خبری رسنیو دطالبانو په واکمنی کی د افغانستان بانک چار سمبالی رئیس ملا ګل آغا بدری چی په هدایت الله بدری مشهور دی او هرات ولایت ته په لاره دکندهار ، هرات په لویه لاره کی دیوی ترافیکی پیښی په ترځ کی سخت ټپی شوی ؤ دیوه ځانګړی هیلیکوپتر په وسیله د کندهار ولایت روغتون ته انتقال شوی ؤ روغتیأئی وضیعت یی دډاډ وړدیلا هدایت الله بدری هغه مهال چی د مالیی وزارت چاری یی سنبالولی د شیخ هیبت الله آخندزاده دطالبانود مشر په شفاهی امر څه کم دوه کاله هره میاشت یو بیلیون یعنی یو زر لکه افغانې د دستر خوان په نوم کندهار ته ورآستولی چی وروسته یی د طالبانو د مشر په ټینګاراو استدلال چی ګنی د امارت تر چتر لاندی یوڅلویښت زره کسیزمنظم پوځ جوړوی او زیاتره دغه پسی ددغه پوځ د تمویل په لاره کی لګول کیږی نو د ملی دفاع – کورنیو چارو او د ملی امنیت ارګانونو په درلودو ددغه زیات شمیر پیسو له لیږلو ډډه کوله او دهغه په وړاندی امارت د مشرتابه مقام هیڅ شانی نرمی ونه ښودله نو ځکه خو یی د مالیی وزارت د سرپرست وزیرله دندی استعفا ورکړه بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














