له هم هغه مهاله چی دطالبانو د حج اواوقافو وزیر جناب علامه شیخ القرآن و الحدیث قطب زمان و المکان نورمحمد ثاقب مدظله د ارواښاد امیر المؤمنین حضرت ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په یاد غونډه کی د هغه مرحوم د معجزاتو او کراماتو د خیر ذکر کاوه او دخپلی وینا په ترځ کی یی د هم هغه مهال د بیعت په مراسمو کی د ارواښاد امیر المؤمنین رحمهم الله د عالمانه وینا یاد تازه کاوه نو فرمائیلی یی ؤ چی : نو یوه خاطره داده وروڼو ، والله با الله اوس خو هغه وخت تیر ده زه به دالله په حضور کی هم داګواهی ورکوم چی کله امیر المؤمنین ملا صاحب تقریر شروع کړ نو یوناڅاپی په غیبی توګه په خارق العاده طریقی سره د چرګانوډیرزیات آوازونه را شروع شول هغه په اصطلاح چی خلک وایی چرګانو آذانونه شروع کړل اوسره ددی چی دا غونډه په داسی ځای کی نه وه چی شا اوخوا کورونه وی اوچا داویلی وای چی دابه دکورونو چرګان وی آوازونه یی شروع کړل ، نه ، نه ،نه!کورونه نه ؤډیرزیات آوازونه او آذانونه په اصطلاح ! نوزما پام شو څنګ کی می ناست یوه عالم ته وویل چی داوینی دا څه حال ده ؟ بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














