د نواندیشی د خبر او تحلیل میز : ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ که په جګړه کې ښکېل اړخونه د هوا ګزول پریږدی، په خیالی نیلیو باندې له الوت څخه راښکته شی او د حقائقو په هنداره کې د خپل هېواد اوسنی څپڅپانده سیاسی او امنیتی وضعیت ته ځیر شی، نو به پوه شی چې؛ دلته روانه جګړه د هغوى نه ده، هغوى د خپلو ستونځو د هوارولو وړتیا نلری، نن لاسته راغلی فرصتونه بیا بیا نه راځی ، که د وخت په حساسیت پوه نشی هرڅه به بایلی، که د اوسنیو هوایی ډزو او احساساتی شعارونو سره د ترکیې غونډې ته ځی، نو پښیمانه به شی، د دوحې د بین الافغانی مذاکراتو ناکامی زمونږ سرونه ښکته کړل، جګړه ختمول اړین دی، بیه غواړی، هغوى د قیمت ورکولو ته مجبوریت لری، د ترکیې ناسته کې به افغانان د مالکانو نه، بلکې د میلمنو حیثیت ولری. د ځانونو لپاره د سولی په نوم امتیاز غوښتل دغه هېواد او ملت ته ستونځه او ناورین جوړوی. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








