دنواندیشی د تحلیل او خبر میز : ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ د کابلوف دا نوې مرکه چې د روسیې رسنیو سره وشوه په حقیقت کې د ناټو د روانې ناستې، د چین، روسیې خلاف د دې تړون د راتلونکې لس کلنې ستراتیژۍ او زمونږ په سیمه او هیواد کې د روانو حالاتو سره نیغ په نیغه پیوند لری. په افغانستان کې د ناټو سازمان د سمبولیکې څیرې درلودونکی هغه قوت دی چې په دې ملک د امریکې د یرغل څځه وروسته د حملې د مشروعیت او ملاتړ په خاطر وکارول شو. د اروپا لپاره ناټو د روسیې څخه ځان ساتنه ده. همداعلت دی چې د اروپا ټول یا زیات ملکونه ناټو کې راټاله شوی دی. د ناټو اروپایی انډیوالان هڅه کوی چې د اروپا څخه د لیرې یا د باندې جګړو څخه که هغه هر څنګه وی خو چې امریکا او روسیېه پکې لاس ولری د امریکا په ګټه ملاتړ وکړی تر څو اروپا د امریکا او روسیې د غیږې میدان نه وی. ضمیر کابلوف په روسیې سیاستوالو کې ځانګړی سړی دی چې د دیپلوماسۍ، استخباراتی تجربو او ښه سیمه ییز شناخت څخه برخمن ګڼل کیږی. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








