ځان په نورو باندې لوړ ګڼل، د زور له لارې د واک او امتیاز ترلاسه کول د انسان هغه منفي اړخونه دي چې له وجود څخه يې پيل او تر ننه پورې دوام لري. د خوښۍ ځاى دى چې په اوسني معاصر وخت کې د متمدنو ټولنو په منځ دغې پديدې ته په درنه سترګه نه کتل کیږي او د نړئ په ډېرو هېوادونو کې دغه بده انساني غريزه په ټوليزه توګه د ويښو ولسونو او وجدان لرونکو سياسي مشرانو لخوا د مختلفو سيستمونو او فورمولونو په کارولو د يوه منل شوي ميکانيزم د رامنځته کيدو په پايله کې له منځه وړل شوي ده. مګر متأسفانه زموږ په هېواد کې داسې منل شوى قانون او کړنلاره لاهم نه دى رامنځته شوى چې واک ته رسېدل د توپک او زور له لارې نفى کړي.څو لسيزې تېرې شوې چې په افغانستان کې د زور او يا هم د بهرنيانو په نوښت رامنځته شوي نظامونو د خپلو لمړنيو تکاملي پړاوونو د طى کولو په مهال په يو پر بل پسې نسکوريږي. متاسفانه د نظام ړنګون هرځل فاجعه رامنځته کړې ده او زيان يې ملت ته اړولى دى بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








