دنواندیشی د تحلیل او نظر میز : ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ مونږ متاسفانه پرون هم د سولې لپاره جامع تګلاره نه درلوده نن یې هم نه لرو او د جګړې په دواړو خواو کې د پیاوړی ارادې د نه شتون له امله داسې ښکاری چې سبا ته به یې هم ونلرو. له تیرو دوو لسیزو راهیسې مو د سولې هڅې کله د ګاونډیانو، کله د سیمه ییزو او کله هم د نړیوالو هیوادونو پر نوښتونو او لګښتونو ولاړې وې. پایله یې ځکه نه درلوده چې په لمړی سر کې امریکایانو، بیا ګاونډیانو او په وروسته کتګوری کې د سیمې هېوادونو د سولی په وړاندی مستقیم او غیر مستقیم خنډونه جوړول، دلته یې جګړو ته اړتیا او سوله یې له ګټو سره په ټکر کې وه. سولې ته یې ذهناً تیارى نه درلود او یا یې هم سوله جدی نه ګڼله.د ولسمشر کرزی د حکومت پرمهال په کابل کې د افغانستان او پاکستان د قبایلی سیمو مشرانو او د دواړو هېوادونو مخورو سیاستوالو په ګډون د امن ګډه جرګه جوړه شوه. له درې ورځې بحثونو او خبرو وروسته دغې جرګې په یوه اعلامیه کې ترهګری وغندله، د پراخو خبرو او جوړجاړی لپاره یې غږ پورته کړ، خو نتیجه یې صفر وه..... بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














