د طالبانو د کورنیو چارو بی واکه خو له ټولو شتمن وزیر سراج الدین حقانی چی د طالبانو په استخباراتی اداره کی د کورنیوچارو چارسنبالی وزیر ټاکل شوی دی او له ډیری مودی راپدی خوا د خلیفه صاب لقب پکاروی او ټول واک یی له کوټواله تر جنراله د نالیدلی مرشد مجهول امیر المؤمنین صاب ته سپارلی دی او یاهم تری آخستل شوی دی تیره ورځ ناڅاپه د پکتیا ولایت د ځدراڼودګردی څیړی ولسوالی په سیمه کی چی ویل کیږی دخلیفه صاب پلرنۍ ټاټوبۍ دی یوی را بلل شوی غونډی ته په خپله ځدراڼ واله لهجه خطاب کی داسی وویل چی :اول خو د خدای تعالی باید شکر ؤ باسو چی موږ ته یی خپلواکی او آزادی راکړی ده او په غیرت یی راکړی ده او موږ دی دهیچا محتاج نکړو . دچا تر احسان لاندی نه شوؤ او دا ازادی دی په خپلو مټو راکړه . که نن دچا ترسوال لاندی موږ دلته راغلی وای او زموږ خپله خپلواکی دبل چا په اختیار کی وه .دانن چی موږ ته رسمیت نه راکوی داخو په دی نه راکوی چی ددوی فرمائیشات اوغوښتنی مو نه دی منلی تر آخیره مو هیڅ یوه خبره ورسره ونه منله ، قوم که زموږ څومره هم په عذاب شو . بیشتر بخوانید »