دنواندیشی د څیړنو او پلټنو میز : ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ نن ورځ د۱۳۹۹هجری لمریزکال دچنګاښ په دوهمه دغلام خان لاردسوداګریزوتوګوپرمخ پرانېستل شوه اوپه سوداګریزوتوکوبار موټرپرې تېرشول. دادهغه خبر یوه کوچنی برخه ده چی دکالونوراهیسی ددغه سیمی چارواکوله قوله خبرورکول کیږی ....د ویلو وړ ده چی دوی د تیرکال په پرانیسته کی هم او داوسنی پرانیستی په مهال هم په خپلو خبرو کې د هېواد د جلالتماب جمهور رئیس له ځانګړی پاملرنې هم مننه کړی او په دې برخه کې یې د دوی هڅې د قدر وړ بللی دی.سوداګرو په خپلو خبرو کې د غلام خان په اړه په پاکستان کې د افغانستان لوی سفیر، په ملی شورا کې د خوست د خلکو استازو، د بهرنیو چارو وزارت، د سوداګرۍ او صنایع وزارت، هڅې ستایلی دی او د دوی له هڅو یې مننه کړی.دا لار د هېواد له مهمو سوداګریزو لارو څخه شمېرل کیږی، چې د پاکستان سوداګریز مرکز کراچۍ ته له نورو لارو نیږدې او ګټوره لار ده.نواندیشی تربیون په کلکه سره هیله څرګندوی چی دا ځل پرانیسته د نورو پرانیستو په څیر نمائیشی بڼه ونلری او دیوی ترانزیټی لاری ټولی اړتیاوی له پخوا څخه پوره کاندی بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














