دنوانـــدیشی دڅیړنو او پلټنو میز : ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ خوست کې د ځمکې ارزښت او قیمت ځکه له حده لوړ دی چې له یوې خوا د خوست ولایت مساحت د افغانستان له نورو ولایتونو څخه په مراتبو کم دی، له بله پلوه د خوست څه نا څه ۶۰% ځمکه غرونو نیولې ده.د خوست په تڼیو، اسمعیل خیلو مندوزیو، شمل، متون، ګربزو، لکڼو، تریزیو، باک او صبریو کې د کمو کرنیزو ځمکو تر څنګ څه اندازه للمی ځمکې هم شته خو د هغې ډیری برخې د نفوسو د تراکم او زیاتوالی له امله د استوګنې په سیمو بدلې شوې دی.خوست ښار چې د خوست ولایت مرکز دی، متاسفانه چې هغه هم د ځکمو د کموالی له امله د پراختیا، پرمختیا او د ماسټر پلان د جوړیدو او تطبیق له جدی ستونزو سره مخ دی. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














