د نواندیشی د ادب او هنر میز : ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ وطن عبارت دی له هغه ځمکې او خاورې څخه چی سړی پکښې پیدا شوی او لوی شوی وی . وطن هغه خاوره ده چی دهغې نه شړی خوړلی اوڅکلی وی اوپه هغې کې یې لوبې کړې وی او دهغې په هوا کی یی تنفس کړی وی او پکښې اوسیدلئ وی .وطن ته ولی مور وایی ؟ ځکه چی هر شخص ته ترهر څه ګران خپل حیات دی په جسمی حیات کی دهر سړی حیات د مور دغیږې مرهون دی ، دمور شفقت او مهربانی ، دمور زیار او زحمت ، دمور قربانی او فداکاری بی مثله دی که مور نه وی بی شکه اولاد هم نه وی دغه رنګه وطن هم دی . دا پورته څو ښائیسته کرښی د پښتو ادب لوی استاد خدای بښلی قیام الدین خادم څو لسیزی پخوا کښلی او دهغه مرحوم د فرهنګی او معنوی ځای ناستی آغلی ډاکتری ثریا جان خادم په هڅو په داسی حال کی چی نن دهمدی خاوری بچیانواو اولادونو دخپلی ګلالی مور ( وطن ) هډوکی هم د سیاست د منډیی په ویترینونو کی د خرڅلا په موخه را ځوړند کړی دی . نواندیشی له آغلی ثریا جان خادم څخه په مننه او درناوی یادونه کوو چی د وخت مشاهیر او اتلان هیڅکله هم نه مری او نومونه یی د اولسونو په تاریخ کی د تل لپاره په زرینو کرښو لیکلی وی . بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








