دنواندیشی د تحلیل اوخبرمیز: ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ په اوسنی معاصر وخت کې یوازې مونږ یو چې د دود له مخې په خپل دریز ولاړ پاتې کیدل ویاړ ګڼو او هر وخت د دریز بدلون راته د پیغور وړ خبره ښکاری. مګر په نړیوالو اړیکو کې د تګلارو په تړاو هر سمون او بدلون د ملی ګټو په چوکاټ کې صورت نیسی. د نړیوال سیاست محور ملی ګټې دی. په ځانګړې ډول زبرځواک هیوادونه نه تلپاتې ملګرتیا پیژنی، نه معیارونه، نه هم په خپل قاموس کې د وفا تورى لری. ښه او په زړه پورې بیلګه یې د افغانستان د ترینګلی وضعیت په تړاو د امریکا او د ناتو په تګلارو کې وروستی ناببره بدلونونه دی. امریکا او ناتو له افغانستان سره د ستراتیژیک امنیتی تړون، لسګونو ځله ژمنو او د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره د خپلې خوښې ولسمشر له ټاکلو سره سره دغه هېواد په داسې بشری ناورین کې پریښوده چې انسانی قوانین خو څه د ځنګل په قانون کې هم ورته د توجیه کولو دلیل نشو موندلاى. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














