په معاصره نړۍ کې د ښې حکومتولي اصطلاح د سياسي بحثونو پرمهال پرلهپسې په زياتيدونکې توګه کارول کېږي، خو عملاً داسې ښکاري چې ښه حکومتولي تيوري ده او که تحقق هم ولري نو په نړۍ کې به د ښې حکومتولي درلودونکي هيوادونه د ګوتو په شمار وي. البته موږ د ښې حکومتولي په لږ او يا ډېرو شاخصونو باندي د برابرو حکومتونو لپاره ګراف جوړولاى شو.شک نشته چې بده حکومتولي د هيواد د وروسته پاتې والي، د ملي يووالي د ټکنى کيدو، د ټولنو او پرګنو ترمنځ د مصيبتونو او شخړو د رامنځته کیدو بنسټ ګڼل کېږي. همدا وجه ده چې مرسته کونکي هيوادونه او نړيوال مالي بنسټونه د مرستو او پورونو ورکول په عمومي توګه د ښې حکومتولي لپاره د اړينو شرائطو په عملي کولو پورې تړي.په دغه ليکنه کې د ښې حکومتولي په ځانګړتیاو باندي راڅرخيږو تر څو هر څوک د خپلې محاسبې له مخې پريکړه وکړاى شو چې زموږ پروني او ننني حکومتونه تر کومې کچې پورې د ښې بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














