د نواندیشی د خبر او تحلیل میز
_____________________________________________________________________________________________________________________
داسې ډیر وخت پېښېږی چې ځینې افراد او ډلې د خپلو جسمی وړتیا او عقیدوی پیاوړتیا په مټ داسې سخت کار وکړی چې په عالم الاسباب کې ناممکنه ښکاره کیږی، خو هغوى یې د خپل فیزیکی مهارت او نفسیاتی قوت په مټ کوی. کله کله همدغه ډله د وړوکې کار په ترسره کولو کې مطلقاً ناکام راځی. لامل یې هم د اړین ظرفیت نشتوالى وی. همدغو نیمګړتیاو ته که توجه ونشی نو په ټولنه باندې د ناورین د راتلو لامل ګرزیداى شی. که د جګړو په ډګر کې د طالبانو پرله پسې بریاو ته ځیر شو، نو معجزه ښکاریږی، خو د نظام په جوړولو کې د پرمختګ څرک نه لګیدل یې بیا د اندېښنې وړ خبره ده.د بین الافغانی مذاکراتو د ناکامی پړه یوازې په طالبانو باندې نه اچوو. نسکور شوی حکومت هم نه غوښتل د سولی په موخه واک له لاسه ورکړی، خو دومره ضرور وایم؛ څومره به ښه واى چې د حکومت پرځاى طالبانو د سولې لپاره نوښتونه او وړاندیزونه کړی واى. د توپک په زور اوسنۍ بریا یې د افعانانو ترمنځ د سولې تفاهم او یوې ملی هوکړې په پایله کې ترلاسه کړى واى. بیشتر بخوانید »