردید .... آگاهان می گویند که نبود اعتقاد و باوربرخرد و عقل درحوزه حیات سیاسی واجتماعی جوامع بشری درگفتمان و قرئت متحجرانه وغیراجتهادی طالبانی که بر فقه تاریخی استواراست سخن گفتن از ترقی و پیشرفت مسخره ای بیش نیست بیشتر بخوانید »
16 دسامبر 2021 نظری بدهید
د نواندیشی دخبر او تحلیل میز :
_________________________________________________________________________________________________________________________________________
دا به د شهامت په ستر ازمون کې په زړه پورې بریا وى چې امارتی چارواکی پوه شی چې هغوى له یوه بشپړ جنګی مأموریت څخه په مکمل ډول د یوه مدیریتی ازمون په ډګر کې قرار لری او دا چې امریکا د جګړو له ډګر څخه تېښته وکړه، خو لاهم لوبې ته په بل شکل دوام ورکوى. هڅه کوی چې بایللى غرور د نورو تاکتیکونو په کارولو ترلاسه کړی. تبلیغاتی جګړه پرمخ وړی. د امارتی چارواکو او ملت ترمنځ له شته نیمګړتیاو څخه ګټه پورته کوی. د امارت لخوا د علمی او مسلکې کادرونو بیکاره کول او د امریکا لخوا د تخلیې په نوم بهرته د هغوى استول زموږ هېواد له ننګونو سره مخ کړى دى.شک نشته چې وضعیت بحرانی دى او که حکومت له موجوده ګرداب څخه وتل او د دغه ستر ازمون په ډګر کې بریا غواړی، نو باید د ستونځو د حل لپاره پردیو ته د لهجې بدلولو پرځاى لنډمهاله او منځمهاله هڅې پیل کړی بیشتر بخوانید »
14 دسامبر 2021 نظری بدهید
د نواندیشی د خبر او تحلیل میز :
___________________________________________________________________________________________________________________________________________
امیرخان چی په رښتیا هم یو طالب ټامی بللی شی اود اوسنی نړی په ځانګړی توګه د دیپلماسی له ژورو او ټیټو ناخبره دی په وروستیوکی د امریکا د یوه مشهورخبری آژانس Associated Press د یوی نامتوخبریالی KATHY GANNONسره مرکه کړی اود قدرت په لالاهاند ه آسپ یی د رنګینو خوبونو د تعبیر غوټه پرانیستی ده .که څه هم ټامی متقی وایی چی طالبانو له تیر څخه تجربه آخیستی ده اود دوی واکمنی له پخوا څخه توپیر لری خو ونه توانید ثابته کړی چی څنګه او د داځل واکمنی د هغوی له تیری واکمنی سره په کومو برخو کی توپیر لری ؟ بیشتر بخوانید »
12 دسامبر 2021 نظری بدهید
د نواندیشی د خبر او تحلیل میز :
_______________________________________________________________________________________________________________________________________
هغه حکومتونه چې ولسی ریښې ونلرى، سرچینې او انرژی د حاکمې ډلې لخوا د واک په خوندیتوب مصرفېږی، د ولسی غوښتنو ممثل نه وی، که هرڅومره له پراخ نړیوال ملاتړ څخه برخمن وی، پیاوړی او په عصری وسلو سمباله اوردو هم ولری د لږ فشار په نتیجه کې هم د شګو بند ثابتېږی او نړیږی. د توپک د شپېلۍ په زور جوړو شویو حکومتونو ته د نړۍ لخوا له رسمیت پیژندلو څخه په کور دننه د مشروعیت ترلاسه کول او د خپل ولس د اړتیاو د حل کولو د مسئولیت منل اړین دی. که دغه موخه ترلاسه شوه نو د رسمیت پیژندلو لپاره به د غوښتنو اړتیا نه وی. تېر حکومت ټولې نړۍ په رسمیت پیژانده. بیشتر بخوانید »
11 دسامبر 2021 نظری بدهید
د نواندیشی د تحلیل او خبر میز :
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هندوستان ۱۸ نیوز اودعربی نړۍ ځینو نورو خبری آژانسونو خبرورکړی دی چی د سعودی عربستان د حج او اوقانو د وزارت د حکم له مخی پر نړیوال تبلیغی جماعت چی د خیر افلاح لوری ته په ټوله نړی په ځانګړی توګه د هند په لویه وچه ، پاکستان ، افغانستان او نورو اسلامی هیوادونو کی په سوله ایزه توګه ولسونه بدلون ته رابولی د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان په لارښونه کلک بندیز ولګاوه .کتونکی وایی چی دا د سعودی عربستان د حج اوعمری دچارود وزارت دا له خندا ډکه اعلامیه چی له حقیقتونو سره په ټکر کی او یوازی د طابانو په څیرله خشونت څخه د ډکو ډلو ټپلو او دسیمی هیوادونود ناوړه عزائمو په ګټه او خدمت کی تمامیږی بیشتر بخوانید »
08 دسامبر 2021 نظری بدهید
دنواندیشی د ادب او هنر میز :
___________________________________________________________________________________________________________________________________________
دنواندیشی تربیون درنو مینه والو ، دادی نن بیاهم درته د افغانستان په وروستی تاریخ کی د یوه ځلانده ستوری ارواښاد مولانا قیام الدین خادم د فرهنګی او ادبی وارثی ډاکتر ثریا جان خادم په قلم هغه حماسی شعر وړاندی کوو چی نوموړی له ننه څوکاله وړاندی د آسمانی غږ په نوم د خپل خدای بښلی پلار ارواښاد خادم صاحب ته په خطاب کی کښلی او تر موږ یی رارسولی دی هیله ده چی خوښ به موشی . بیشتر بخوانید »
07 دسامبر 2021 نظری بدهید
دنواندیشی د خبر او تحلیل میز :
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
متأسفانه موږ په یویشتمه پیړئ کې هم د ورور وژلو سیاست کوو ،د یو بل د سر وهل ویاړ ګڼو، د واک د حرص په تنور کې سوځو ،ارګ ته د تلو لپاره د وژل وروڼو په ککریو باندی تیریږو، کله چې ارګ ته را ورسېږو نو د سولې مجنونان شو، خو کله چې له ارګ څخه وایستل شو، نو جګړه مجبوریت مکلفیت او مسئولیت ګڼو. د هیواد خاورې اسلام او ملت د حقونو د مدافع په نوم ځانونه واک ته رسوو، په ارګ باندې د حاکمیت په مهال ملی شتمنى لوټوو خو د خطر په مهال له هېواد څخه بهر تښتو، په پردیو هیوادونو کې د ذلت ژوند تیروو او له هیواد څخه د تېښتې په موخه د پردیو الوتکو په ټایرونو پسې هم ځان نښلوو. بیشتر بخوانید »
06 دسامبر 2021 نظری بدهید
دنواندیشی د تحلیل او خبر میز:
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
راځی د کور دننه هم موږ بعضی مسائیل لرو چی په هغوی کی د اصلاحاتو ګنجائیش هم شته سمون او بدلون هم راوستی شو د ملت غږ هم ده ددنیا او نړی والو غږهم ده ملی او دینی سری کرښی هم په وړاندی نه لرو په هغوی کی باید سمون موږ راوړو . بدلون موږ باید راوړو . په داخلی تګ لارو کی په خارجی سیاستونو او تګ لارو کی نو موږ له دنیا سره مشترکات پیدا کولای شو . ...زه فکر کوم نړې تراوسه هم زموږ سره د مشترکاتو دپیداکولو کوشش کوی . خو موږ باید هغه را پیداکړو او داخو یودینی اصل دی هغه وایی هغه کلمی ته باید ورشو چی زموږ اوستاسو ترمینځ یوه ده . بیشتر بخوانید »
02 دسامبر 2021 نظری بدهید
د نواندیشی د خبر او تحلیل میز:
_______________________________________________________________________________________
د بهرنیو اسعارو زیرمې د هر ملت هغه شتمنۍ ده چې د مرکزی بانک لخوا د بهرنیو اسعارو په شکل کې ساتل کیږی. په دغو زیرمو کې بانک نوټونه، بانډونه او نور دولتی ضمانتونه شامل دی. دغه شتمنۍ ډیری ستونځې پوره کوی مګر د پام وړ ستونځه یې ډاډ ترلاسه کول دی چې مرکزی بانک دومره پولی ملاتړ لری چې که چیرې د دوی ملی اسعار په چټکۍ سره ارزښت له لاسه ورکوی یا هم پولی بحران رامنځ ته کیږی، نو مرکزی بانک د بهرنیو اسعارو په شکل کې د ستونځې د حل لپاره ملاتړ لری بیشتر بخوانید »