د نواندیشی د خبر او نظر میز : ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ لکه څنګه چی خبر یاست نن دوشنبه غرمه مهال دیولسو بجو په شاوخوا کی څوتنووسله په لاس بریدکونکی چی ګمان یی کاوه د جنت حورو ته درسیدو نږدی لار له کابل پوهنتون څخه تیریږی په داسی حال کی چی دایران دجمهوری اسلامی حکومت په مرسته د کتاب نندارتون پرانیستل شوی او د ننداری په حال کی ؤ پر پوهنتون وسله وال او ځان وژونکۍ برید وکړچی په نتیجه کی د دریو بریدګرو په ګډون چی د جنتی حورو په آرمان په نیمه لاره کی له پښو وغورځیدل ټول ۱۹ تنه وګړی شهیدان او لږترلږه د ۲۲ تنو پر زخمی کیدو پای ته ورسیده ....زیات شمیر کتونکی په دی باوردی چی یوازی د مخالف وژل که په هرډول شرائطو کی دهر چا لخوا او په هرنوم ترسره کیږی یو تاریخی جنایت بللی شی چی پکارده دغه حرفوی قاتلان او وحشی جنایتکاران که هرڅوګ او په هره جامه کی وی تر عدلی تعقیب لاندی ونیول شی چی په توګه کیدای شی وویل شی چی زیاتره مذهبی ډلی چی پر مذهبی فتوی د مخالف وژل روا بولی اویاهم د دموکراسۍ او ولسواکی په سیورو کی د مخالف دوژلو او ځورولو کرغیړن جنایت ترسره کوی ددغه عملیاتو د مینځ ټکۍ جوړکړای شی . بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








