دنواندیشی د تحلیل او خبر میز : ____________________________________________________________________________________________________________________________________________________________________ هیواد ته د سولې د راوستلو په موخه په قطر کې بین الافغانی ناسته دوام لری، خو د مذاکراتو لپاره د طرزالعمل جوړولو په جریان کې د اوسنی بنبست له امله د ولس د هیلو غوټئ په رژیدو دی. وخت په خورا تیزی سره زمونږ له لاسه وزی، خو داسې نه ښکاری چې اړونده اړخونو د وخت په حساسیت باندې سرونه خلاص کړی وی. که اوسنى حالت دوام مومی او د هوکړې څرک نه ښکاری، نو شونې ده چې په تکراری توګه به مونږ د یوه بل بُن د تپل شوی تړون په ځنځیر وتړل شو او یا به هم په یوه بله کورنئ جګړه کې ښکېل شو.د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې مرموز اړخونه، د ارګ لخوا د سولې ضد څرګندونې، په متنازعه مواردو باندې د متبادلو لارو له وړاندیز پرته د طالبانو بیځایه ټینګار او په لمړی بین الافغانی مذاکراتی پړاو کې دومره اوږد بن بست رامنځته کیدل ښئی چې د ښکیلو اړخونو لخوا د "افغانانو په مالکیت او مشرتوب" (Afghan Own Afghan Led) خبره تش شعار وه چې نړیوالو ومنل خو خپله افغانان د وړتیا نه لرلو له امله پکې پاتې راغلل. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








