دنواندیشی د تحلیل او څیړنو میز : ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ زمونږ د ستونځو اساس دوه لسیزې وړاندی د ملګرو ملتونو تر اشراف لاندې د امریکا په نوښت او د امریکا پلویو افغانانو په ملتیا هغه مهال کیښودل شو کله چې د جرمنی د بن ښار په غونډه کې د طالبانو د ګډون مخه ډب شوه او د طالبانو مخالفین په غوښینو دولتی پوستونو ونازول شول. د حکومتولی بنسټ مو د پښتون ولسمشر تاجک لمړى او هزاره دوهم مرستیال په اساس جوړ. همدغه ژبنى قومی او مذهبی ویش مو د ناورین پیل او لا ترواسه هم ادامه لرى.متاسفانه د بن په لمړئ ناسته کې طالبان، چې په افغانستان کې تر ټولو مطرح اغیزمن، پیاوړئ ځواک او په نسبی توکه له نورو ټولو خواوو څخه په فساد غلا او غصب کې کم ښکیل وه، د افغانستان د راتلونکی د ټاکلو په همدغه مهمه غونډه کې له ګډون څخه لرې وساتل شول. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








