د نواندیشی دخبر او نظر میز : _____________________________________________________________________________________________________________________________ په عمومی ډول ګاونډی هېوادونه سیاسی جغرافیایی اقتصادی فرهنګی او داسې نورې ستونځې لری چې کله کله د ګاونډیانو ترمنځ د اړیکو نورمال ساتل اسانه کار هم نه وی. دغه ستونځې په ټولیزه توګه د دریمې نړۍ د بیوزله هیوادونو ترمنځ رامنځته کیږې او تر شخړو پورې رسیږی.شک نشته چې افغانستان له پاکستان سره د ډیورنډ په فرضی کرښې ستونځه لری چې کله د ځینو خوځښتونو او کله د چارواکو د څرګندونو له مخې د تشنج کچه لوړیږی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لفظی جنګ او د اړیکو د لا ترینګلتیا لامل ګرزى. دا کرښه د دواړو غاړو ته د میشتو ولسونو په سینه راښکل شوې، خو د خبرو اترو له لارې د حل وړ ده. د افغانانو لپاره یقیناً دا مسئله دومره اهمیت لری چې هیڅ افغانی حکومت او هیڅ چارواکى نشی کولاى ددغې شخړې د حل پریکړه وکړی.د هندوستان او پاکستان ترمنځ د کشمیر ستونځه له کم توم توپیر سره همدغه شان شخړه ده. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














