د نواندیشی دخبر او نظر میز : _____________________________________________________________________________________________________________________________ د بیان آزادی، معلوماتو ته لاسرسى او ازادې رسنئ د هر ملت د ویښتابه، معلوماتی او کلتوری بډاینې، د نظام د سمون لپاره د هیواد د پرګنو او حکومت ترمنځ پیاوړى پل، د ټولنې د ذهنی وړتیا د ودې او د خبرونو د کره توب ضمانت وی. شک نشته چې د معلوماتی تکنالوژی په برخه کې پرمختګونه د تمدنونو کلتورونو او ولسونو ترمنځ د پیوستون لامل ګرزیدلى دى.که د اوسنی نظام له لاسته راوړنو څخه د بیان د ازادی حق نفى شی نو هیڅ نه پاتې کېږی. د افغانستان د تیرو شلو کلونو له ډیرو سترو لاسته راوړنو څخه چې له انسانی معیارونو اسلامی حکمونو او افغانی دودونو سره سمون خوری او زمونږ ولس ورباندی ویاړلى شی د بیان ازادی خورا ارزښتناکه لاس ته راوړنه ده.د معلوماتی ټیکنالوژی د چټکو پرمختګونو او ټولنیزو رسنیو د شتون له امله اوس مهال د خلکو سترګې تړل او ستونی بندول اسان کار نه دى. بله دا چې د خلکو په ستونی کې پښه ایښودل غبرګونونه را پاروی او جګړو ته لاره هواروی. پریږدئ خلک ستاسو په کړو وړو باندې خبرې او قضاوت وکړی. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














