لکه څنګه چی مو پخوا دپاکستانی رسنیو په حواله داسی خبر خپور کړی ؤ .وروسته له هغه چی افغان طالبانو ونه کولای شول له افغانستان څخه د تحریک طالبان پاکستان یا TTP جنګیالی چی له طالبان سره د افغانانو په وړاندی د ګډی جګړی مخیزه لری له افغانستان خاوری څخه ؤباسی نو سم د لاسه یی د سیلاب څخه د مخنیوی په موخه یوه داسی ځګ ته لاس اوږد کړ چی هغه په خپله هم د طالبانی فکر په درلودو څرګند شهرت لری .که څه هم دطالبانو سره مستقیمه اړیکه نلری خو په پاکستان کی چی په بنیاد ی توګه د اسلام په نوم جوړدیوی کرغیړنی او ماجراجویانه استراتیژې پر بنسټ رامینځ ته شوی دی نو د پاکستان د جمیعت العلمأی اسلام په نوم ډلی مشر مولانا فضل الرحمن چی په اتیایمه لسیزه کی د ډیزل تیلو د قراردادونو په آخیستو په سیاسی کړیو کی د ملا ډیزل په نوم شهرت لری په پاکستان کی د خپلو پاکستانی ناولیورقیبانو په وړاندی کله نا کله هم له خپلو افغانی بړیڅو سره د اړیکو له درلودو نسخی څخه کار آخلی او داسی ښکاره کوی چی ګنی کولای شی د پاکستان او افغانستان ترمینځ تراخه مناسبات په خوږو اړیکو واړوی ..خو مولانا فضل الرحمن عٌرف ملا ډیزل ونه ویل چی آیا په رښتیا هم طالبان او زیاتره مشران یی پرعلم په ځانګړی توګه د ښځو پر علم او سواد باور لری او که یه ؟ بیشتر بخوانید »