د نواندیشی د خبر او نظر میز : ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ټول پوهیږو چې هیواد مو د خپل تاریخ حساس پړاوونه وهی. ننګونې شتون لری، د نوییمې لسیزې د فاجعې په څېر د یوه بل ځپونکی ناورین د تکرار نښې لیدل کېږی. د جنګ سالارانو په تحرکاتو کې د ولسی هیلو غوټئ له سپړیدو وړاندې د رژیدو څرکونه لیدل کېږی. متأسفانه مونږ لاهم شخص محوره او ګوند محوره ذهنیتونه کاروو. نړیوالو هم وپیژاندو چې افغانان د خپلو ستونځو د حل لپاره اراده نلری او ښکېلې خواوې د خپل هېواد ماته کشتئ د نجات ساحل ته د رسولو وړتیا نلری.کاش! چې مونږ ملی ګټو ته ژمن او په ملی روحیه سمبال ملی مشران درلوداى! دیموکراسی McDonald یا KFC نه ده چې په غرب کې جوړ او په یو شان خوند او رنګ په ټوله نړئ کې خلک ورڅخه خوند اخلی. مونږ غربی دیموکراسی هو بهو دلته نشو پلئ کولاى. زمونږ په دودیزه مذهبی ټولنه باندی د غرب دیموکراسی تپل په خپل ذات د دیموکراسی له اصولو سره په ټکر کې کړنه ده. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














