د نواندیشی د خبر او نظر میز :
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د مسلسلو شخړو له امله موږ یوه ویشلې او پاشلی ټولنه یو، محرومیتونو، بې عدالتیو او تبلیغاتو په هره برخه کې د افراطیت خواته کش کړو. یوه برخه مو د دیموکراسی په لومه کې ونښتل او د دیموکراسی له یونانی بنسټ ایښودونکو څخه هم ځانونه مخکې ګڼی. څوک د مذهبی احساساتو د پاروونکو تقریرونو ښکار شول افراطیت حل لاره ګڼی, څوک له دین سره د دښمنی په توپانی سمندر کې لاهو شول او څوک له خپلې خاورې څخه وتل د سمون لاره ګڼی.نظامونه ونړول شول، بنستونو ویجاړ شول، یرغلونه وشول، اشغالګر راغلل، خپلمنځی جګړه وشوه د نفرتونو تخم وکرل شو. نتیجه داشوه چې موږ اوس د پردیو مرستو ته د اکسیجن غوندی اړتیا لرو. تر ټولو معیوب اړخ مو داده چې تر اوسه مو د مرستو ترلاسه کولو پرځاى په متبادلو لارو فکر کول هم نه دی پیل کړی.ملت د وروستیو سیاسی او نظامی تحولاتو په تناظر کې په اعتماد کې نه دى اخیستى شوى. بیشتر بخوانید »