افغان ښځې يقيناً زموږ د ملي افتخاراتو ساتونکې دي. د انساني نسل تر ټولو لمړنۍ روزونکې او د افغاني غرورامينې دي.منم چې د تاريخ په اوږدو کې د افغان ښځو غوڅ اکثریت شرعي حجاب او افغاني دود نه دى مات کړى، خو بيا هم زموږ د سياسي مشرتابه لخوا ورسره د هر سياسي بدلون په پايله کې د سمون په نوم د خپل زور څرګندولو پيل له ښځو څخه کړى دى. د دين په پلوي او دين ستيزي دواړو برخو کې د افراطيت ښکار ګرزيدلې دي. چا ورباندې د ازادي او حقونو ترعنوان لاندې د غربي کلتور تپلو کوښښ وکړ، د عزت پړونئ يې د هغوى له سر څخه د کش کولو هڅه وکړ، چا خپل بيرغونه په لاس کې ورکړل او نڅا ته يې د افغان تورسرو د را ايستلو فرمانونه صادرول، چا دخپلو ګوندي ترانو د زمزمه کولو لپاره ورباندي فشار راوړ، چا په جګړه کې وځپلې وځورړلې او يې ووژلې بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














