دنواندیشی د هنر اوادب میز : _____________________________________________________________________________________________________________________________ کوتره خپلو بچو ته نقل کوی : کوم وخت چی زه دجهان له ښه اوبده بی خبره ،دورکوټوالی او صباوت په غفلت کښې له دنیا او ما فیها نه ازاده او دمور و پلار دسیوری لاندی دبی غمئ په تخت ناسته وم ، نو هغه وخت ما دا خبرهاوریدلی وه " په دنیا کښې باید دعمر تیرولودپاره داسی لار وکتل شی چی بیخې بی خطره او هیچاته پکښې آزار نه وی ، اوپه کاردی چی سړی د محبت ، لطف ، مهربانې ، همدردې او نرمئ مجسمه وی ځکه چی په دنیا کښې که خوږ شی دی خو مینه ! جنګ جګړی عمر بی مزې او پیکه کوی ، بد نیتې او فساد په طبیعت غلبه کوی ....علاج دادې چی که غواړئ په دنیا کښې دخپل قام سره په خپله مېنه کښې آزاد ووسی نو مښوکو او نوکانو ته د فولادو پوښونه ورکئ ! او دا دې کوترو جامه دباز په جامه بدله کئ ! زما تاسو ته وصیت دی او تاسو یې خپلو اولادونو او خپل قوم ته ورسوئ !!! .... بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














