دنواندیشی د تحلیل او تفسیر میز : ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ لویه جرګه په ملی کچه د سترو ستونځو د حل لپاره زمونږ منلئ او ویاړلئ ملی دود او دافغانستان دخلکو د غوښتنو او ارادو د تحقق لپاره تر ټولو اغیزمنه بین الافغانی ناسته ده. شک نشته چې دغه جوړښت د تاریخ په اوږدو کې مکرراً زمونږ ستونځو ته د پاى ټکئ ایښئ ده. دلویې جرگې غړی د خپلواکی، ملی یووالی او دهیواد لوړو ملی گټو په هکله پریکړی کوی او د اساسی قانون په مادو کې د بدلون راوستلو واک هم لرى، خو د حق العبد د بښلو واک نه لری.زه د دغه ډول جرګو په ګټو او اغیزو باندې شک نه کوم. د افغانانو ترمنځ هر ډول ناسته او مذاکره اقلاً د یو بل دریز او غوښتنو د اوریدو فرصت برابروی. البته په لمړی سر د تاریخ پاڼو ته په کتو قسماً شکمن وم چې په افغانستان کې له لویې جرگې څخه د سیاسی کړکېچونو د ختمولو تر سپیڅلی عنوان لاندې کله کله د حکومتی چارواکو لخوا په واک کې د پاتې کېدو لپاره هڅه شوې ده، خو لله الحمد په ټولیزه توګه د جرګو پریکړې بې پرې او په ملی ګټو راڅرخیدلی دی.له ولسمشر غنی او نورو مشرانو له تګلارو سره اختلاف او په اخلاقی چوکاټ کې ورباندې انتقاد زمونږ حق ده. زه هم د ولسمشر غنی په ډیرو منفی اړخونو باندې نیوکه کوم او مخالف یې یم. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








