د نواندیشی د تحلیل او خبر میز : ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ مونږ د ځمکنى جغرافیې له هغې ټوټې سره د یوې ځانګړی اړیکې احساس کوو په کومه ځمکه چې زمونږ زیږون شوى دى او همدغه احساس د وطن پالنې په نوم یادیږی. د وطن پالنې احساسات بیانول او د مخاطب قناعت ترلاسه کول د لفظونو په کارولو سره ستونځمن کار دى. دغه کیفیت په دقیقه توګه نه احساسات دی ، نه نظرونه ، او نه هم قضاوتونه، خو د ګډو ارزښتونو پربنسټ له دغې ځمکنۍ ټوټې سره زمونږ د تړون ریښو ته درناوی، له خپل هیواد سره د مینی کولو یوه برخه ګڼلاى شو. که څه هم مینه او غرور یې د اجزاو دوه توکی دی، خو دا نه یوازې مینه ده او نه هم یوازی ویاړ ده، بلکې له عملی کړنو او قربانی ته له چمتووالی سره چې یوځاى شی، نو وطنپالنه ورته ویلاى شو.وطن پالنه، ملی ویاړونو ولسی ارزښتونو او داسې ګډو ګټو ته ژمنتیا ده چې د ټولو پرګنو ښیګڼه پکې نغښتې وی او دا زموږ په ذهنیت، کړنو او څرګندونو کې ځانګړې ګډه روحیه زموږ د ملی ریښو او جغرافیایی پولو په چوکاټ کې تحقق پیدا کوی. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








