افغانستان د خپل جيوپوليتيک او جيواکانوميک ارزښتناک موقعيت له امله نه يوازې مرکزي او سويلي اسيا سره نښلوي بلکې د اسيا په ستره وچه کې يې د زړه اهمیت خپل کړى دى. دغه هېواد د ګاونډيانو، سيمه ييزو او نړيوالو ځواکمنو هېوادونو لپاره د امنیتي اندېښنو، د اقتصادي موخو او د ستراتیژیکو اهدافو لپاره ستر ارزښت لري. د سيمه ييزو او نړيوالو رقابتونو له امله ډيرى هېوادونه په افغانستان کې خپل فزيکي او يا هم نيابتي شتون يقيني کوي او په اهمیت باندې يې معامله يا سودا قطعاً نشي کولاى.د ځمکنۍ جغرافيې دغه برخه د ارزښتناکو معدني زيرمو له درلودلو څخه ورهاخوا د کيمياوي او اوسپنيزو ترکيباتو اولس نورې پراخې زيرمې هم لري چې د خورا پيچليو او پرمختلليو بريښنايي وسائطو او ابزارو په جوړولو کې مهم او ارزښتناک عناصر ګڼل کېږي. افغانستان همدغه شان له مرکزي اسيا څخه سويلي اسيا ته د انرژي د لېږد دهلېز اهمیت خپل کړى دى بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید









