زموږ په ټولنه کې عموماً، په ځانګړې ډول په حاکمو او هغو ډلو کې چې ځانونه واجب الاحترام او غيرمسئول ګڼي د مخالف نظر اوريدلو د زعم ګراف خورا ښکته دي. نقد ځان او واک ته ګواښ ګڼي. کله يې ملي ګټو ته زيان ګڼي او کله يې مقدساتو ته د سپکاوي ترعنوان لاندې راوړي. په ولس کې د زده کړو ټيټه کچه، بهرني يرغلونه، د واک په سر کورنۍ جګړې، بېوزلي او د ځينو استخباراتي اژانسونو لخوا په سيمه کې په سيستماتيک ډول او د نظامي ستراتيژي له مخې په ځوانانو کې د افراطی نظرياتو خپرول زموږ په ټولنه کې د زغم عنصر له منځه وړى دى. له دې سره سره چې د واک مجنونان او د مټکور ذهنيت درلودونکي مشران په ملي مسائلو کې هم د هيچا د مخالفت حق نه مني او تخريب يې ګڼي، خو واقعيت دادى چې د تخريب او د سالم انتقاد ترمنځ ستر توپير شتون لري. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








