دنواندیشی د څیړنو او پلټنو میز :
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
افغانانو ترمنځ د باور نشتوالئ هغه ستره نیمګړتیا ده چې مونږ یې د اوربند او سولې په وړاندې ستر او ننګونکئ خنډ ګڼلاى شو. ولسمشر غنی په دې باور ده چې امریکا پاکستان او طالبان د نوموړی د حذف پلان لری. په دغه تړاو یې د طالبانو او د شمال د ایتلاف د ګډ حکومت په جوړولو کار پیل کړئ ده. نوموړئ هڅه کوی د پورتنی مثلث په وړاندې په نړیواله برخه کې د ناتو، اروپایی ټولنې او د سیمې د ځینو نورو هېوادونو مرسته ترلاسه کړی او په کورنی اړخ کې عمدتاً د ښځو او ځوانانو د حقونو د خوندیتوب تر شعار لاندې د سترو غونډو په جوړولو له ولسی حمایت څخه ځان برخمن وښئی.همدغه شان حکومت غواړی د بین الافغانی مذاکراتو بهیر د امریکا تر ولسمشرئ ټاکنو پورې وځنډوی. د امریکایی بنسټونو د محاسبو له مخې شونې ده چې په راتلونکو ټاکنو کې د ټرمپ ماتې به د افغانستان په هکله د امریکا په تګلارو کې ستر بدلون راوړی.زما په اند حکومت باید د امریکا، پاکستان او طالبانو ایتلاف او پاکستان ته د عبدالله عبدالله د سفر په احتمالی پایلو باندی له اندیښنې څخه وړاندې له ولس سره د واټن د زیاتوالی لاملونه، خپل ټکنى جوړښت او نورو نیمګړتیاوو لاملونه وڅېړی. بیشتر بخوانید »