د مارچ په ۳یمه خوست کې د سولې پيغام راډیو ۲۰مه کالیزه، د دې ولایت د بیلابیلو رسنیو د خبریالانو او مسوولانو، همدارنګه د دې ولایت د یو شمېر روڼ اندو او فرهنګیانو په شانداره ګډون سره ونمانځل شوه.سولې پیغام راډیو د افغانستان په سویل ختیز کې لومړنۍ ازاده راډیو وه، چې د دې سیمې د مخکښ فرهنګي او ټولنیز شخصیت ښاغلي زاهدشاه انګار په هڅو او کوښښونو يې په خوست کې خپرونې پیل کړې او په ډېر لږ وخت کې يې بې شمېره مینه وال وموندل. د نواندیشی تربیون سرپرست او ټول کارکوؤنکی په معاصر تاریخ کی دغه اوږده فرهنګی مزل مبارکی دسولی رادیو بنسټ ایښودونکی محترم زاهدشاه انګار او درنو همکارانو ته یی دزړه له کومی مبارکی وړاندی بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














