وائی له یوچا چی کوهی ته لویدلی سراو لاسونه یی مات ؤؤپوښتل چی څنګه یاستی ؟ سړی په ډیر جرئت سره وویل چی الحمد لله ښه یم او زه نېکمرغه وم چې څاه سوري نه وه، که نه نو معلومه نه وه چې زه به اوس چیرته وم !
دغه نکل کټ مټ پر معتصم آغا جان انځوریږی چی وایی نن ورځ د سهار اته بجې د کابل په وزير محمد اکبر خان مېنه کې زما ملا آغاجان معتصم پر کور د افغانستان د امارت اسلامي د دفاعي او امنیتي ځواکونو لخوا چاپه ووهل سول چې پنځه ساعته يې دوام درلودی، د چاپې په عملياتو کې ښځينه او نارينه ځواکونه ګډ وه، په لومړی سر کې یې زما د زامنو او موټروانانو څخه موبائل ټلفونونه واخيستل او بيا يې د کور په تلاشي شروع وکړه، چې په نتيجه کې يې زما يو زري لنډکروزر شخصي موټر او يوه اندازه شخصي اسلحه او نور وسائل ځواکونو له ځانه سره يوړل، نور نو الحمدالله چاپه په خیر سره تېره او پای ته ورسېده او زه د امارت اسلامي د ځواکونو شکر اداء کوم .
بیشتر بخوانید »