گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د فلق سورة د ټولو (۱ ـ ۵ )آيتونو بشـــــپړه تشــــــــريح !
د فلق سورة د ټولو (۱ ـ ۵ )آيتونو بشـــــپړه تشــــــــريح !

د فلق سورة د ټولو (۱ ـ ۵ )آيتونو بشـــــپړه تشــــــــريح !

د «فلق» سورت مکي دی چې (۵) آیتونه یوه رکوع لري، په تلاوت کې (۱۱۳) په نزول کې (۲۰)  سورة دی د «الفیل» له سورة څخه وروسته نازل شوی دی. ددې سورة نوم الفلق [چاودېدل، څیرې کېدل، ټوکېدل، برسېره کېدل، پنځېدل، لمرڅرک] ، د هغه له لومړي آیة څخه اخېستل شوی دی. د دې سورت د نزول د زمانې او ځای په اړه هم لکه څنګه چې مو مخکې د نورو سورتونو په ترڅ کې ورته نغوته کړې،  د نورو ډېریو سورتونو په څېر ددې سورة د نزول په اړه د مفسـرینو تر منځ اختلاف دی چې ځېنې دا سورت مکې ګڼي او ځېنې يې مدني ګڼي. او دا اختلاف د هاغو روایتونو پر بنا دی چې ددې سورت د نزول د سبب په اړه نقل شوي دي چې روایتونه يې په مختلفو تفسیرونو کې راغلې دي چون واضح او ثابت نه دي بیا ذکرول يې اړين نه دي، خو د یوې خبرې یادونه اړینه بولم هغه دا چې ددې سورت د تلاوت د ضرورت په نظر کې نېولو سره د حضـرت رسول اکرم(ص) له لور په مختلفو وختونو او موقعیتونو کې مختلفو خلکو ته د څیزونو له شره د پالونکي څښتن درشل ته د پناه وړلو تلقین شوی دی او په مختلفو مهالونو او مقامونو کې يې بار بار دا سورة د وخت له تقاضا سره سم  تلاوت کړی دی نو هر چا چې هره واقعه نقل کړې دا سورت يې د هماغې زمانې له واقعې او مکان سره سم نازل شوی ګڼلی دی. خو سمه او جوته خبره داده چې دا سورة لکه څنګه چې په پیل کې وویل شول مکي دی او له دې سره سره د سورة په مضمون کې له غور کولو سره هم دا محسوسېږي چې دا سورت د مکې د ابتدايي دور له نازل شوو سورتونو څخه دی.د شرک ککړو عقیدو او افکارو په مقابل کې د پیغمبر او مسلمانانو له صریح، څرګند او قاطع اعلام وروسته، چې د اخلاص په سورة کې يې فرمان ورکړل شوی دی (قل هو الله احد …)، په دې سورة کې چې د مشـرکینو د شرونو، صدمو او زیانونو پر وړاندې ډال ګڼل کېږي، د تیارو د پردو څیري کوونکي پالونکي څښتن ته د پناه وړلو لار [استعاذه] څرګندوي [قل اعوذ برب الفلق]، د هاغو څیزونو له شره چې خلق کړي او پنځولي يې دي، همدا راز د جهل، ځور او جمود د تیاره شپې له شره هغه مهال چې مسلطه او ټیکاو شي، او د حاسدانو له شره هاغه مهال چې حسادت يې وپارېږي. په دې ترتیب د اخلاص سورة پسې ددې سورة ځای نېول د توحیدي «منطق» او «تز» [مبحث او د بحث وړاندیز] د وړاندې کولو او د هغه د تضمین د لارې تر منځ یو ظریف پیوند څرګندوي. هغه خدای چې «رب الفلق» دی او د پدیدو او ښکارندو د ودې او کمال تدبیر کوونکی او د مخلوقاتو تربیت کوونکی او روزونکی سرور دی، لکه څنګه چې د رڼا او نور له نیزې سره د شپې پرده څیرې کوي او د سپېدو له فلق او فجر سره [، د سپیدو له چاودېدو سره]، روښنايي او د ورځې تودوخه پر مخلوقاتو خپروي، باطلې او د شر تیاره پردې د خیر او حقوالو وګړو د عمل او ایمان له نور سره څیرې او لېرې کوي او صبح صادق [رښتینی ګهيځ او رڼا] په ټولنو کې رامنځته کوي، پر دې بنا سره له دې چې د اخلاص سورة د تلاوت پر مهال د بعثت په لومړیو کلونو کې د ابوسفیانانو شوم سېوری لکه د «غاسق اذا وقب» په څېر پر ټولو ځایونو خپور وو او د سِحر او جادو او طلسم پر بنسټ بنا شوی فرهنګ او تبلیغات حاکم ول، لکه د ړندې غوټی په څېر د خلکو د عقیدو او فکرونو پر پښو او لاسونو تړل شوې وه [وَمِنْ شَرِّ النَّفَّاثَاتِ فِي الْعُقَدِ] او همدا راز قومي او د کورنیو تنګ نظریو او حسادتونو، مؤمنو وګړو ته ډګر نه ورکوه [وَمِنْ شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ]، له دې حال سره سره پیغمبر او مؤمنینو دنده درلوده په هاغو د شر او پسات په چاپیریال او شرایطو کې، د هیلو او امید سترګې د «رب الفلق» عنایت او د درې ګونو پنډو پردو څیرې کېدو ته ولري او د ګهیځ او صبح صادق راختنې او طلوع ته انتظار وکاږي، او همدا لامل دی چې د فلق سورة د اخلاص سورة پسې راغلی دی.د مخکیني سورة په شرحه کې وویل شول چې د شرک او توحید تر منځ برید د انسانانو په عالم کې د الله تعالی د «ربوبیت» عملي تلقي کول او منل دي. لکه څنګه چې په مخکیني سورت کې د توحید بنسټیز اصول څرګند او واضح شوي دي، په دې سورت کې په ایماني مجتمع کې د هغه د تحقق لار، «رب» ته د پناه وړلو له لارې څرګندوي. مشرکینو پر «الله» له ایمان درلودلو سره سره د هغه ربوبیت په «ارباب متفرقون» کې لټوه او نفع او ضرر يې د برلاسو واکمنانو په لاسونو کې لیدل. نو دې توحیدي نهضت ته ایمان راوړونکو چې د «قل هو الله احد» غږ پورته کړی دی، که غواړي په دې مسیر او لارلیکه کې خالصانه پل کېږدي، باید «رب» ته پناه وړونکي شي او د هغه د تدبیر، روزنې، پالنې او تربیت مهربان لاس تل او پرله پسې پر خپل سر وویني.سربېره پر دې دا سورت د «تبت» له سورة سره هم په یو ظریف ډول اړیکه لري. [د تبت سورة چې له اخلاص سورة څخه مخکې ځای پر ځای دی] که د فلق په سورة کې يې له شرونو  څخه د ژغورنې او نجات لار ښوولې، د «تبت» په سورة کې يې د هغه ټاکلی او مشخص مصداق او څرک، په ابی لهب او د هغه په مېرمن کې پر ګوته کړی. د پیغمبر له مخالفینو او مشرکو او معاندو اشخاصو له منځه داسې نه برېښي چې بل څوک، د ابولهب په څېر دا ډول د هاغه عصر په جاهلانه تعصباتو او بندونو او پنډو او تورو پردو کې اسیر او محکوم وي، [غاسق اذا وقب] ښځه يې هم چې د جګړې د اور بلوونکې او په دې توطئو کې د هغه هڅوونکې وه، د «نفاثات فی العقد» مصداق ګڼل کېده، چې د مؤنثې صیغې [نفاثات] په توګه کارول شوې ده. [د ابومسلم په وینا: «النفاسات هاغه ښځې دي چې د نارینه رایه ځانته جلبوي او هغوی له خپل مقصد او ارادې اړوي، ځکه له عزم او رأی څخه په عقد تعبیر کېږي …». ځېنو له مفسـرینو نفاسات د ښځو په جادو ګرۍ تعبیر کړی دی په داسې حال کې چې په هاغه دوران کې داسې برېښي چې له ښځو څخه زیات، نارینه په دې کار کې بوخت ول.].د ابی لهب د حسادت په اړه هم همدومره بسنه کوي چې یادونه وکړو، هغه سره له دې چې د پیغمبر تره او د هغه د زومانو پلار وو، له هاغه حضرت سره يې د هغه د ټولو دښمنانو په نسبت زیاته دښمني کوله. [و حاسد اذا حسد]  که د پیغمبر نور مخالفین، چې ډیری يې له بنی امیه څخه ول او له بنی هاشم سره پردي ول، له هغه سره د رقابت او دښمنۍ له لامله نښتل، خو [«ابی لهب»] د «حسادت» له لامله ستغې سپورې، ښکنځلې او زورلې کولې.
قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ﴿۱ووایه: [زه د مشـرکینو پرخلاف] د سباوون(۱) [سپېدې چاودنې][هغه چې خپره شوې تیاره يې څیرې کړې] پالونکي څښتن ته پناه وړم،(۲)مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ﴿۲د هرهاغه څه له شره چې پنځولي(۳) یې دي.  وَمِنْ شَرِّ غَاسِقٍ إِذَا وَقَبَ﴿۳او لـه هرې تکې تورې پنډې تیاره(۴) [= ظلمت، ظلم او ځور او جهل او …] له شره چې خپره شي(۵) [= بر لاسې شي].وَمِنْ شَرِّ النَّفَّاثَاتِ فِي الْعُقَدِ﴿۴او په غوټو(۶)  [= پیوندونو او تړونونو] کې د کوډو پُوکي کوونکو(۷)  [= فرېبګرو او ټګمارو] له شره [چې هر هوډ سستوي]. وَمِنْ شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ﴿۵او د هر کینه کښ [او رخه ګر] لـه شره، کله چې هغه کینه وکړي(۸) [= چې د کینې غوټه يې پرانېستل شي].۱ ـ  دا فرمان چې: ووایه پناه وړم د فلق ربّ ته، د هاغو خلکو په مقابل کې د څرګند فکري او عملي دريځ اعلامول دي چې شرک وهلي او په خرافاتو ککړ دي او د پېښو، ناروغیو او د ژوند د ناسمیو پر وړاندې بُتانو، کاهنانو، ساحرانو، کوډګرو، طلسم او جادو او د ثروت او قدرت اربابانو ته پناه وړي، او که له دې پرته وای، څه اړتیا وه چې پالونکي څښتن ته اړیکه او استعاذه په څرګنده توګه اعلام شي؟ [د الله پر ځای] د رب نوم ته پناه وړل هم د پالونکي څښتن، د روزونکې، پالونکي، مدیریت او د کارسازۍ نقش ته نغوته لري.
۲ ـ خدای تعالی البته شر نه پنځوي، خو د چارو د نسبي والي له لامله، کوم څیز چې په اصل کې خیر دی، کیدی شي د شرّ موجب هم وګرځي؛ لکه لیوه د پسه لپاره؛ اور د درمند لپاره. دنیا د تضاد او تزاحم ځای دی او د بقاء او روزۍ د لټې د هڅو په پایله کې رشد او کمال حاصليږي. د داړونکو لپاره منګولې او غاښونه د هغوی د ژوند ضرورت دی او هم د هغوی د ښکار لپاره په ورته توګه اړین دي! چې د بقاء په کږلېچونو کې چُست او چالاک شي. په دې حقیقت له پوهېدو سره چې د پالونکي څښتن له ارادې او د چارو له عالمه کوم شرّ نه پورته کېږي، او کوم شرونه چې په عالم کې واقع کېږي پخپله د انسانانو له کړونو او د موجوداتو له غریزو او د طبیعت له فعل او انفعالاتو څخه راولاړېږي، انسان ته داسې یو لید ورکوي چې نه نهیلی او ناشکری شي، او نه د جهان د تحولاتو لپاره د دوه ګوني منشأ په توګه قایل شي. په دې صورت کې هغه د خسرو هر کار شیرین ګڼي. [دمثنوی لومړی دفتر  له ۵۸۲، ۱۷۸۹، ۱۸۹۰ او ۱۸۵۰ بیتونو څخه وروسته]:۳ ـ ظلم [ستم] او ظلمت [تیاره]  له یوې ریښې دي؛ د استعارې په مقام کې هم، دا د شپې اصطلاح د استبدادي نظامونو د ظلم او ستم د بیان لپاره، چرته چې ناشوني وي د هغه په اړه په صراحت خبره وشي، په سیاسي ادبیاتو کې ډېره زیاته کارول کېږي:د «غَاسِق» فاعل اسم، نکره ذکر کېدل، د نامحسوسو او غیر مادّي مفهومونو په انتقال کې، د ژوندانه د روزمره چارو لپاره د ابداع شوو کلیمو او ژبې د ظرف د تنګوالي او له محدودو او ټاکلو معینو مصادیقو څخه د هغه د عاموالي او پراختروالي نښه ده. د «غاسق» مشتقونه د «غَسَقَ» له ریښې درې ځلې په قرآن کې راغلي دي چې د هغوی په نظر کې نېولو سره کولی شو کولی شو غوره او بشپړه نتیجه واخلو. لومړی ځای د ورځې د رڼا لوړتیا [څاښت]، د شپې د تیاره د لوړتیا [د عشاء د نمونځ د مهال] پر وړاندې راغلی دی: ــ « أَقِمِ الصَّلَاةَ لِدُلُوكِ الشَّمْسِ إِلَى غَسَقِ اللَّيْلِ وَقُرْآنَ الْفَجْرِ إِنَّ قُرْآنَ الْفَجْرِ….» [اسراء ۷۸ (۱۷:۷۸)]دوه نور موردونه د هاغو سوځوونکو، ټینګو او ناولو اوبو په اړه دي چې دوزخ وال يې څښي. په دې مورد کې هم د ټينګوالي، نغښتوالي، تیاره او تتوالي مفهوم پکې څرګند دی: «لَا يَذُوقُونَ فِيهَا بَرْدًا وَلَا شَرَابًا. إِلَّا حَمِيمًا وَغَسَّاقًا». [نبأ۲۴ (۷۸:۲۴)] او هم  «هَذَا فَلْيَذُوقُوهُ حَمِيمٌ وَغَسَّاقٌ» [ص ۵۷ (۳۸:۵۷)]. خپره تیاره یو انځور دی د راز راز مجازي او تکو تورو ظلماتي تیارو څخه لکه: شرک، کفر، جهل، ځور، خشم، حرص او طمع او د نفس هوا او نورې غوښتنې چې پیغمبرانو دنده درلوده خلک الهي هدایت ته د رڼا او نور پر لور رهبري کړي [بقره ۲۵۷ (۲:۲۵۷)، مائده۱۶(۵:۱۶)، ابراهیم۱(۱۴:۱) او ۵(۱۴:۵)، احزاب۳۳(۳۳:۳۳)، حدید۹(۵۷:۹)، طلاق۱۱(۶۵:۱۱)].۵ ـ د «إِذَا وَقَبَ» وصف د تیاره داخلېدل او برلاسی دی او د نور د هرې دریڅې بندېدل دي. «وقوب» په لغت کې د ننوتو معنا لري؛ په تیږه کې سوړې ته هم چې اوبه پکې ننوزي «وقبه» ویل کېږي. دا ددې کلیمې اصلي معنا ده، خو په مجازي حالتونو کې، د انسان پر عقل او ایمان د هغه د نفساني تیارو برلاسی، یا پر ټولنه د ظلم او ځور او جهل تسلط د «غَاسِقٍ إِذَا وَقَبَ» له مصادیقو ګڼل کېږي.۶ ـ له غوټو [عُقَد] څخه مطلب ظاهراً هماغه د ستونزو، مشکلاتو او اختلافونو غوټه ده چې د ښځې او مېړه یا خلکو تر منځ له یو بل سره مخې ته راځي او ځنې کسان د هغوی د پرانېستلو او په ټولنه کې د سولې او پخلاینې د رامنځته کولو پر ځای د هغوی اور ته په پُوکي ورکولو او تازه کولو هغه «شعله ور» کوي او د غوټو د ړندولو په توسه دښمنۍ لا ژوروي.

۷ ـ ویل کیږي چې د نفاسات مؤنث ذکریدل د کوډګرو ښځو د حضور او د هاغې واقعیت له لامله دی چې د جاهلیت وګړو د ښځې مېړه په اختلاف یا بد خوندو پېښو کې ټوټکو، طاس، طلسم او روحي تلقیناتو ته پناه وړله، په دې بڼه کې د «عُقَد» معنا د روزګار غوټې او بندیزونه ګڼل کېږي؛ خو اوس هم زموږ په روزګار کې ساده لوحي خلک د خپل ژوند د ناسمیو د غوټو خلاصولو لپاره، د کار او زحمت او هڅو او پر رب الفلق خدای د توکل پر ځای، د جمکران په څاه کې په عریضو اچولو، د «اعتصام بحبل الله» پر ځای، پر ضریح او قبر د قفلونه تړلو، د خدای تعالی د اولیاء د الګو نیولو او د هغوی د توحید څخه د پلیونۍ پر ځای، له طلا او نقرې او هندارو او مرمرو له ډبرو سره د هغوی د قبرونو په سینګارولو او له خپله ځانه بڼلو موهوماتو ته ترغیب کوي؟ او د پیر او میر په لمنو پورې ځانونه نښلوي او دم او تعویذ او ټوټکې ترې اخلي. همدوی زموږ په روزګار کې « نَـفَّاثَاتِ فِي الْعُقَدِ » دي.خو که عُقَد، ایماني او عقیدتي غوټي وګڼو، د ځینو ښځو نقش ته یا د هغوی د جاذبې لېوالتیا ته، د جدي هوډ او تصمیمونو او ارادو په سستېدو کې،  یوه لطیفه استعاره ای تشبیه ده. په قرآن کې يې هم د ابی لهب د مېرمنې له اور راوړنې څخه په هاغه فتنه کې چې رامنځته کړې يې وه، یادونه کړې ده [د تبّت سورة]. په هر حال کې دا مشابه تعبیر هر ډول شبهه انګیز تبلیغ او تلقین نغاړي. عزم او اراده او قصد او همتونه د داسې لاملونو په توسه سستېږي چې د ورځې د تصمیمونو په هېرولو کې د شپې له نقش سره د تشبیه وړ وي. دا پخه خبره د خبرو د استاد، حضـرت علي(ع) ده: «عزیمه او ولیمه [جدّی کار او د تورې لیکي والا آس څرونه] له یو بل سره نه یو ځای کېږي او ډېر داسې چې نوْم [خوب] د یوْم عزم له زړه وباسي او تیاره چې د همّت وېښتیا محو کوي» [۲۴۱ خطبه] د قرآن د پای سورتونه لکه څنګه چې مخکې مو ورته اشاره کړې له «قل» سره پیل کېږي. موږ پوهېږو، په قرآن کې پنځه سورتونه داسې دي چې د «قل» له کلیمې یا فعل سره پیل کېږي. د پای «څلورقل» سورتونه او د «جن» سورة. دا سورة [الفلق] هم ددې ډلې د نورو په څېر د «قُل» له فرمان سره پیل کېږي: قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ. د قُل امر، په دې سورة او ورپسې سورة کې – لکه د «الکافرون» او «اخلاص» په سورتونو کې او د «قُل» د نورو امرونو په څېر چې په قرآن کې ډېر زیات راغلي؛ هغه فرمانونه دي چې د خدای تعالی له لورې پیغمبر ته د نبوت د مقام په عنوان چې باید نورو ته اعلام شي ورکړل شوي، او نور باید د فرمان د مضمون په اړه پوه شي او له پوهېدو سره سم له هغه پیروي او پلیوني وکړي.دا فرمان چې: ووایه پناه وړم د فلق ربّ ته، د هاغو خلکو په مقابل کې د څرګند فکري او عملي دريځ اعلامول دي چې شرک وهلي او په خرافاتو ککړ دي او د پېښو، ناروغیو او د ژوند د ناسمیو پر وړاندې بُتانو، کاهنانو، ساحرانو، کوډګرو، طلسم او جادو او د ثروت او قدرت اربابانو ته پناه وړي، او که له دې پرته وای، څه اړتیا وه چې پالونکي څښتن ته اړیکه او استعاذه په څرګنده توګه اعلام شي؟ [د الله پر ځای] د رب نوم ته پناه وړل هم د پالونکي څښتن، د روزونکې، پالونکي، مدیریت او د کارسازۍ نقش ته نغوته لري.د نبوت له مقام او د قرآن له ابدي فرمانونو سره مناسب نه دي چې وویل شي دا اوامر دې د پیغمبر اکرم(ص) د خصوصي ژوند په اړه وي یا دا چې د ذکر او وِرد تش کوم دستور دې وي چې یوازې په ژبه ذکر شي. دا چې وايي: «قُل» ووایه؛ په واقعیت کې ځانته او نورو ته یو ډول تلقین دی دا د «قُل» فرمان، په قرآن کې ۲۳۲ ځلې تکرار شوی دی. او دا پخپله ددې دلیل دی چې قرآن د پیغمبر(ص)  کلام نه، بلکې د خدای تعالی کلام دی. ځکه که د پیغمبر خبره او وینا وای، یا یوازې پیغمبر ته وینا وای، پخپله يې خپل ځان ته نه ویلې؛ ووایه، که څوک له تاسو وغواړي چې یو مطلب پلانکي سړي ته ووایاست، آیا تاسو کله چې غواړئ هغه ته ووایاست لومړی خپل ځان ته وایاست «ووایه»؟ تاسو خو د «ووایه» فرمان او خطاب، نور د لفظ په توګه نه لېږدوئ، بلکې عملاً يې سر ته رسوئ. د قرآن آیتونه د الهي کلام په توګه، د حضـرت رسول اکرم(ص) دنده وه لکه څنګه چې ورته نازل شوي د امانت په توګه خلکو ته ولېږدوي، نو ځکه حضـرت رسول ته چې د «قُل» په بڼه کوم امر شوی دی د «قُل» لفظ هم له آیتونو سره سم لېږدوي، او له دې جوتېږي چې قرآن الهي کلام دی.  د قرآن د پای دوه سورتونه پیغمبر اکرم(ص) ته د: «قُلْ اعُوذُ بِربِّ…» له فرمان سره پیل کېږي. د داسې کلام ویل نه یوازې د یو شخص خپل نفس ته تلقین دی، بلکې د مشـرکینو پر وړاندې د خبر اعلام او د یو څرګند دریځ نېول دي، چه مشرکینو د مصیبت او تنګلاسۍ پر مهال «جن» ته پناه وړله او ناپېدا او نامعلوم ځواکونه يې د شرونو دفع کوونکي انګېرل.«وَأَنَّهُ كَانَ رِجَالٌ مِنَ الْإِنْسِ يَعُوذُونَ بِرِجَالٍ مِنَ الْجِنِّ فَزَادُوهُمْ رَهَقًا.» [جن۶(۷۲:۶)] «او [دا چې] له انس [= پيژندل شوو] ځېنو وګړو له جن [= پرديو یا موهوم او خیالي موجوداتو] ځېنو وګړو ته پناه وروړله نو [دې توهماتو] يې [په جهل او خرافاتو کې] د هغوی سرغاړي ورزېاتوله.»د «عوذ» معنا د چا په حریم کې ننوتل، او استعاذه د پناهندګۍ غوښتنه او د اعُوذُ ویل، د هغې خبر او اعلام دی.«أعُوذُ»: پناه وړم. متوسّل کېږم. نو «اعوذُ» له شر او زیانه د پناه اخېستلو اعلامول دي چې د هر انسان د اعتقاد او نړۍلید پر بنسټ توپیري او مختلف ايښودنځایونه او پناه ځایونه مومي، مشـرکانو سره له دې چې پر الله ایمان درلود، د انسانانو د عالم په نسبت يې د هغه ربوبیت، پرښتو، [پیریانو او ناپېژندل شوو ځواکونو] ته سپارل شوی انګېره، په ستونزو او مصیبتونو کې به يې هغوی ته پناه وړله او عملاً هغوی يې خپل «رب» [ارباب] انګېرل، خو په دې سورة کې پیغمبر ته فرمان ورکول کېږي؛ ددې لپاره چې له ستونزو او نارسیو څخه د ژغورنې او نجات رڼا او نور ته ورسېږي؛ باید «ربُّ الفلق» ته پناهنده شې چې د ټولو پدیدو او ښکارندو پالونکی څښتن او د هرې تیاره کوونکې پردې او پوښ څیرې کوونکی او لېرې کوونکی دی. داسې پردی، پوښونه او خنډونه چې د پدیدو او ښکارندو له ښکاره کېدو، څرګندېدو، لواړېدو او ودې او کمال څخه مخنېوی کوي.په قرآنکریم کې يې ۷ ځلې د انسان له پناه وړلو څخه د «رب» نېک نوم ته له توسل سره، ۷ ځلې د «الله» جلاله نوم ته له توسل سره او یو ځل يې د «رحمن» نېک نوم ته له توسل سره یادونه کړې ده.د رب له نوم سره ۷ ځلې توسل له لاندینیو آیتونو څخه عبارت دي:۱ – «قَالَ رَبِّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ أَنْ أَسْأَلَكَ مَا لَيْسَ لِي بِهِ عِلْمٌ…» [هود۴۷(۱۱:۴۷)] «[نوح] وویل: پالونکی څښتنه؛ تا ته پناه دروړم، له دې چې، [یو ځل بېا] له تا د هاغه څیز غوښتنه وکړم چې پرې نه پوهېږم…»۲ – «وَقُلْ رَبِّ أَعُوذُ بِكَ مِنْ هَمَزَاتِ الشَّيَاطِينِ [مؤمنون۹۷(۲۳:۹۷)]. «او [پر تعصب او خشم او خشونت د برلاسۍ لپاره] ووایه: پالونکی څښتنه؛ زه د شیطانانو [= شیطان صفت وګړي یا شیطاني خیالونه] له عیب پلټنې او نفرت اچونې څخه تاته پناه دروړم».  ۳ – «وَأَعُوذُ بِكَ رَبِّ أَنْ يَحْضُـرُونِ» [مؤمنون۹۸(۲۳:۹۸)]. «او تاته پناه دروړم، پالونکی څښتنه؛ له دې چې [شیطاني فکرونه یا وګړي] پر ما حضور ومومي [= دهغوی له پارونې او وسوسو سره مخامخ شم]». ۴ – «وَقَالَ مُوسَى إِنِّي عُذْتُ بِرَبِّي وَرَبِّكُمْ مِنْ كُلِّ مُتَكَبِّرٍ لَا يُؤْمِنُ بِيَوْمِ الْحِسَابِ» [غافر۲۷(۴۰:۲۷)]. «او موسی [ددې ګواښنې په ځواب کې] وویل: په جوته توګه زه د هر هغه متکبر له شره چې د حساب پر ورځ ایمان نلري، خپل پالونکي څښتن ته او ستاسو پالونکي څښتن ته [چې باور پرې نلرئ]، پناه وړم».   ۵ – «وَإِنِّي عُذْتُ بِرَبِّي وَرَبِّكُمْ أَنْ تَرْجُمُونِ» [دخان۲۰(۴۴:۲۰)]. «او [هغه ته چې] زما پالونکی څښتن او ستاسو پالونکی څښتن دی پناه وروړم، که تاسو غوښتي وي ما [له خشونت سره] وشړئ».     ۶ – «قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ». [فلق۱(۱۱۳:۱)]. «ووایه: [زه د مشـرکینو پر خلاف] د سباوون پالونکي څښتن ته پناه وړم. [= هغه چې خپره شوې تیاره يې څیرې کړې]».۷ – «قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ» [ناس۱(۱۱۴:۱)]. «ووایه: د خلکو ربّ [پالونکي څښتن] ته  پناه وړم  [= د هغوی حقیقي ارباب او د اختیار خاوند]».او ۷ ځلې د «الله» له نوم سره د توسل آیتونه عبارت دي له: ۱ – «…قَالَ أَعُوذُ بِاللَّهِ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْجَاهِلِينَ» [بقره۶۷(۲:۶۷)]. «…[موسی] وویل: زه الله ته پناه وړم له دې چې له جاهلانو اوسم!».۲ – «وَإِمَّا يَنْزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ إِنَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ.» [اعراف۲۰۰(۷:۲۰۰)]. «او هر مهال چې [له جاهلانو سره په مقابله کې] شیطاني لمسونه [د ورته مقابلې په توګه] پر تا غلبه وکړي، نو الله ته پناه یوسه چې بېشکه هغه پوه اورېدونکی دی».   ۳ – «قَالَ مَعَاذَ اللَّهِ إِنَّهُ رَبِّي أَحْسَنَ مَثْوَايَ …» [یوسف۲۳(۱۲:۲۳)]. «…[يوسف ورته] وويل : پناه پر الله! په حقيقت کې هغه [= ستا میړه] خو زما ارباب دى او زما مقام او موقعیت يې ډېر ښه ساتلى دی…»۴ – «قَالَ مَعَاذَ اللَّهِ أَنْ نَأْخُذَ إِلَّا مَنْ وَجَدْنَا مَتَاعَنَا عِنْدَهُ إِنَّا إِذًا لَظَالِمُونَ» [یوسف۷۹(۱۲:۷۹)].  «[يوسف] وويل : الله ته پناه [وړم] ،كه له هغه پرته بل څوک، چې خپل توکی [زرّین کټورى] مو ورسره موندلى، ونيسو؛ نو په دې صورت کې به هرومرو له ظالمانو يو». ۵ – «فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ» [نحل ۹۸(۱۶:۹۸)]. «نو هر مهال چې قرآن ولولې، [د حق له رحمته] له رټل شوي شیطان [د وسوسو له شرّ] څخه الله ته پناه یوسه».   ۶ – «فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ» [غافر۵۶(۴۰:۵۶)]. «…نو [د هغوی له شرّه] الله ته پناه یوسه چې هغه ښه اورېدونکی، ښه لیدونکی دی».  ۷ – «وَإِمَّا يَنْزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ» [فصلت۳۶(۴۱:۳۶)]. «او هر مهال چې د شیطان له لورې کومې لمسونې پر تا غلبه وکړه، نو الله ته پناه یوسه چې بېشکه هغه پوه اورېدونکی دی[تا به پر نفس په برلاسۍ کې ټیکاو کړي]».   او یو ځل د رحمان له نوم سره توسل د مریم سورة ۱۸ آیة کې دی. « قَالَتْ إِنِّي أَعُوذُ بِالرَّحْمَنِ مِنْكَ إِنْ كُنْتَ تَقِيًّا» [مریم۱۸(۱۹:۱۸)]. مریم وویل: زه له تا رحمان [خدای] ته پناه وړم، که پرهېزګار يې [له ما لېرې شه]. چې په دې آیتونو کې ډېری يې د شیطان له شره او د هغه له وسوسو پناه وړل دي [آل عمران ۳۶(۳:۳۶)]، [اعراف۲۰۰(۷:۲۰۰) [نحل۹۸(۱۶:۹۸) [مؤمنون۹۸(۲۳:۹۸) [فصلت ۳۶ (۴۱:۳۶)]. ددې شرونو سرچينه کله خارجي وي، لکه فرعونان او مستکبرین [غافر ۲۷(۴۰:۲۷) او ۵۶ [دخان ۲۰(۴۴:۲۰)]. او ډيری يې داخلي او له نفساني عارضو څخه وي. په داسې ډول چې خدای تعالی ته د پناه وړولو ډیری اړتیاوې هاغه مهال توصیه شوې دي چې انسانان د خپلو مخالفینو پر وړاندې د عمل شدت او خشونت ته هڅول کېږي او شیطان هغوی غچ، کسات، دښمنۍ او ښکنځلو ته سموي [اعراف۲۰۰(۷:۲۰۰)] ـ [مؤمنون۹۷( ۲۳:۹۷) او ۹۸] ـ [فصلت۳۶(۴۱:۳۶)]. خدای تعالی ته د پناه وړلو له نورو موردونو څخه؛ جهل [بقره ۶۷(۲:۶۷)] [د عقل پر ځای د احساساتو واکمني]، ناپوهي [هود۴۷(۱۱:۴۷)]، د شهوتونو واکمني [یوسف۲۳(۱۲:۲۳)] او [مریم ۱۸(۱۹:۱۸)]، قانون ماتونه [یوسف۷۹(۱۲:۷۹)]، د شرک او شیطاني ولایت [غافر۵۶(۴۰:۵۶)]. او… دي. په ټولیزه توګه کومو آیتونو چې په قرآن کریم کې خدای تعالی ته پناه وړل مطرح کړي دي په ډیریو کې يې د شر سرچينه او د پناه وړلو لامل خپله د انسان له نفس او دنننيو لاملونو څخه څرک ورکړی دی او دا په ګوته کوي چې د شیطان د لمسونې [او تحریک] اصلي ځمکه [او زمینه]  د انسان نفس  او د هغه د وجود دننني علتونه دي. سره ددې چې په دې سورت کې په ځانګړې توګه له داسې شرونو نوم اخلي چې خارجي جنبه لري او له هغوی څخه د ژغورنې او نجات لار «رب الفلق» ته په پناه وړلو کې څرګندوي.«فَلَق» [د شفق پر وزن] د «فلْق» له مادې څخه دی. په اصل کې، د یو څیز د پرانېستلو او بېرته کولو او ځېنې له ځېنو څخه د بېلولو په معنا دی، او لکه څنګه چې د ګهیځ د سپېدو د څرګندېدو پر مهال، د شپې توره پرده بېرته کېږي، دا لغت د ګهیځ د طلوع په معنا، کارول شوی، لکه څنګه چې «فجر» هم له همدې مناسبته د ګهيځ د طلوع لپاره کارول کېږي.      ګواکې له «فلق» څخه مطلب په دې سورت کې چې له معرفه او معهود «الف» او «لام» سره راغلی دی، همدا د ګهیځ فلق به وي چې د شپې پرده د نور له نیزې سره څیرې کېږي او خندان لمر د افق له منځه سر وهي او ځمکه روښانه کوي. نو دا لفظ د ګهیځ د طلوع په معنا کارول شوی دی. ځېنو هغه د خلق په معنا، یعنې د جهان ټول مخلوق ګڼلی دی. یعنې د هستۍ له خلق او پنځګرۍ سره د عدم پرده څیرې شوې ده او د وجود نور ښکاره شوی دی، او هره ورځ، هر ساعت او هره شېبه د هر موجود له خلق کېدو او پنځېدو سره د نېستۍ پرده څیرې کېږي او د هستۍ بڼه ترې سر راوباسي.    نو له دې حال سره د فلق معنا د ګهيځ د طلوع له مصداق څخه عام تره او ډېره پراخه ده، او د رشد او ودې لپاره د یوې ښکارندې له شاوخوا چې ښکاره کېدو او لواړېدو ته چمتو شوې ده د هرې پردې او پوستکي څېرې کېدل څرګندوي. پر دې بنا خدای تعالی هم «فالِقُ الْاِصْباحِ» دی ـ [انعام۹۶(۶:۹۶)] او هم «فالِقُ الحبِّ و النَّوی» دی [د دانې او زڼي پرانېستونکی دی] ـ «إِنَّ اللَّهَ فَالِقُ الْحَبِّ وَالنَّوَى يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَمُخْرِجُ الْمَيِّتِ مِنَ الْحَيِّ…» [انعام۹۵(۶:۹۵)] «بېشکه الله [نه ستاسو خیالي شفیعان] د دانې او زړي چوونکی دی او له مړي [خاورې له زړه] څخه ژوندي [نباتات] راوباسي او له ژوندي [حیوان یا ګیاه] څخه مړه [سلولونه] خارجوي. [د] الله [کار] دا ډول دی….». بندیزونه، خنډونه، نیواکګرۍ او شرونه هم لکه د حبوباتو او مېوه جاتو د پوټکو او زڼو په څېر د انسان د نفس د رشد او ودې لپاره لنډمهالي خنډونه او مخ نیوونکي دي. که د «الفلق» الف او لام خاص «فلق» ته اشاره وي، د هغه مشهورې معنا پورې، چې د «سپېدې فلق» دی اړه نیسـي. او  که اشاره نوع او ډول ته وي هر ډول «فلق» پکې شاملېږي: هاغه وړانګه چې د تیاره له بېرته کېدو، او هغه ګیاه او ځناور چې له ځمکې او کرکیلې او تخم او رحم څخه سر راوباسي، هاغه چينې او اورښتونه چې د غرونو او تپل شوو، پرېړو او نغښتو ورېځو له منځه جاري کېږي او بهیږي، هغه عملونه او کړنې چې له نیتونو او خویونو، او هغه معارف چې له ذهنونو او فکرونو، او کوم صورتونو چې د مادې او عناصرو له ترکیبه، او یا وجود چې له نشته، شته کېږي او څرګندېږي، د فلق مثالونه ګڼل کېږي. الفلق ته د رب د نوم اضافت، د داسې یو پراخ او خپور ربوبیت څرګندونه کوي چې پرله پسې په جهان کې د راز راز طبقو، پوټکو او پردو لاندې، هر موجود پالي او کله چې ظهور او څرګندېدو ته چمتو شو ټولې پردې، پوټکي او خنډونه بېرته او لېرې کوي او هغوی ښکاره کوي. او هر هغه څیز چې د پردې او پوټکي له کبله ناڅرګند دی، پردې چوي او فلق بڼه نیسي. دا خنډونه چې کیدی شي خارجي او عارضي وي [لکه د چاپیریال لاملونه، مستکبرین او ظالمان] یا کېدی شي داخلي او ذاتي وي [لکه نفساني وسوسې او شیطاني تحریکونه]، چې لېرې کېدل يې د «ربّ» له ځواک او مرستې پرته شونې نه دي ځکه چې پالونکی څښتن د هرې خنډیزې او مزاحمې پوستې او پوټکي بېرته کوونکی دی [ربُّ الفَلَقْ]. پر دې بنا هاغه پیغمبر چې د رسالت په ابلاغ او د اسلام د توحیدي نهضت پر مخ بېولو کې د جهل او ځور له پردو او پوښونو اود مشـرکینو له خرافاتو سره مخامخ دی، باید همداسې پالونکي څښتن ته پناه وړونکی شي: [قُلْ اَعُوذُ بِرَبَّ الْفَلَقْ]. د قرآن د پای دې دوو سورتونو ته «مُعَوّذَتَیْن» هم وايي. یعنې دوه داسې سورتونه چې د هغوی په پیل کې د أعُوذُ جمله راغلې ده؛ «عَوذ» یعنې پناه وړل. قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ.  قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ. هردواړه خدای ته پناه وړل دي. هغه څوک چې قرآن ختموي او دا ټولګه زده کوي، کله چې غواړي دا کتاب بند کړي، د هاغه څه د ساتنې لپاره چې زده کړې يې دي خدای ته پناه وړي. له څه؟ د هاغو څیزونو له شره چې له قرآنه د زده کړل شوو څیزونو مخالف دي.ځکه چې د قرآن له ختم وروسته، په واقعیت کې هغه ته یو لړحقیقتونه زده اوڅرګند شوي دي، چې اوس د هاغه څه له شره چې د ددې حقیقتونو مقابل، مخالف اومتضاد دي باید خدای تعالی ته پناه یوړل شي. أعُوذ –چې د«استعاذه» کلیمه له هغه سره هم ریښه ده یعنې له هرخطره خدای ته پناه وړم. او انسان تل له خطره د ځواک خاوند ته پناه وړي؛ لکه د کوچني ماشوم په څېر چې د مورغېږې ته پناه وړي. او دا یو واقعیت دی.موږ پوهیږو چې دنیا زموږ له میل او لېوالتیا سره سمه نه چلیږي او هیڅ موجود هم له مخالف، متضاد او دښمن پرته نشته؛ هر یو موجود یو دښمن لري. حتا شنېلي او ګیاه ګانې هم دښمن لري. ګیاه د ژوو په توسه خوړل کېږي. د انسان حکم هم همداسې دی. په دنیا کې د هر موجود لپاره یو لړ خنډونـه، موانع او مزاحمتونه، د هغه په دننه او بیرون کې، شتون لري. پر دې بنا باید له دې څیزونو څخه خدای تعالی ته پناه یوړل شي.دا وروستي دوه سورتونه هاغه شرونه او خنډونه بیانوي چې باید له هغوی د عالمیانو پالونکي څښتن ته پناه يوړل شي. د «فلق» په سورة کې د انسان له وجوده بیرون شرونه بیان شوي دي، او د «ناس» په سورة کې د انسان د وجود دننني شرونه او هاغه څه چې زموږ نفس ته اړوند دي، یا دا چې ځمکه او ډګر يې زموږ په دننه کې شته دی؛ یعنې تر هاغې چې هاغه زمینه او وړتیا او استعداد ونلرو، دا شرّ په موږ کې اغېز نه پرېږدي. پر دې بنا، دا دوه سورتونه د شرونو دوه ډلې او بنډلونه څرګندوي. د قرآن د نزول په زمانه کې به مشـرکینو معمولاً خپلو بُتانو ته پناه وړله. او دا بُتان يې د پرښتو او په جهان کې د نورو اغېزناکو ځواکونو سمبولونه ګڼل. البته خدای تعالی يې منه – چې مخکې مو په دې اړه تفصیلي خبره کړې – خو ویل يې خدای تعالی «رب الاربـاب» او د پرښتو پنځګر او خالق دی او یوازې له پرښتو سره سروکار لري او له موږ سره نیغ په نیغه او مستقیمه اړیکه او تړاو نلري او موږ بـاید همدې بُتاتو ته، چې لاسرسی ورته لرو، پناه یوسو؛ دوی د الله په نزد زموږ واسطې او شفیعان دي. پر دې بنا قرباني به يې هم بُت ته کوله. که کله به وچکالي کېدله، او یا که کوم ستر مصیبت او وبا راتله، او په همدې ډول هر څه به چې پېښېدل، خپلو بُتانو ته به يې، چې د پرښتو سمبولونه يې ګڼل، پناه وړله. په دې دوو سورتونو کې غواړي ووايي چې هیڅوک د پناه وړلو او پناه غوښتلو وړ نه دی پرته له «رب الارباب» څخه. «ربّ»، لکه څنګه چې مخکې مو وویل همدا د ارباب معنا لري – دا کلیمه په پښتو کې هم د ارباب په بڼه کارول کېږي. ارباب یعنې د اختیار خاوند، چې په انګلېسـي کې ورته «Senior»، «Lord» وايي، یعنې هاغه څوک چې جهان اداره کوي. خو «ربّ» له «اله»، او«ربوبیت» له «الوهیت» سره توپیر لري. د شیطان له شره پناه وړل عمدتاً «ربوبیت» ته حق دی. مخکې مو وویل چې په قرآنکریم کې، اوه ځلې «ربّ» ته له پناه وړلو خبره شوې او اوه ځلې پناه وړل «الله» ته او یو ځل هم «رحمان» ته. په قرآن کریم کې، خدای تعالی ته پناه  وړل عمدتاً د شیطان له شره دي. باید پوه شو چې انسان له دوو ځواکونو سره مخامخ دی: رحماني ځواک او د هغه متضاد ځواک چې شیطاني ځواک دی – «شیطان» چې په هره معنا ونیسو – په هر حال کې هم د یوې منفي جاذبې ځواک او هم د یوې مثبتې جاذبې ځواک په دنیا کې شتون لري. ځېنې کسان چې کېدی شي شیطان و نه مني او دا دیني باور ورته د منلو وړ نه وي، خو هیڅوک نشـي کولی له دې انکار وکړي چې انسان د دوو ځواکونو او دوو کششونو تر اغیز لاندې واقع دی. په دنیا کې هيڅ ځای او هيڅ مهال داسې نه شته چې ټول وګړي يې له استثنا پرته ښه یا بد وي. ټول دا مني چې په هر حال کې انسان د دوو ځواکونو په نښه کې واقع دی؛ دوه جاذبې دي چې هره یوه هغه خپلې لور ته کشوي. له دې هیڅوک هم انکار نشـي کولی. د لفظ او نوم پر سر يې هم بحث نه کوو؛ هر نوم چې غواړي پرې کېږدي؛ شیطان پرې نوم ږدي یا دیو. یا کوم بل هر نوم چې پرې ږدي یا اصلاً نوم پرې نه ږدي، خو دا واقعیت شتون لري او انکار ترې نشي کېدی.لومړنۍ موضوع چې باید له هغه «رب الفلق» ته پناه یوړل شي، هاغه شرّ دی چې له هاغه څه څخه راولاړېږي، چې خدای تعالی پنځولي او خلق کړي دي [مِنْ شَرِّ ما خَلَقَ]. دلته پوښتنه مطرح کېږي چې مګر سبحان خدای ته چې د خیر او رحمت لامل، آره او مونډ دی، څنګه کېدی شي د شر پنځونه ورته نسبت ورکړل شي او آیا هغه پخپله د شر د دفع کولو ځواک نلري؟ ددې پوښتنې ځواب دادی چې په پورتني آیت کې يې شر له خلق څخه ګڼلی [من شر ما خلق] نه له خالق، چې هغه د خیر بنسټ او لامل دی. یعنې ددې مفهوم دا نه دی چې الهي پنځونه او خلق کول په خپل ذات کې کوم شرّ ولري؛ ځکه چې پنځونه او خلق  کول، همدا ایجاد او رامنځته کول دي، او ایجاد او وجود محض خیر دی، قرآن وايي: «الَّذِي أَحْسَنَ كُلَّ شَيْءٍ خَلَقَهُ…» [سجده۷(۳۲:۷)]. «هماغه خدای چې هر څه يې پنځولي، ښه يې پنځولي…». بلکې شر هاغه مهال پیدا کېږي چې مخلوقات د خلقت له قوانینو منحرف شي او له ټاکل شوې تګلارې بېل شي، د بېلګې په توګه: د حیواناتو نېښ او غاښونه د هغوی لپاره دفاعي وسیله ده، چې د خپلو دښمنانو په مقابل کې يې کاروي، لکه د هاغې وسلې په څېر چې موږ د دښمنانو په مقابل کې ترې استفاده کوو، که دا وسله پر ځای وکارول شي، خیر دی، خو که بېځایه او د دوست په مقابل کې مصرف شي، شرّ دی، همدا راز که د اتوم انرژي د برېښنا د تولید لپاره وکارول شي خیر دی او که د بم د تولید لپاره وکارول شي شرّ دی.        «شَرِّ»: یعنې بلا او بدي. «شَرِّ مَا…»: «مَا» ته د «شَرِّ» په اضافت کې دا اشاره ده چې پالونکي څښتن انسان پر دې پوه کړی هر شرّ چې له مخلوقه ولاړ او صادرېږي، هماغه مخلوق ته نسبت او تړاو لري. محض او مطلق شر شتون نه لري، خیر او شر اصولاً نسبي او لنډمهالې چارې دي چې له عالمه خارج کوم واقعیت نه لري او د هر موجود د شرایطو او اوضاعو پر حساب تغییر کوي، هغه څه چې تاته شرّ دی، د بل موجود په نسبت خیر دی. لکه لېوه د پسه له نظره یو ظالم او تېرېګر ژوی دی نو پر دې بنا لیوه پسه ته «شر» دی، په داسې حال کې چې د پسه داړنه د لېوه طبیعي اړتیا ده او د هغه لپاره «خیر» ګڼل کېږي. نو لېوه پخپله شرّ نه دی بلکې د هغه شرّ د پسه په نسبت برسېره کېږي [مِنْ شَرِّ ما خَلَقَ]. همدا راز باد او باران، واوره او ساړه چې د طبیعت د ژوند اړینتیا او له یوې مخې «خیر» دی، شونی دی د هاغه چا لپاره چې سرپناه او بسیا اغوستن ونلري «شرّ» وګڼل شي. ټوپک یوه دفاعي وسیله ده؛ د ظالم او سړیخور دښمن پر لور د نښې نېول يې خیر، او د دوست یا بېګناه انسان پر لور نېول يې شرّ دی. اللّه هر څیز د یو کار، یو مصلحت او په جهان کې د تعادل لپاره پنځولی دی چې ډېری د هغوی د پیدایښت حکمت او فلسفه زموږ له سترګو پټه او پناه ده. که د یوې شېبې لپاره ټولې هاغه چارې چې موږ يې شرّ انګېرو په خپل ذهن کې تېرې کړو ځیر کېږو چې هغوی ټول زموږ د وضعیت په نسبت شر برېښي خو ذاتاً شر نه دي، اِن تر دې چې د ژوند په مختلفو پېرونو کې هم له هغوی د ځېنو خیر او شروالی د ژوند د متغیّرو سني حالتونو تابع دي. لکه د کوچنیانو په چارو کې د مور او پلار تلپاتې دخالت، مراقبت او څارنه چې «خیر» دی خو له بلوغ او ځوانۍ وروسته د هغې افراطي ادامه او غځونه د هغوی پر نفس د اعتماد او وېسا د پرې کونې [«شرّ»] موجب او لامل کېږي.    ځېنې شرکي فکري مکتبونه، د جهان لپاره په دوه ګونیتوب او ثنویت قائل شوي دي او شیطان ته د شرونو له نسبت ورکولو سره، په هستۍ کې د هغه لپاره ځانګړی، مستقل او ذاتي موقعیت قائل شوي دي. په داسې حال کې چې په اسلام کې يې خدای تعالی د شیطان خالق، او د یو ټاکلي وخت لپاره د بندګانو د ابتلاء او ازمېښت په موخه د لارورکو د تېراېستنې لپاره،  هغه ته مهلت ورکوونکی، معرفي کړی دی. نو امتحان او ازمېښت [هر ډول يې] که له یو لور سخت او ستونزمن دی، ډېر زیار غواړي او ظاهراً شرّ دی، په واقعیت کې له بل لور یو «خیر» هم دی چې کېدی شي د آرام غوښتنې له اړخه شرّ وبرېښي. مصیبتونه، مزاحمتونه او کړاوونه چې پر مؤمنینو راځي، او همدا راز د متجاوزینو پر وړاندې مقابلې او مبارزې، سره ددې چې شرّ او ناسمې او کرکجنې ښکاري، خو دا د مجاهدو او مؤحدو مؤمنینو د پیدایښت او ټېکاو لپاره یو امتحان او ازمېښت دی او له دې لیده خیر ګڼل کېږي. نو د چارو د خېر یا شرّ لیدل د انسان د کتنې په زاويي یا لیدګوټ پورې تړاو لري. که خدای تعالی «رب العالمین» وګڼي او ټولې نېکې او بدې پېښې او واقعې د هغه له مشیّت او ارادې څخه راولاړې وګڼي، د مصیبتونو او کړاوونو پر څپو سپاره شوي، د پېښو توپان د خپل وجود د کښتۍ لپاره ازمېښت او ابتلاء تلقي کوي او کوښښ کوي له صبر [د څپو پر وړاندې مقاومت او ټیکاو] او شکر [د باد له ځواک او اسانتیاو څخه له برخمن کېدلو] سره خپل حرکت د ژغورنې او بریالیتوب د ساحل پر لور پر نیغې او مستقیمې لارلیکې وغځوي او مخالف خنډیز او ماتوونکی باد [شرّ] له هاغه تغییر او انعطاف سره تجزیه کړی، چې له توپان سره د بادوان په مخامخ کېدو او د واګو له تاوېدو سره يې، په زاویه کې رامنځته کوي، او هره «برخه» يې خپلې ګټې [خیر] ته را اړوي. خدای تعالی البته شرّ نه پنځوي، خو د چارو د نسبي والي له لامله، کوم څیز چې په اصل کې خیر دی، کیدی شي د شرّ موجب هم وګرځي؛ لکه لیوه د پسه لپاره؛ اور د درمند لپاره. دنیا د تضاد او تزاحم ځای دی او د بقاء او روزۍ د لټې د هڅو په پایله کې رشد او کمال حاصليږي. د داړونکو لپاره منګولې او غاښونه د هغوی د ژوند ضرورت دی او هم د هغوی د ښکار لپاره په ورته توګه اړین دي! چې د بقاء په کږلېچونو کې چُست او چالاک شي. په دې حقیقت له پوهېدو سره چې د پالونکي څښتن له ارادې او د چارو له عالمه کوم شرّ نه پورته کېږي، او کوم شرونه چې په عالم کې واقع کېږي پخپله د انسانانو له کړونو او د موجوداتو له غریزو او د طبیعت له فعل او انفعالاتو څخه راولاړېږي، انسان ته داسې یو لیدلوری ورکوي چې نه نهیلی او ناشکری شي، او نه د جهان د تحولاتو لپاره د دوه ګوني منشأ په توګه قایل شي. په دې صورت کې هغه د خسرو هر کار شیرین ګڼي.  د نړۍ ښکارندو او د عالم پېښو ته دا ډول لید، یو ربوبي لید دی، چې شرّ د رشد، ودې او تربیت د وسیلې په توګه ویني او په هر ځای کې د «ربّ» د تدبیر لاس ویني، چې له خیر او حکمت پرته، له هغه نور څه نه راټوکیږي. خو که انسان په پیښو کې ایسار او محکوم شي او د مصیبتونو لپاره ربوبي منشأ او مصدر ونمومي، خپل ځان د هغوی د موجونو پر وړاندې بایلي او هلاکېږي. له دې تنګ نظرۍ او لنډ وینۍ څخه د نجات لار، هماغه پر ربوبیت د ایمان په هدایت بښونکو انوارو کې د «رب» حریم ته پناه وړل دي. چې په دې حالت کې، د نهیلۍ، بې پروایۍ او بې زړه توب پر ځای، هغه په ​​هره پیښه او مصیبت کې د خیر، کمال، نیکمرغۍ او بشپړتیا لپاره ځمکه او اساس ویني، او له پراخې سېنې او نه تصور کېدونکي سخاوت او وړتیا سره، هغه لیوال دی چې د هر هغه ستر او جدي مسؤلیت د هرکلي پر لور وځغلي، چې خدای تعالی ټاکلی او مقدر کړی دی!منفعل او اغېزمن شوی انسان د ناپوهۍ او نادانۍ له مخې داسې یو څیز مکروه، ناوړ او ناسم ګڼي چې هغه په حقیقت کې د هغه لپاره «خیر» دی او پر هاغه څه پورې زړه تړي چې د هغه لپاره «شرّ» دی «…وَعَسـَى أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ وَعَسـَى أَنْ تُحِبُّوا شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ.» [بقره ۲۱۶ (۲:۲۱۶)] «…او ښايي یو څیز بد وګڼئ خو په هغه کې ستاسو خیر وي او ښايي یو څیز تاسو خوښ کړئ چې ستاسو په ضرر دی او [ستاسو پر واقعي مصلحت یوازې] خدای پوهیږي او تاسو نه پوهېږئ.».بخیلي او له انفاقه امساک او سختي د خپل ژوند د مصلحت او « خیر » په توګه انګیري، په داسې حال چې دا د هغه لپاره جوت شرّ دی « وَلَا يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ بِمَا آتَاهُمُ اللَّهُ  مِنْ فَضْلِهِ  هُوَ خَيْرًا  لَهُمْ  بَلْ  هُوَ  شَرٌّ لَهُمْ…. » [آل عمران۱۸۰(۳:۱۸۰)] «او هغه کسان چې د الله له فضله ورکړې شتمنۍ کې بُخل کوي،  نه دې ګڼي چې دا [جمع کول] د هغوی لپاره خیر دی، بلکې [دمال اسیر کېدل او تړاو] د هغوی لپاره شر دی…».د خپلې بیړې او د دنیائي بیړه ناک لید له مخې که څه هم د «خیر» غوښتنه کوي د نادانۍ او ناپوهۍ له کبله د «شرّ» غوښتونکی شي «وَيَدْعُ الْإِنْسَانُ بِالشَّـرِّ دُعَاءَهُ بِالْخَيْرِ وَكَانَ الْإِنْسَانُ عَجُولًا» [اسراء۱۱(۱۷:۱۱)]. «انسان [په ناپوهۍ کې د دنیايي لنډ وینۍ له لامله په ناغوښتي توګه] شر ته بلنه ورکوي، په داسې ډول چې ګواکې خیر غواړي او انسان ذاتاً بيړندی دی.». خو کوم مهال چې په شر کې ونښلي له یو مخې خپل ځان بایلي او نهيلی کېږي. «وَإِذَا مَسَّهُ الشَّـرُّ كَانَ يَئُوسًا» [اسراء۸۳ (۱۷:۸۳)] «…او هر کله چې ډېره لږه سختي هغه ته ورسېږي [د صبر او توکل پر ځای] په بشپړه توګه نهیلی کېږي». داسې انسان خیر او شر ته ذاتي استقلال او اصالت ورکوي، په داسې حال کې چې دواړه چارې [خیر او شرّ دواړه] نسبي او د خدای تعالی په مشیّت پورې تړاو لري او ټول انسانان د خپل ځان پر لور د راستنېدو په لارلیکه کې په دا ډول یوه «فتنه» او ازمېښت کې مبتلاء کوي: «…وَ نَبْلُوكُمْ بِالشَّـرِّ وَالْخَيْرِ فِتْنَةً وَ إِلَيْنَا تُرْجَعُونَ» [انبیاء۳۵(۲۱:۳۵)]. «…او موږ تاسو [د ژوند په موده کې] له شرّ او خیر [له پېښو] سره ازمېیو او [په پای کې] زموږ لور ته راستنول کېږئ».

لکه څنګه چې مخکې مو وویل، شر دوه ډولـه دی چې یو خارجي او بل داخلي دی. یو زموږ له نفسه بیرون دی او بل زموږ په نفس کې دننه دی. د «فلق» په سورة کې، له هاغو شرونو څخه چې زموږ له نفسه بیرون دي خدای تعالی ته پناه وړو. «فلق» یعنې؛ چاودېدل [سپېده چاود]، څېرې کېدل؛ خو هاغه چاودېدل چې د یو څيز د ودې، رشد او غوړېدا لامل کېږي. د بېلګې په توګه د چرګې هګۍ په پام کې ونیسئ: دا د هګۍ پوټکی دی چې چرګوړی يې په خپل ځان کې ایسار کړی دی. خو همدا چې پوټکی مات شي [وچوي]، تازه زېږد پیل کېږي. دې ښکارندې ته «فلق» وايي. یعنې د داسې پوټکي چاودېدل چې یو ژوند يې محدود او محبوس کړی دی او د نوې زېږېدنې لپاره خنډ شوی دی. دلته غور کولو ته اړتیا ده چې څنګه کېدی شي دا د چرګې هګۍ چې په پیل کې هيڅ ژوی پکې شتون نلري، د یو لړ تعاملاتو تر نېولو وروسته، هغه نطفه چې اصلاً د لیدو وړ هم نه ده، او ډېره وړه ده، په داسې ډول چې په لومړیو ورځو کې اصلاً پېژندل کېدی هم نشـي، ورو ورو په تدریج وده کوي چې په پای کې په چرګوړي بدلېږي او په دې بهیر کې د هګۍ له دننه سپینو او زیړو تغذیه کوي؛ نو د کوم ځواک او میکانیزم په توسه چې دا چرګوړی، سره له دومره ضعیفوالي، د هګۍ سخت او کلک پوټکی ماتوي او بیرون راوځي، دې ځواک ته «ربّ الفلق» وايي. «ربّ» یعنې یو ځواک، یو ارباب، یو چلوونکی چې دې ټولو تعاملاتو او فعل او انفعالاتو ته تحقق بښي. ځکه چې دا خو پخپله په خپل سر داسې نه دي شوي، بلکې یو ځواک دی چې هغوی يې په دې بڼه واړول. دا خو له پیله داسې نه ول؛ نو، څه پېښیږي چې دا ډول ښکارنده او دا ډول بهیر بڼه نیسـي او ددې پوټکي له ماتېدو او چاودېدو سره یو ژوند سر را اوچتوي. د هستۍ ټول جهان همداسې وګڼۍ دا چې قرآن وايي خدای تعالی «فَالِقُ الاِصْبَاحِ» دی. یعنې خدای تعالی د صباح [ګهیځ، سپیدو] چاودوونکی دی. شپې لکه هماغه د چرګې د هګۍ د پوټکي په څېر، ځمکه په خپل ځان کې نغاړلې ده او ټول ځایونه يې تیاره کړي دي؛ خو ورو ورو دا د تیارې پرده څیرې کېږي، چوی او اړخ ته ځي او هر څیز روښانه کېږي؛ ورځ یو ځل بېا زېږېږي؛ جهان تازه تولد مومي. نو لکه څنګه چې ومو ویل، خدای تعالی «فَالِقُ الاِصْبَاحِ» دی. «اِصباح» یعنې سپېدې. خدای تعالی ورځ زېږوي. یا چې فرمايي: «فَالِقُ الْحَبِّ وَ النّوَی» خدای تعالی د دانې او زڼي چاودوونکی دی. لکه د غنم دانه چې په ځمکه کې دننه پالـل کېږي. که چا نه وي لیدلي، آیا باور به وکړي چې دا وړه دانه به په داسې پیاوړي وږي تبدیله شي چې مثلاً اوه سوه دانې حاصل ورکړي. یا مثلاً د بادام له دانې یا زڼي څخه ستره ونه چې سېوری کوي رامنځته شي. ښه، نو څوک دانه چوئ او د هغه په دننه کې دا بالقوه ځواک ایږدي او ژونـد او حرکت پکې رامنځته کوي؟ فرمايي: «رَبِّ الْفَلَقِ». د یو «رَبّ» ځواک ورته پکار دی، داسې نه ده چې پخپله له ځانه ستر شي او وده وکړي. هو، که په ظاهري سترګه ورته وګورو، وبه وایو چې د طبیعت کار دی؛ د طبیعت په چاپېریال کې دا څیزونه رامنځته کېږي؛ خو قرآن وايي د یو ربوبیت لاس په کار دی چې دا کارونه سمبال کړي؛ د بېلګې په توګه لـه هګۍ څخه هغه چرګوړی راوباسي او د ټولو تخمونو، ټولو زڼو او د ټولو دانو له منځه، ددې خاورینې کرې پر مخ، د یو ځواک، یوې ارادې، انرژي او یوه قدرت له اغېزه دې ټولو ته ځان او حرکت وربښي او ژونـد رامنځته کوي. په «نهج البلاغه» کې، حضـرت علي(رض)  څلور ځلې دا سوګند یاد کړی چې «وَالَّذِي فَلَقَ الْحَبّةَ وَ بَرَأَ النّسَمَة» [نهج البلاغه ۳ خطبه]. سوګند پر هغه چې دانه يې وچووله. وَ بَرَأَ النّسَمَة، «نَسَمَهُ» له «نسیم» سره له یوې مادې او رېښې دی. فرمايي په هغه چا سوګند چې د انسان حیات او نفس يې وپنځوه. هاغه څوک چې ټولې تنګۍ پرانیزي، د ودې او غوړېدا له مخې خنډونه لېرې کوي، او د ژوند له نسیم سره، راحت، سوکالي، ژغورنه، رشد او وده رامنځته کوي؟ د«فلق» سورة غواړي همدا ووايي. غواړي بیان کړي چې جهان «فالق» لري. د خدای تعالی له نومونو څخه یو نوم «فالق» دی. «فالق الأِصباح»، «فالق الحبّ»، «فالق النّوی». دا د «فلق» او چاودلو کلیمه، له کومې چې د پنځګرۍ او خلقت د مفهوم متضمنه ده، په عربي ژبه کې د نوې او تازه طرحې په اچولو کې هم کارول کېږي. حافظ وايي:         د فلک چوولو او نوې طرحې اچولو ته «فلق» ویل کېږي. البته موخه يې د «چاودون» لغوي معنا نه ده. بلکې تازه ایډیا، بدیع فکر،  نوې طرحه وړاندې کول او په لاس ورکول دي؛ او همدا «فلق» دی.نو، موږ چې کله د خدای تعالی کتاب ختموو او ددې وسلې او پوهې له ځواک سره ژوند ته داخلیږو، خدای تعالی ته پناه وړو، ځکه چې اوس پوهېږو چې هغه کولی شي موږ له ټولو ستونزو، بندونو او خنډونو څخه وژغوري. یوازې هغه زموږ ربّ دی. نو، «قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ». یعنې پر دې حقیقت باور کول چې د پالونکي څښتن له ستایننومونو او صفتونو څخه یو هم د بندونو او خنډونو او ټولو هاغو څیزونو لېرې کول دي چې د انسان د ژوند او رشد، ودې او غوړېدا په وړاندې خنډ ګرځي. اوس پوهېږو چې یو ځواک چې پر ټولو ځواکونو اوچت او بر دی د جهان د ادارې کار يې په لاس کې دی. دا باور سړي ته ډېر اعتماد او وېسا وربښي؛ په انسان کې ډېر زیات دنننی ځواک رامنځته کوي،که هغه هیله من وي چې یو مطلق قدرت او ځواک شتون لري چې کولی شي انسان هغه ته له هر شرّ څخه پناه یوسي او خپلې ستونزې، خنډونه او بندیزونه هغه ته په پناه وړلو کې حل کړي.  په دې سورة کې د هغه له لنډیز سره سره، څلور ځلې د «شرّ» کلیمه کارول شوې ده په داسې حال کې چې د قرآن په اوږدو سورتونو کې په هیڅ یو کې هم له دوو ځلو څخه زیاته داکلیمه نه ده کارول شوې. که پوښتنه مطرح شي چې: د انسان له وجوده خارج له کومو څیزونو خدای تعالی ته پناه وړو؟ ځواب يې په دې سورة کې ورکړل شوی دی چې؛ له څلورو څیزونو: لومړنی شرّ چې په ګوته شوی دی هماغه شرّ دی چې کېدی شي د موقعیت او شرایطو پر حساب له هاغو څیزونو څخه موږ ته راولاړ شي چې خدای تعالی خلق کړي دي. «قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ. مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ». لومړی د هر هغه څیز له شره چې هغه پنځولي. [دهر هغه څیز له شره چې خلق کړي يې دي]. په «مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ» کې د «ما» لفظ، پر عمومیت او شمولیت دلالت لري، او پر هغه د شر اضافه، او د خلق فعل او د هغه نسبت خالق ته، دې موضوع ته نغوته لري چې شر له مخلوق او د کائناتو د موادو او ځواکونو له ترکیب او ګډونوالي راولاړېږي، نه د امر له عالمه او نه د خالق  له فاعلي ارادې څخه. یعنې د خدای تعالی په تخلیق کې هيڅ څیز د شر لپاره نه دی خلق شوی، بلکې دا شرونه یوازې پر موږ مخلوق پورې تړاو لري او له مختلفو پېښو څخه د انسان د موندنو او لاسته راوړنو او د هغه په لید او اند پورې اړوند دي او پخپله کوم مستقل عیني وجود نلري.لکه څنګه چې پورته مو ورته اشاره وکړه؛ که پوښتنه وشي چې آیا خدای تعالی شرّ هم خلق کوي؟ ځکه چې خدای تعالی خو په خپلو پنځونو کې شر نلري. دا هر څه چې دي د هغه مخلوق دی او د هغه مخلوق هم له خیر پرته نور څه نه دی. په ځواب کې باید وویل شي چې شرّ یو نسبي چار دی. لکه څنګه چې مخکې مو ورته نغوته کړې؛ د بېلګې په توګه لېوه د پسه لپاره شرّ دی، او ستر شرّ هم دی، خو آیا د هستۍ په عالم کې پخپله نفساً او واقعاً هم شرّ دی؟ نه. خدای تعالی د هغه لپاره هم،  لکه د بل هر موجود په څېر، په جهان کې یو نقش ټاکلی دی. په دنیا کې ټول موجودات له یو بله تغذیه کوي. په دنیا کې ټول یو بل خوري. په اوبو، وچه او هوا کې په هر ځای کې همدا ډول دی. د هر موجود لپاره یو دښمن شته چې د هغه لپاره شر دی. خو په ټوله کې، دا ټول اړين دي، او له یو پراخ لید سره که ورته کتنه او پاملرنه وشي، هغوی ټول خیر دی. ټول کائنات لګېا دي خپل نقش او رول لوبوي، نو هغوی ټول اړين دي او خیر دی. او هر یو موجود د چاپیریال د تعادل لپاره اړین دی. امتحان د شاګرد لپاره بد او شرّ دی؛ خو که د ارتقاء او تکامل له لیده ورته ولیدل شي وینو چې خیر دی.که مصیبتونه له یوه لیده شرّ دی، خو له یو بل لیده خیر ګڼل کېږي. د مولوي په وینا:    هر دواړه، هم قهر او هم لطف يې، خیر دی. یعنې له یو لید او منظره ټول يې هر څه يې خیر دی. قهر يې هم او لطف يې هم خیر دی.  او په جهان کې مجرد ښه والی او شرّ شتون نلري، دا ټول نسبي دي. که جهان ته له دې منظره ووینو، هيڅ څیز شر نه دی. شر نسبي دی او مطلق نه دی. تاسو د بېلګې په توګه زلزلې او سیلاو ته او ټولو دې طبیعي آفتونو ته له بلې زاويې ووینئ، وينئ چې دا ټول په واقعیت کې مثبت اړخونه هم لري. که انسان هراړخیزلیدی  وي، دا ظاهري شرونه نه ویني، تر ټولو مهم ددې حقیقت پوهېدل دي. په واقعیت کې، کوم شرونه چې په جهان کې شتون لري عارضي دي او له ځېنو ښکارندو راولاړیږي چې نشي کېدی هغوی په خپل ذات کې شر وګڼل شي. د بېلګې په توګه د مار لشه شر نه دی، بلکې د هغه دفاعي وسیله ده؛ خو موږ غواړو – او اړین هم دي – چې د هغه له شره په امان کې اوسو. موږ ته پکار نه دي چې مثلاً پښه پرې کېږدو؛ او دا اړینه ده  چې احتیاط وکړو او د هغه یا د هر خطرناک او داړونکي حیوان شر موږ ته ونرسېږي. نو داسې نه دی چې د مار ذات دې پخپله شر وي، بلکه مار هم د الله تعالی د مخلوق په توګه په طبیت کې خپل نقش او رول لوبوي.یو شمېر ډېر څیزونه په دې جهان کې شتون لري چې د هغوی له شره باید خدای تعالی ته پناه یوسو. زرګونه پېښې شونی دي انسان ته واقع شي: له یو ځایه تېرېږي، نـاببره یوه ډبره له دېواله راپرېوځي او د هغه سر ماتوي. خو داسې نه ده چې هرومرو د ډبرې ذات شرّ دی. یا کېدی شي په ټولنه کې ځېنې پېښې داسې واقع شي چې په نسبي توګه شرّ وګڼل شي، پرته له دې چې د هغوی اصل او اساس شرّ وي. تاسو وینئ چې دا د جاذبې ځواک هم کېدی شي د ځېنو لپاره شرّ وي؛ دا شونی دی چې یو څوک د بې احتیاطۍ له اغېزه له بامه پرېوځي او مړ شي. نو د ځمکې جاذبه هم د هاغه پریوتي کس لپاره یو شرّ دی. خو آیا جاذبه نفساً شر دی ؟ نه. خو دلته د انسان د بې احتیاطۍ له امله شرّ شو. نو، هر څیز کېدی شي زموږ لپاره شرّ وي، نو ځکه ددې ټولو څیزونو له شره پالونکي څښتن ته پناه وړو. دا یوه لړۍ له شرونو وه چې وویل شوه، په دې لړ کې ډېر مثالونه نور هم ورکول کېدی شي.خو که انسان وده وکړي، خپل ځان اوچت کړي او د خپل پالونکي څښتن د ځواک حریم ته خپل ځان ورسوي او پر هغه ایمان راوړي او د رب په درشل کې پناه واخلي او له ربوبي لید سره د جهان پېښو او ښکارندو ته وویني، د هاغه څه له مخامخ کېدو څخه چې شر برېښي، امنیت مومي او د هر شرّ په پېښه کې د یو خیر ننداره یا د خیر سریزه ويني او له پراخ لید او د هاغې ارادې له ځواک سره چې د رب په حریم کې يې تر پناه اخېستلو وروسته مومي، کولی شي چې د هرې پېښې مخه د خېر او لوړو مقصدونو لور ته وګرځوي او د پېښو د څپو پر سر د خیر د ساحل پر لور مخکې لاړ شي. او ددې پر عکس، یوازې او بې پناه وګړي چې خپل ځانونه يې د پالونکي څښتن له حریمه اخوا کړي او د پېښو په منځ او دننه کې واقع شوي، د پېښو او ښکارندو هره څپه چې د پنځګرۍ له ګرېوانه سر راوباسي [«منفلق شي»] شر برېښي او د خپل شرارت په لارلیک کې مخکې ځي. نو ورپسې د استعارې او تمثیل په توګه د تپل شوې او نغاړونکې تیارې له شره یادونه کوي چې د هیلو او امیدونو د رڼا او نور، ټولې کړکۍ پټوي او پر خلکو او چاپیریال په مطلقه او بشپړه توګه تسلط مومي. په قرآن کې «غسق اللیل» د «دلوک الشمس» پر وړاندې ځای پر ځای شوی دی چې لومړنی د تیاره څوکه او د شپې برلاسی، له لمر څخه د ځمکې د هرې نقطې په لېرې ترین واټن کې [نیمه شپه]، او دویمی د رڼا څوکه او د ورځې برلاسی له لمر څخه په ډېر نژدې واټن کې [شرعي ظهر] څرګندوي او هیښوونکي دا چې په دې دواړو ښکارندو کې چې ظاهراً متضادې دي، «فجر» يې [د فلق په څېر] معرفي کړی دی: «أَقِمِ الصَّلَاةَ لِدُلُوكِ الشَّمْسِ إِلَى غَسَقِ اللَّيْلِ وَقُرْآنَ الْفَجْرِ إِنَّ قُرْآنَ الْفَجْرِ كَانَ مَشْهُودًا» [اسراء۷۸(۱۷:۷۸)]، د ظلم او ځور نظامونه چې لکه د شپې د تیاره پردې په څېر، د الهي وګړو د عمل او ایمان د نور په نه شتون او چوپتیا کې، پر ټولنو غالب او برلاسي کېږي، دوی هاغه «غاسقان» دي چې د خپل ظلم منګولې د خدای تعالی په بندګانو کې خښوي [اذا وقب]، خو که د مؤمنانو په زړونو کې د ربوبي «فلق» او «فجر» ختلو ته هیلي ژوندۍ وي، د هغه د ربوبیت حریم ته له پناه وړلو سره کولی شی خپله تیاره شپه صبح صادق ته ورسوي، او د ګهیځ د نور په راتلو خپل ځان له تیارو او ظلمت له منګلو وژغوري، او د ظالمانو ظلمت او تیاره په رڼا تبدیله کړي. په دې سورة کې يې چې لومړی مطلق شر ذکر کړی، او ورپسې يې په ځانګړې توګه له «غاسق شر» څخه یادونه کړې ده، او دا پخپله له عام شر وروسته د خاص شر د ذکر له بابه دی، چې د خاص شر په نسبت ډېر اهتمام ورسوي، په دې سورة کې د عام شر له ذکر وروسته، په ځانګړې توګه دریو شرونو ته اهتمام شوی: یو د شپې شر دی چې کله پوره داخله او خپره شي. او دویم د ساحرانو شر او دریم د حاسد شر، چې کله په توطئه بوختېږي. او د شرونو ددې دریواړو ډولونو په نسبت ډېر اهتمام له دې لامله شوی دی چې انسان له دې درې واړو شرونو څخه غافل دی، یعنې دا درې واړه شرونه د غفلت په حالت کې پر انسان یرغل کوي.      نو د عمومي شرّ له ذکر څخه وروسته له [غاسق شر] څخه یادونه شوې ده: «قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ. مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ. وَ مِنْ شَرِّ غَاسِقٍ إِذَا وَقَبَ.». او د شپې له شره په هغه مهال کې چې په بشپړه توګه ورسېږي [او جهان تر خپلې تیاره لاندې نیسي]. «غَاسِقٍ»: تیاره شپه. «وَقَبَ»: راورسېد او پوره يې وپوښه. نو دویم شرّ، «غاسق» شرّ دی. «غاسق» شپې او نغاړونکې تیاره ته ویل کېږي. یعنې «غاسق» د شپې د تیاره د شدت په معنا دی، چې په نیمه شپه کې تیاره دې پړاو ته رسېږي.  په قرآن کې يې په ځلونو شپې ته د «غاسق» صفت ورکړی دی، «غَسَقِ الَّیْلِ». د شپې پیل غاسق نه دی؛ خو کله چې درې څلور ساعته له شپې تېر شول او هوا په بشپړه توګه تیاره شوه او تروږمۍ او تیاره، ټول ځایونه و نغاړل، هغې ته وايي؛ «غَسَقِ الَّیْلِ».  د (ظهر) [ماسپښين] نمونځ هاغه مهال اداء کړه چې لمر د آسمان په منځ کې دی. تر غَسَقِ اللّیْلِ یعنې د (عشاء) [ماسخوتن] نمونځ هم په هاغه مهال کې چې شپه په بشپړه توګه برلاسې او واکمنه ده. په عربي ژبه کې هر حیوان چې پر بل حیوان برلاسی وي، مثلاً عقاب چې کوتره يې په منګولو کې نیولې، یا په عمومي او ټولیزه توګه پر هر څیز چې بشپړ مسلط، برلاسی او واکمن شي، «غاسق» اطلاق کېږي. د «غَاسِق» فاعل اسم، نکره ذکر کېدل، د نامحسوسو او غیر مادّي مفهومونو په انتقال کې، د ژوندانه د روزمره چارو لپاره د ابداع شوو کلیمو او ژبې د ظرف د تنګوالي او له محدودو او ټاکلو معینو مصادیقو څخه د هغه د عاموالي او پراختروالي نښه ده. د «غاسق» مشتقونه د «غَسَقَ» له ریښې درې ځلې په قرآن کې راغلي دي چې د هغوی په نظر کې نېولو سره کولی شو کولی شو غوره او بشپړه نتیجه واخلو. لومړی ځای چې پورته مو ورته هم نغوته کړې؛ د ورځې د رڼا لوړتیا [څاښت]، د شپې د تیاره د لوړتیا [د عشاء د نمونځ د مهال] پر وړاندې راغلی دی: ــ « أَقِمِ الصَّلَاةَ لِدُلُوكِ الشَّمْسِ إِلَى غَسَقِ اللَّيْلِ وَقُرْآنَ الْفَجْرِ إِنَّ قُرْآنَ الْفَجْرِ» [اسراء ۷۸ (۱۷:۷۸)]دوه نور موردونه چې د غاسق مشتقونه ذکر شوي دي د هاغو سوځوونکو، ټینګو او ناولو اوبو په اړه دي چې دوزخ وال يې څښي. په دې موردونو کې هم د ټينګوالي، نغښتوالي، تیاره او تتوالي مفهوم پکې په واضحه توګه څرګند دی: «لَا يَذُوقُونَ فِيهَا بَرْدًا وَلَا شَرَابًا. إِلَّا حَمِيمًا وَغَسَّاقًا». [نبأ۲۴(۷۸:۲۴)] او هم «هَذَا فَلْيَذُوقُوهُ حَمِيمٌ وَغَسَّاقٌ» [ص۵۷ (۳۸:۵۷)]. خپره تیاره یو انځور دی د راز راز مجازي او تکو تورو ظلماتي تیارو څخه لکه: شرک، کفر، جهل، ځور، خشم، حرص او طمع او د نفس هوا او نورې غوښتنې، چې پیغمبرانو دنده درلوده خلک الهي هدایت ته د نور پر لور رهبري کړي. [بقره۲۵۷(۲:۲۵۷)، مائده۱۶(۵:۱۶)، ابراهیم۱(۱۴:۱) او ۵(۱۴:۵)، احزاب۳۳(۳۳:۳۳)، حدید۹(۵۷:۹)، طلاق۱۱(۶۵:۱۱)].«وَقَب» [د شفق پر وزن] د «وَقْبْ» له مادې د کندې او ګودال په معنا دی، بیا يې فعل په ګودال کې د ورود او ننوتو په معنا کارول شوی دی دی، ګواکې شریر او زیان رسوونکي موجودات د شپې له تیاره استفاده کوي، او د زیانبارو او ډاروونکو کندو په رامنځته کولو سره، د خپلو ناولو او پلیدو موخو د تحقق لپاره پیل کوي. نو پر دې بنا تر بحث لاندې آیت کې د «غاسق» معنا یا «یرغلګر وګړی» دی، یا هر «شریر موجود» چې د شپې له تیاره څخه د یرغل کولو لپاره استفاده کوي، ځکه نه یوازې داړونکي او چیچونکي حیوانات د شپې پر مهال له ځالو بیرون راوځي او زیان رسوي، بلکې شریر، ناپاک او پلید وګړي هم، ډېری يې د شپې له تیاره څخه د خپلو ناسمو او بدو مقصدونو او موخو لپاره استفاده کوي. نو زه پناه وړم «مِنْ شَرِّ غَاسِقٍ إِذَا وَقَبَ.» د هر هغه څیز له شره چې برلاسی او مسلط شي. او دا په حقیقت کې یوه عمومي او ټولیزه مسئله ده.  د « غَاسِقٍ» نکره راتلل او د « إِذَا وَقَبَ» قید او ظرف، په هر ډول تپل شوي، پنډه او نغاړونکي تیاره کې شاملېږي چې ټول چاپېریال او د نور د ځلا ډګر ډک کړي او د رڼا او نور هره دریڅه بنده کړي. د «إِذَا وَقَبَ» وصف د تیاره داخلېدل او برلاسی دی چې د نور او رڼا د هرې دریڅې بندېدل دي. «وقوب» په لغت کې د ننوتو معنا لري؛ په تیږه کې سوړې ته هم چې اوبه پکې ننوزي «وقبه» ویل کېږي. دا ددې کلیمې اصلي معنا ده، خو په مجازي حالتونو کې، د انسان پر عقل او ایمان د هغه د نفساني تیارو برلاسی، یا پر ټولنه د ظلم او ځور او جهل تسلط د «غَاسِقٍ إِذَا وَقَبَ» له مصادیقو ګڼل کېږي. د دې ډول «غاسق» لواړه او محسوسه بېلګه، د تروږمۍ شپې تیاره ده چې په هغې کې غله، داړه ماران، او ځناور، ناسمې انګېرنې، او د ځمکې لاندې له پټنځایونو څخه بوږنوړې او سونځ خیالونه او وهمونه، د پرګنو په منځ کې سر راوباسي، برید، یرغل او داړل کوي. او که په دې آیة شریف کې يې د شر نسبت له شپې سره کړی دی له دې لامله دی چې شپه له خپلې تیارې سره، د شر په رسولو کې له شریر سره، مرسته کوي، او له همدې جهته وینو چې کوم شرونه چې په شپې کې پېښيږي له هاغو شرونو څخه ډېر زیات او ډېر خطرناک دي، چې په ورځ کې واقع کېږي. سربېره پر دې، کوم انسان چې د شرونو تر یرغل لاندې راځي، په شپې کې له ورځې څه ډېر زیات ناتوانه او بې وسې دی. او یا په بل عبارت ویلی شو چې د شر په مقابل کې د انسان بشپړه ناتواني له «غاسق» څخه یو تمثیل دی، چې په دې حالت کې شرّ پر انسان بشپړ واکمن کېږي. لکه څنګه چې مو ورته اشاره کړې: د کفر، جهل، هوا، خشم او شهوت نغاړونکي تیارې د «غَاسِقٍ إِذَا وَقَبَ» نور مثالونه دي چې د هغوی شر د انسان له نفس او د هغه له دننه دی، او له هر بل شره خطرناک دی. چې په دې توسه د انسان د وجود چاپیریال د هغه له خپل دننني شره ډکېږي. تاسو کولی شئ “ غاسق” یو استبدادي او دیکتاتوري سیاسي نظام وګڼئ چې د برچې په زور یې واک ترلاسه کړی، او په ټولنه کې يې د وګړو د ساه اخیستلو لپاره هیڅ ځای نه دی پرېښی، او له خلکو څخه یې ټوله آزادي او امنیت اخیستی دی. یا تاسو کولی شئ د “ غاسق ” اصطلاح د هاغه قلدر او ځورونکي په معنا واخلئ چې پر یو شمېر کسانو برلاسی لري او پر هغوی واکمني کوي. هر هغه څیز چې په هره دوره یا هر وخت کې پر تاسو واکمن شوي وي او ټولې لارې يې تړلې وي، که هغه په ​​کورنیو چارو کې وي، سیاست کې وي، ټولنه کې وي یا مالي چارو کې وي، په داسې ډول چې څرګنده شي نوره د تېښتې او ژغورنې لار او د نجات دريڅه پاتې شوې نه ده د «غاسق» مصداق ګڼل کېږي. «غاسق إذا وقب».د بعثت په پیل کې، چې د بت نمانځنې نظام واکمن دی او مسلمانانو ته شکنجه او ځور ورکوي او هغوی وژني، پر مسلمانانو يې هر ډول بندیزونه لګولي دي. ځېنې له هغوی حبشې ته مهاجرت کوي. وروسته هم، په دیارلسم کال، پیغمبر د شپې په تیاره کې له هاغه ښاره هجرت کوي چې خپل ځان وژغوري. نو، یوه نغاړونکې او خپره تیاره شپه ده. «غاسق إذا وقب».  څرنګه چې؛ ظلم [ستم] او ظلمت [تیاره]  له یوې ریښې دي؛ د استعارې په مقام کې هم، دا د شپې اصطلاح د استبدادي نظامونو د ظلم او ستم د بیان لپاره، چرته چې ناشوني وي د هغه په اړه په صراحت خبره وشي، په سیاسي ادبیاتو کې ډېره زیاته کارول کېږي: کوم شعرونه چې د انقلابونو په بهیر کې ویل کېږي، وینو چې شاعر کله چې نشې کولی خپله خبره ښکاره وکړي، د استعارې او رمز په قالب کې يې شعرونه ویلي دي. د «شپې» کلیمه، په فرهنګونو کې، پر یو ډول فشار، تنګۍ او خپګان دلالت کوي. چون ظلمت او ظلم له یوې ریښې دي؛ ظلمت یعنې تیاره او ظلم هم یعنې ستم او ځور چې انساني جهان تیاره کوي. پر دې بنا، خدای تعالی ته پناه وړل د هر ډول ستمګرۍ له شره، یا له هر هغه څیزه چې د انسان پر مخ ټولې لارې وتړي. خدای تعالی ته پناه وړو، له ټولو موهومو عقیدو، فضاګانو او فکرونو او ټولو هاغو څیزونو چې له وهم او خیالونو پرته نور څه نه دي او له حقیقته هيڅ اثر نه لري. خدای تعالی ته پناه وړو له هر حسادته او له هر بل شره چې په جهان کې دي. وَمِن شَرِّ النَّفَّاثَاتِ فِي الْعُقَدِ. او د هاغو کسانو له شره چې په غوټو کې پوکی کوي [او په خپل مکر، چم، ټګۍ او حیله ګرۍ ـ ارادې، ایمانونه، عقیدې، محبتونه، پیوندونه او تړاوونه سستوي او فساد او تباهي رامنځته کوي]. «النَّفَّاثَاتِ»: د نَفَّاثَه جمع، پُوکوونکي. «نَفَّاثات» د «نَفْث» له مادې [د حبس پر وزن] په اصل کې، د خولې د یو لږ مقدار لاړو اچولو په معنا دی، او له کومې چې دا کار له پُو کولو سره سر ته رسېږي، «نفث» د «نفخ» [پُو کولو] په معنا هم راغلی دی. چې مقصد ترې فسادپیشه چغلګر او سخن چینان دي. د مبالغې صیغه ده او د نرینه او ښځینه دواړو لپاره کارول کېږي. له غوټو [عُقَد] څخه مطلب ظاهراً هماغه د ستونزو، مشکلاتو او اختلافونو غوټه ده چې د ښځې او مېړه یا خلکو تر منځ له یو بل سره مخې ته راځي او ځنې کسان د هغوی د پرانېستلو او په ټولنه کې د سولې او پخلاینې د رامنځته کولو پر ځای د هغوی اور ته په پُوکي ورکولو د هغوی په تازه کولو هغه «شعله ور» کوي او د غوټو د ړندولو په توسه دښمنۍ لا ژوروي. نو «الْعُقَدِ»: چې مقصد يې د انسانانو پیوندونه او تړاوونه دي؛ لکه د ښځې او نر د ګډ ژوند تړاو، د دوستۍ او خپلوۍ رابطه، مکتبي او عقیدتي اړیکه.    په غوټو کې پُوکول، له سحر او جادو څخه کنایه ده؛ ساحرانو به تارونو ته غوټې اچولې او د خپلې خولې یو مقدار لاړې به يې په غوټو پورې مښلې او پر هغوی به يې پُوکي کول، او بېا به يې ګنډې پرانېستلې، چې عامو خلکو ته ښکاره کړي چې د پلانکي نارینه او پلانکۍ ښځې د ګډ ژوند د تړاو غوټه يې بېرته کړې او هغوی دواړه يې یو له بله بېل کړي دي. چغلګران او نمّامان هم خپل ځانونه د زړه سواندو او مینه والو په لباس کې دلته او هلته ښکاره کوي او په دې وسیله تړاوونه خام او سستوي، او د خلکو تر منځ واټنونه رامنځته کوي. نو پر دې بنا د ساحرانو او چغلګرانو کار یو بل ته ورته دی. نو د جادوګرو ساحرانو له شره، له الله پناه غوښتل دي چې په عقدو او غوټو کې پُوکی کوي. ددې آیت دا تعبیر –  النَّفَّاثَاتِ  فِي الْعُقَدِ او د «اعوذ» فعل چې «عوذ» او «تعویذ» د هغه له مشتقاتو څخه دي، ذهنونه د ښځو جادوګرانه کارونو ته متوجه کوي، په ځانګړي توګه په هاغه زمانه کې او د جاهلیت د خلکو په منځ کې چې جادوګري او کهانت او په مَرَیُّو، ډبرو او لرګو او تعویذونو به يې ځینې عملونه د جادو د باطلولو لپاره کول، او ډېر رواج يې درلود. او دلته سره ددې چې په مؤنث بڼه راغلی او ورسره مو دا هم وویل چې په تېرو وختونو کې په دې مسېر کې ښځې ډېرې مصـروفي وې چې په مؤنث بڼه د راتلو یو لامل يې دا هم کېدی شي، خو له دې څخه په ټوله کې د ښځینه مراد نېول اړين نه دي. د عربیّت د قاعدې له مخې تاسو ترې خبیثه ارواح او خبیثه نفسونه مراد نېولی شئ؛ په عامه توګه که هغه ښځینه وي یا نرینه، او له دې هم صرفنظر چې اشاره يې د یهودیانو او مجوسیانو لور ته وي یا د عربو ساحرانو او کاهنانو لور ته؛ هغوی چې په غوټو، ګنډو او عُقدو کې د پُو کولو دا طریقه او د ټونو او ټوټکو عمل کول اختیاروي، او هغوی چې پر تارونو عمل کوي او له خپل خیال سره سم څه لولي او پرې پُو کوي او ګنډې ورته اچوي او د هغوی له انګېرنې سره سم په دې ډول لومړی یو څوک د هغوی په لومه کې نښلي او بیا هغه ته کوم اذیت او ځور چې رسول غواړي د رسولو کوښښ کوي. له دې صفت څخه د هغوی د ذکرولو څخه مقصد د هغوی د مکر او فریب د انځور ایستل دي. دا هاغسې یو تصویر دی په کوم ډول چې د شعراء په سورة کې د کاهنانو د مراقبې انځور کښل شوی دی؛ «يُلْقُونَ السَّمْعَ وَأَكْثَرُهُمْ كَاذِبُونَ» [شعراء۲۲۳(۲۶:۲۲۳)]. «او هغوی غوږ نیولي ناست دي او په هغوی کې ډېری يې دروغجن دي.» او زموږ له لیده له دې څخه مطلب د هاغه څیز د لغوه کولو او ردولو لور ته اشاره کول دي. دا چې دا ټیټ او سِفلیه کړنې او عملونه تر کومه بریده اغېزناک دي یا نه دي د بقره سورة په ۱۰۲ آیت کې د هاروت او ماروت له کېسې سره مل څرګند شوی دی. او زموږ له نظره ډېره برخه يې لکه څنګه چې پورته د شعراء سورة پورې اړوند آیت څخه معلومیږي تش دوکه او فرېب دی خو که په هغه کې که لږ کوم حقیت هم شته نو قرآن تصـریح کړی چې په مستقله توګه بالذّات اغېزمن نه دي، که له هغه د کوم ضرر د رسولو اټکل هم کېږي نو د الله په اذن يې رسولی شي لکه څنګه چې د سِحر او سِفلیه عملونو په اړه يې فرمایلي: «…وَمَا هُمْ بِضَارِّينَ بِهِ مِنْ أَحَدٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ» [بقره۱۰۲(۲:۱۰۲)]. «…او هغه ددې په توسه هیچا ته ضرر رسوونکی نشی کېدی مګر د الله په اذن…» نو چون له هغوی څخه کوم ضرر د الله له اذن پرته، د ضرر رسولو امکان يې نشته ، نو له دې څرګندېږي چې د هغوی له شره د بچ کېدو لپاره هم له الله پرته بل چا ته د پناه اخېستلو اړتیا نه پاتې کېږي. ویل کیږي چې د نفاسات مؤنث ذکریدل د کوډګرو ښځو د حضور او د هاغې واقعیت له لامله دی چې د جاهلیت وګړو د ښځې مېړه په اختلاف یا بد خوندو پېښو کې د هغوی ټوټکو، طاس، طلسم او روحي تلقیناتو ته پناه وړله، په دې بڼه کې د «عُقَد» معنا د روزګار غوټې او بندیزونه ګڼل کېږي؛ خو اوس هم زموږ په روزګار کې ساده لوحي خلک د خپل ژوند د ناسمیو د غوټو خلاصولو لپاره، د کار او زحمت او هڅو او پر«ربّ الفلق»خدای د توکل پر ځای، د جمکران په څاه کې په عریضو اچولو، د «اعتصام بحبل الله» پر ځای، پر ضریح او قبر د قفلونو تړلو، د خدای تعالی د اولیاء د الګو نیولو او د هغوی له توحید څخه د پلیونۍ پر ځای، له طلا او نقرې او هندارو او مرمرو له ډبرو سره د هغوی د قبرونو په سینګارولو او له خپله ځانه بڼلو موهوماتو ته ترغیب کوي؟ او د پیر او میر په لمنو پورې ځانونه نښلوي او دم او تعویذ او ټوټکې ترې اخلي. همدوی زموږ په روزګار کې «نَـفَّاثَاتِ فِي الْعُقَدِ» دي.خو که عُقَد، ایماني او عقیدتي غوټي وګڼو، د ځینو ښځو نقش ته یا د هغوی د جاذبې لېوالتیا ته، د جدي هوډ او تصمیمونو او ارادو په سستېدو کې،  یوه لطیفه استعاره ای تشبیه ده. په قرآن کې يې هم د ابی لهب د مېرمنې له اور راوړنې څخه په هاغه فتنه کې چې رامنځته کړې يې وه، یادونه کړې ده [د تبّت سورة]. په هر حال کې دا مشابه تعبیر هر ډول شبهه انګیز تبلیغ او تلقین نغاړي. عزم او اراده او قصد او همتونه د داسې لاملونو په توسه سستېږي چې د ورځې د تصمیمونو په هېرولو کې د شپې له نقش سره د تشبیه وړ وي. «دا پخه خبره د خبرو د استاد، حضـرت علي(ع) ده: «عزیمه او ولیمه [جدّی کار او د تورې لیکي والا آس څرونه] له یو بل سره نه یو ځای کېږي او ډېر داسې چې نُوم [خوب] د یُوم عزم له زړه وباسي او تیاره چې د همّت وېښتیا محو کوي» [۲۴۱ خطبه]»  دا د الله تعالی سنت دي خلک چې خپل ذهن څنګه جوړوي له هغه سره هماغسې معامله کېږي. یو سړی که خپله اړیکه له خپله رب سره ټینګوي؛ له پوچو وهمونو څخه خپل ځان بچ کوي، د خدای تعالی له یاد سره خپل زړه ودان ساتي، که کومه لوړه ژوره يې هم مخې ته راځي نو په هغه کې د لارښوونې او مرستې لپاره د خپل رب لور ته متوجه کېږي نو الله تعالی پر داسې شخص شیطان نه برلاسی کوي – او که تصادفاً له کومې ناپاکۍ له اغېز سره مخامخ کېږي نو د الله پر لور پاملرنه يې د هغه له شره بچ کوي. ددې پر عکس که کوم شخص بالکل منفعل مزاجه او وهمي وي، له عقل او بصیرت څخه د کار اخېستلو پر ځای په وسوسو کې اخته وي، پر الله د کلک باور ساتلو پر ځای د خپل زړه دړه شکونو او شبهاتو ته پرانیزي نو دا ډول انسان په عمومي توګه د جني او انسي، شیطانانو په لاسونو کې پریوځي او شيطان پرې برلاسی کېږي او هغه هرې لور ته چې غواړي، کشوي او ځغلوي. له دې سرګردانۍ څخه د خلاصون یوازینۍ طریقه په دې سورة کې ویل شوې چې سړی دې تل خپل ځان د خپل رب په پناه کې وساتي، که کله په زړه کې کومه دغدغه، ویره او ډار محسوس کړي سمدلاسه دې د هغه امان طلب کړي چې بهترینه ذریعه يې د معوذتین دواړه سورتونه دي.  چون د «قُل» له امر سره پخپله حضـرت رسول اکرم(ص) مأمور وو دا توهم رامنځته شوی وو چې پر حضرت رسول(ص) جادو شوی دی. او ددې توهم د تأیید لپاره ځېنې روایتونه هم نقل شوي دي چې پر هغه حضـرت يې څو ورځې د جادوګرانو د کار سحر څرګند کړی دی. په داسې حال کې چې دا ډول توهمات د نبوت د مقام او عصمت او د حضـرت رسول اکرم(ص) د قطعي سیرت منافي دي، ځکه چې: لومړی – که هغه حضـرت(ص) د جادوګرانو تر تأثیر او د هغوی تر تصـرفاتو او روحي تلقینونو لاندې راتله. له جسمي نقص او روحي او خلقي انحراف سره به دوڅار کېده چې له دې سره د وحی او رسالت بنسټ او تکیه ځای بې پایه او سستېده. د پیغمبر اکرم(ص) روښانه تاريخ څرګندوي چې د وړوکتوب له پیله د ژوند تر پایه، اندونه او یادونه او عملونه يې تر مراقبت او څارنې لاندې د عصمت په قلعه کې دننه دي. او د سِحر او جادو اروايي اغېز، نباید د بدني اغېز په څېر وګڼل شي. او که سِحر او کهانت د هاغه حضرت پر روح آغېز کاوه، هاغه ټول کاهنان او ساحران چې په عربستان او شاوخوا کې ول او له هاغو ټولو دښمنیو او مقاومتونو سره به يې، د هاغه حضـرت په روح کې تصـرف کاوه چې د هغه د نبوت او رسالت له ابلاغ او اعلامه مخنیوی وکړي. دویم دا چې؛ په «..فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَاللَّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ..» [مائده۶۷(۶۷:۵)] آیت کې هغه حضرت ته وعده وکړل شوې ده چې له هر مصیبت، درد او رنځه به يې ساتي. او په لاندینیو آیتونو کې: «… إِذْ يَقُولُ الظَّالِمُونَ إِنْ تَتَّبِعُونَ إِلَّا رَجُلًا مَسْحُورًا» [اسراء ۴۷(۱۷:۴۷)]. «انْظُرْ كَيْفَ ضَرَبُوا لَكَ الْأَمْثَالَ فَضَلُّوا فَلَا يَسْتَطِيعُونَ سَبِيلًا» [فرقان۹(۲۵:۹)]، ددې وینا نسبت يې ظالمینو ته ورکړی دی، چې ګواکې پیغمبر مسحور شوی دی او هغه يې د نبوت په اړه د لار ورکۍ او هېښتیا لامل ګڼلی دی. او په «…وَلَا يُفْلِحُ السَّاحِرُ حَيْثُ أَتَى» [طه۶۹ (۲۰:۶۹)] او همدا راز په «…وَمَا هُمْ بِضَارِّينَ بِهِ مِنْ أَحَدٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ..» [بقره۱۰۲(۲:۱۰۲)] آیتونو کې د ساحر بریالیتوب له هر لورې يې چې مخه کړي… او د ساحرانو زیان رسَول يې، د ا لله له اذن پرته نفي کړي دی. دریم داچې: کوم داستان چې په دې اړه په روایتونو کې ذکر شوی دی پخپله د ډیرو نورو روایتونو له مخې رد شوی دی او سندونه يې د اعتبار وړ نه دي ګڼل شوي او ښايي د همدغه داستان له وړاندې کولو وروسته دا سورة مدني ګڼل شوی وي په داسې حال کې چې ددې سورة له متن او د آیتونو له طرز او طرېقې څخه څرګندېږي چې دا سورة مکي دی.سربېره پر دې ښايي پاملرنه ولرو: ددې آیتونو د شأن نزول څخه په صرفنظر کولو چې ورته يې توږلی دی، په آیت کې هيڅ څرک نه بريښي چې مقصد يې په خاصه توګه د ساحرانو سحر وي، او که فرضاً آیت داسې تفسیر هم کړو، د هاغه شأن نزول پر صحت دلالت نه کوي، بلکې یوازې پر دې دلالت کوي چې پیغمبر اکرم(ص) د ساحرانو له شره پالونکي څښتن ته پناه وړي، سمدم ددې په څېر چې روغ او صحتمند وګړي د سرطان له ناروغۍ څخه پالونکي څښتن ته پناه وړي، که څه هم هيڅکله پرې اخته شوي نه وي.د هغو کسانو له شرّ څخه چې په غوټو کې پُوکي کوي، دا یوه اصطلاح ده. په یاد ولرئ چې هر څه په خپل وخت کې معنا لري. د رسول الله «صلی الله علیه وسلم» په وخت کې او له هغه څخه مخکې، د بشـري تاریخ په اوږدو کې، جادو عام وو، او له رمل او اسطرلاب سره وړانـدوینه او کهانت او طلسم او جادو او ددې په څېر نورې کړنې دود وې. خلکو د دې لارو چارو له لارې د خپلو ستونزو لپاره حل لارې لټولې. د بېلګې په توګه، که چیرې د میړه او میرمنې ترمنځ اختلاف او شخړه راتله، نو دوی به د شخړې د حل لپاره له کوډو او موهومو عملونو څخه کار اخېسته، هغوی به د جادو، منترونو او طلسم په لیکلو سره غوښتل خپلې ستونزې حل کړي، او هغه به يې په یو ځای پورې تړل، یا یې په څاه کې اچول، او داسې نورو ډېرو شیانو ته يې مخه کوله.  په قرآن کې کې ددې موضوع په اړه د فرعون د زمانې ساحرانو  ته په لاندې ډول اشاره شوې ده او د هغه اغېز يې د الله له اذن پرته رد کړی دی «فَيَتَعَلَّمُونَ مِنْهُمَا مَا يُفَرِّقُونَ بِهِ بَيْنَ الْمَرْءِ وَزَوْجِهِ وَمَا هُمْ بِضَارِّينَ بِهِ مِنْ أَحَدٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ» [بقره۱۰۲(۲:۱۰۲)].یا که دوی غوښتل چې غوټي خلاصې کړي [“عُقد” د “عَقد” جمع دی او عَقد د غوټې معنی لري، لکه د واده عَقد «تړون» یا د قرارداد عقد] او بل هر څیز چې غوټه خوري، په لنډه توګه، د هغوی د خلاصولو او هم د پرانېستلو لپاره به یې، جادو او طلسم ته مخه کولـه. په هر حالت کې د ستونزو حل لار یې، په ځانګړې توګه په تیرو وختونو کې، په غوټو کې په پُو کولو او جادو، منترونو او رمل او اسطرلاب لیدلو کې ګڼلې. همدا اوس هم چې همدا اوس دی وینئ چې لږو ډېر په همدې ډول دی. همدا اوس هم په ډېریو په اصطلاح اسلامي ټولنو کې د تعویذونو، کوډو او جادو بازار ښه ګرم دی او پوره رونق لري. کله چې یو شمېر خلک داسې وانګیري چې د ستونزو چاره يې داده  چې فی المثل یوه عریضه ولیکي او سر يې بند کړي او هغه په څاه کې واچوي، د جمکران په څاه کې يې واچوي، نو دا څرګندوي چې اوس هم النفاسات فی العقد شتون لري. تاسو به لیدلي وي چې د پیرانو او مرشدانو پر قبرونو دخلکو ستر جمعیتونه راټول وي او د درشل خاورې يې په سترګو پورې مږي او په دې توګه د خپلو ستونزو چاره ترې غواړي. دا خو لا څه چې ډیری د سپوږمۍ د کرې تور داغونه داسې انګیري چې دا يې د کوم امام انځور دی او د سپوږمۍ پر لور د التجاء لاسونه اوچتوي. دا خو لا څه چې په ټولنیزو رسنیو کې به مو لیدلي وي، د کوم چا د کور په دیوال د ناوې لاندې نم چې د انسان سر ته ورته کوم انځور يې جوړ کړی وو کوم لاروي وویل دا خو د حضرت عباس انځور ته ورته دی، ستر جمعیت دیوال ته مخامخ راټول شوی او هر یو خپل ځان او جامې دیوال پورې مږلې او له حضـرت عباسه يې د خپلو ستونزو حل غوښته، ځینو خپل مریض بچیان راوړي وو چې له حضـرت عباسه د هغوی د بیمارۍ شفا وغواړي او د بچيو درمل يې وشي، ځینو د یادګار په توګه ورسره عکسونه اخیستلي ول، چې په ټوله دنیا کې دا [په اصطلاح] معجزه!!! نشـر کړي. اوس نو فکر وکړئ چې د ښار ډېری خلک راټول شوي وي او له دیواله درمل، یا کوم بل حاجت وغواړي، یا کله چې په ضریح یا د قبر په پنجرې پورې قفل وتړي یا کومې ونې پورې دستمال یا کومه ټوټه ګنډه کړي، دا توهمات او خرافات په حقیقت کې هماغه «نفاثات فِی العُقَد» او په ګنډو او غوټو کې پُو کول دي. ددې پر ځای چې خدای تعالی، پالونکي څښتن «ربّ الْفَلَق» ته پناه یوسي؛ سپوږمۍ، دیوال او قفل، قبر او پنجرې او ډبرو او زرګونو داسې څیزونو ته پناه وړي. دا یوازې په افغانستان او ایران او پاکستان او شا او خوا سیمو کې نه دي، د دنیا په ټولو ځایونو کې په مختلفو ډولونو، تاسو کولی شئ دا ووینئ. د معضلو د حل او پرانېستلو او د مشکلاتو د رفع کولو، د فلق او بېرته کېدو لپاره، یو خدای [پالونکي څښتن] ته مخه نه کوي او واهي او چټی څیزونو ته مخ کوي او پر هغوی زړه تړي؛ ربّ الفلق خدای يې هېرېږي او د هاغو کسانو قبرونو ته چې له دنیا تللي دي، مخ کوي. په واقعیت کې دا هم یو شرّ دی چې باید انسان له هغه څخه خدای تعالی ته پناه يوسي. له دې شرک ککړې فضا او شرکي فرهنګه چې په هغې کې غیر له خدایه نور عوامل او لاملونه اغېزمن پېژندل کېږي، باید واحد لاشریک ذات پالونکي څښتن ته پناه یوسي. نو نفاسات په عقد کې چې په کلکو او محکمو غوټو کې د هغوی د سستولو او پرانېستلو لپاره له جادوګرانه پُو کولو څخه یو تمثیل دی، په هاغه مهال کې مطرح کېږي چې د ستونزو او مشکلاتو په غوټه کېدو کې او د مسئلو او چارو د بندېدو پر مهال د خلکو جهل او ناپوهي، د هغوی سحر، جادو، کهانت او کوډو ته ګومارل شوی وي. دا نازکه او لطیفه تشبیه چې د استعارې په قالب کې بیان شوې ده، د حضرت رسول اکرم(ص) او مسلمینو پر خلاف یو ډول ماهرانه او ظریف تبلیغات څرګندوي چې د اسلام دښمنانو لکه ابولهبانو د خپلو پتنه پارو او پتنه زېږو ښځو په مرسته او همکارۍ چې د فتنې د اور لپاره د خس او خاشاک راوړونکې ولې [او تل دي او وي به]، او ددې تبلیغاتو په توسه يې د عقیدې او د هاغه ایمان د غوټو په پرانستلو کې کوښښ کاوه چې د اسلام له پراختیا سره محکمې، ټیکاو او بوڼل کېدلې [نفاثات فی العقد]. دا راز هڅې، ټګي او مارغيت وسمهال هم په ډېره پېچلې او هنري بڼه د زر او زور او تزویر [استثمار، استعمار او استحمار] د اربابانو په توسه چې د خپلو دنیايي ګټو د لاسته راوړلو لپاره د شرکي نظام پاسوالان دي، د هر ډول توحیدي حرکت په مقابل کې کارول کېږي. قرآنکریم پیمانونه او تړونونه عقود [غوټي] معرفي کوي: [اوفوا بالعقود]، واده هم عقد او د نکاح غوټه ګڼي: [عقدةالنکاح] او جدّی سوګند خوړل د عقد له کلیمې سره ستايي: […وَلَكِنْ يُؤَاخِذُكُمْ بِمَا عَقَّدْتُمُ الْأَيْمَانَ…] ـ [مائده۸۹(۵:۸۹)].پر دې ترتیب ښايي وویلی شي دا شرّ چې په فلق سورة کې ترې یادونه شوې، هاغو تبلیغاتو، توطئو، پارونو، لمسوونو، تحریکاتو، تجاوزنو او تېریو ته اشاره ولري چې د اهل کتاب [یهود او نصارا، یا په اوسني تعبیر صهیونیزم او امپریالیزم] له اړخه ایماني ټولنې ته ځیر او متوجه کېږي او مسلمانان باید د داسې شر پر وړاندې د ربوبي مقام پناهځای ته، «رب الفلق» ته، چې د ودې او رشد او ژغورنې د ټولو خنډونو او پردو لېرې کوونکی دی، پناه وړونکی شي چې له تیارو څخه رڼا او نور ته ورسېږي.او په پای کې څلورم او وروستنی شرّ چې پیغمبر(ص) او مسلمانان باید له هغه څخه د «رب الفلق» لمن ته پناه یوسي، د حسود شرّ دی، چې کله يې حسادت وپارېږي، فتنې ولاړوي. [وَمِنْ شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ.] او د حاسدانو له شره هغه مهال چې حسد کوي. «حَاسِدٍ»: حسود. بدورد. بدپالی. «حسد» ډېر بد او زشت شیطاني خوی دی چې د مختلفو لاملونو، لکه د ایمان له ضُعف، تنګ نظرۍ او بخل له اغېزه د انسان په وجود کې پیدا کېږي. او حسود هغه څوک دی چې د نورو د نعمت زوال غواړي، حسد د ډېرو کبیره ګناه ګانو سرچینه ده. او د دا ډول حسودانو بېلګه ابولهب دی، چې له پیغمبر(ص)  سره د وینې له شریکوالي او خپلوۍ سره سره، د خپل وراره پر خلاف چې د زامنو خُسـر يې هم ګڼل کېده دسیسې، لمسونې او پارونې کولې. د ابوجهلانو او ابوسفیانانو انګېزه قومي رقابت او دښمني وه، خو ابی لهب چې له بنی هاشم څخه ګڼل کېده، د حسادت په اور کې سوزېده، چې ولې يې د ځوان وراره پوړ او مقام پر هغه زیاتوالی موندلی دی. حسادت لکه د سوړ، يخ وهلي او ویده مار په څېر چې حس او حرکت يې د دښمنۍ د اور له تودوخې سره پیل کېږي او له همدې لامله د حسود له شره پناه وړل هم د «اذا حسد» له قید سره مقید شوی دی.         قرآنکریم د هاغو خلکو په نسبت چې پیغمبر پکې استول شوی وو د بنی اسرائیلو له حسادته شاهد راوړي: «أَمْ يَحْسُدُونَ النَّاسَ عَلَى مَا آتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ…» [نساء۵۴(۴:۵۴)] «آیا پر خلکو [= پیغمبر او مسلمانانو]، د هاغه څه له لامله چې الله تعالی هغوی ته له خپل فضله [نبوّت او کتاب] وربښلی دی، حسادت کوي!؟…». او له ایمانه کفر ته د مسلمانانو په بیرته  ګرځولو کې د هغوی سخته لیوالتیا، چې د هغوی له دروني حسادته يې ريښه نېوله [او نیسي] په ګوته کوي: «وَدَّ كَثِيرٌ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَوْ يَرُدُّونَكُمْ مِنْ بَعْدِ إِيمَانِكُمْ كُفَّارًا حَسَدًا مِنْ عِنْدِ أَنْفُسِهِمْ…» [بقره۱۰۹(۲:۱۰۹)]. «ډېری له اهل کتاب د هاغه حسادت له لامله چې د زړه له تله [= په ذات او ضمیر کې ؛ ستاسو په نسبت]  يې لري،  هیله [او ارزو] کوي، چې کاشکې تاسو له ایمان راوړو وروسته، بېرته د کفر حال ته وګرځوي!….».نو ځکه ددې سورة په پای کې وايي: «وَمِنْ شَرِّ حَاسِدٍ إِذَا حَسَدَ.» پناه وړم د حاسد له شره، هغه مهال چې حسادت کوي. ځکه تر هاغه مهاله چې موږ له حسود وګړي سره د ګټو ټکر نه وي پیدا کړی د هغه حسادت کوم ضرر نلري. په عالم کې ډېر موجودات شته چې انسان کولی شي د هغوی تر څنګه سوکاله ژوند وکړی، خو که خاص شرایط رادمخه شي همغوی کېدی شي د سړي لپاره شرّ اوسي. مثلاً ډېر حیوانات دي چې خپل ژوند لري، خو شوني ده چې په ځېنو شرایطو کې شرّ رامنځته کړي.  د بېلګې په توګه که سپی هار [لېونی] شي، د هغه دا لېونتوب د نورو ژوو لپاره حتا د خپل ځان لپاره به يې شرّ شي. په هر حال حسود وګړي شتون لري. داسې څوک به نه وي چې حسادت ونلري؟ لږوډېر د ټولو انسانانو په وجود کې حسادت شته. خو کله چې دا حسادت تحریک شي، وپارېږي، هغه مهال وای د هاغو کسانو پر روزګار چې په مسیر او لارلیک کې يې واقع شي. ظاهراً داسې برېښي چې حسادت یو ساده څیز دی، خو تاسو د تاریخ په اوږدو کې ووینئ چې همدا ساده څیز یو له تخریبي موتورونو او لاملونو څخه دی چې ډېر زیات منفي تحرک او ځواک رامنځته کوي. لومړنی جنایت چې د بشر په تاریخ کې پېښ شوی دی او د آدم یو زوی د هغه د بل زوی پر لاس ووژل شو، د حسادت له مخې وو. قابیل له خپل ورور، هابیل، سره حسد وکړ او و يې ویل ولې ستا قرباني ومنل شوه او زما، نه شوه. لومړی قتل چې پېښېږي، لومړنۍ ورور وژنه چې واقع کیږي، لامل او سبب يې حسادت دی. دا د انسان قویترینه او تر ټولو ځواکمنه منفي انګېزه ده. د یوسف ورونو هغه ولې په څاه کې واچوه؟ فقط د حسادت لپاره. ویل يې؛ ولې زموږ پلار هغه تر موږ زیات خوښوي او ولې تر دې کچې هغه ته پاملرنه لري؟ موږ خو تر هغه ځواکمنتر یو؛ موږ خو په کارونو کې له خپل پلار سره ډېره زیاته مرسته کوو. نو حسادت یو ډېر خطرناک عامل دی، که وپارېږي او ځواک واخلي، کوم کارونه دي چې ترې سر نه وهي او کومې پېښي نه دي چې د هغه له آغېزې به واقع نه شي. داسې ډېرې کیسې به مو اورېدلي وي کله چې یو ځوان پر یوې نجلۍ عاشق شي او نجلۍ د هغه وړاندیز رد کړي هلک له حسادته د هغه پر مخ تیزاب پاشلي له دې حسادته چې که زما نشوي د بل چا هم نشې، د هلک له حسادته د نجلۍ ژوند تباه شي [که ژوندۍ پاتې هم شي]. حسادت ډېر یو ځواکمن عامل دی. ومو ویل چې په قرآنکریم کې، په ځلونو د مسلمانانو او پیغمبر په نسبت د اهل کتاب له حسادته خبره شوې ده: «…حَسَدًا مِّنْ عِندِ أَنفُسِهِم…» [بقره۱۰۹(۲:۱۰۹)]  د هاغه حسد له مخې چې په زړونو کې يې دی. هاغه حسادت چې نه يې غوښتل دا ومني چې خدای تعالی چې تل پیغمبران له بنی اسرائیلو غوره کول، اوس يې دا پیغمبر د عربو له قومه غوره کړی وي او ددوی له منځه يې څوک پیغمبرۍ ته مبعوث کړی وي ـ هغه هم آخرالزمان پیغمبر. «أَمْ يَحْسُدُونَ النَّاسَ عَلَى مَا آتَاهُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ…» [نساء۵۴(۴:۵۴)] آیا ددې لپاره چې الله له خپله فضله دې قوم ته دا انعام بښلی، حسد کوي. وینو چې پیغمبر او مسلمانان هم د حسادت له خطر سره مخامخ ول – لکه د ابوسفیانانو او ابو جهلانو خطر، د هغه د خپل سکه تره ابی لهب او د هغې زمانې د برلاسو مشرکینو حسد….«حسودان» تل د انبیا او اولیا د لارې خنډ ول، نو ځکه قرآنکریم حضـرت رسول (ص) ته فرمان ورکوي: د حاسدانو له شرّ څخه خدای تعالی(ج) پالونکي څښتن [«رب الفلق»] ته پناه یوسې. سره له دې چې په دې سورة او ورپسې سورة کې مخاطب پخپله پیغمبر(ص) دی، خو دا جوته ده چې موخه يې مثال او نمونه ده او ټول باید د حاسدانو له شره خدای ته پناه یوسي.   په هر حال، د فلق  په سورة کې، خبره  پالونکي څښتن ته له پناه وړلو څخه ده چې د انسان او په ټولیزه توګه د ټولو استعدادونو او د موجودو خزانو پنځوونکی دی چې ځېنې يې په اصطلاح له دې دانې باید سر راوباسي. مولوي یو ډېر په زړه پورې تعبیر لري چې دا معنا ښه روښانه کوي. په رښتیا چې زموږ عارفان پر مسئلو څومره ښه پوه شوي او بیان کړي يې دي:
وايي دانه چې په ځمکه کې حبس وه،  آزاده شوه او ښاخونه او پاڼې يې وایستې او اوس د بـاد پر وړانـدې ولاړه ده. اوس بـاد او تـوپان هم نشـي کـولی هـغه وپرځوي. دا دانه تر کومه بریده ځواکمنه شوې ده چې اوس پر یوې سترې ونې تبدیله شوې ده. پاڼې یوه یوه د ښاخونو له منځه راوځي او ښاخونه او پاڼې همداسې سر وهي، ټوکېږي او سر آسمان ته وباسي:د قرآن پر آیتونو يې استناد کړی؛ «…شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوَى عَلَى سُوقِهِ يُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ…» [فتح ۲۹(۴۸:۲۹)] وايي ونه لګیا ده شکر کوي چې موږ لومړی د دانې په بڼه په خاورو کې مېشت ولو او ذوالعطا، د بښنې خاوند پالونکي څښتن موږ ځواکمن، لواړ او ستر کړي یو چې دا ډول یوه پېژند پاڼه مو موندلې ده. ورپسې نتیجه اخلي چې هاغه انسانان چې په دنیا پورې تړل شوي دي او د خاورې اسیران دي، کله چې ځان يې له اسارته آزاد شي، خوښېږي.
هغوی لکه د بدر په څېر، یعنې د څوارلسمې سپوږمۍ غوندې بشپړېږي. وايي موږ هم لکه د هماغې دانې په څېر د خاورې په زړه کې د اوبو او خټو اسیران یو؛ خو که وکولی شو خپل ځان له دې اسارته آزاد کړو، رشد او وده مومو او غوړېدا ته به ورسېږو. وینئ چې خبره له همدغه «فلق» او «رب الفلق» ده. خبره له هاغه خدایه ده چې دانه پرانیزي او استعدادونو وده کوي، غوړېږي او برکتناک کېږي، که موږ هم وکولی شو، هغه ته په مخ کولو، د مادې او مادیاتو له نښتنو او بندیزونو څخه آزاد شو. موږ به هم د حق د عشق په هوا کې نڅاګر شو. په همدې ډول دی چې الهي آزاده انسانان لکه د بدر د ټیکلي په څېر بې له عیب او نقصانه دي. دا نڅا او سماع چې عارفان يې کوي، چې سره ددې چې یو شمېر کسانو همدې جسمي نڅا ته مخه کړې ده – مثلاً په قونیه او نورو ځایونو کې – سره له دې چې په هر حال کې د مولانا د مریدانو په حلقه کې وارد شوي دي، خو دا نڅا او سماع د یو بل څیز نښانه ده چې که خلک هغه له یاده وباسي یوازې په همدغه جسماني نڅا کې پاتې کېږي. لومړی په خاورو کې ننوت چې وروسته وکولی شي وږی راوباسي.«دفین» یعنی دفن‌ شوی، ښخ او پټ ‌شوی. وايي دا استعدادونه په خاورو کې له ښخیدو وروسته غوړيږي.د جهان وګړي چې که فروتن او خاکساري شي او خپل ځان راټيټ کړي، د هاغې دانې په څېر چې په خاورې کې دننه شي، هاغه مهال راپورته کېږي او اوچتوالی مومي.  وايي نطفه د مور په رحم کې هم همدا ډول ده. دلته هم، نطفه، لکه د همدې دانې په څېر په رحم کې پټېږي، خو د تل لپاره هلته نه پاتې کېږي، خو «در جهان او را ز نو بشکفتن است».قرآن فرمايي: بَلْ أَحْيَاء عِندَ رَبِّهِمْ. [آل عمران ۱۶۹(۳:۱۶۹)] وايي له کومې چې له دې «دفین» [خښېدو] او خارو ته له سپارلو وروسته حیات [ژوند] دی، حتا مرګ هم زما لپاره خوږ شوی دی، چون پوهېږم چې مرګ هم په واقعیت کې پالنه او بېاځلې زېږېدنه ده. دا په لنډه توګه د فلق سورة ته یوه کتنه ده، سره ددې چې په دې سورة کې د بحث لپاره ډېر ځای شته.            ۱ ــ  نظم قرآن  ــ   د عبدالعلي بازرګان  لېکنه

۲ ــ  آشنايي با قرآن  ــ   د مرتضی مطهري  ليکنه

۳ ــ في ظلال القرآن ــ   د   سيد قطب  لېکنه

۴ ــ  تفهیم القرآن  ــ   د مولانا سید ابوالاعلی مودودي ليکنه

۵ ــ تدبر قرآن ــ د مولانا امین احسن اصلاحي لیکنه

۶ ــ قرآن حکیم [ترجمه و توضیحات فارسي]  ــ عبدالعلي بازرګان

۷ ــ المیزان في تفسيرالقرآن ــ  د سید محمدحسين طباطبائي ليکنه

۸ ــ کابلي تفسير [قرآن کريم ترجمه او تفسير ــ مولانا محمود الحسن ديوبندي او علامه شبیراحمد عثماني ] پښتو کوونکي : د عالمانو يوه ډله

۹ ــ پرتوی از قرآن ــ د سید محمود طالقاني ليکنه

۱۰ ــ تفسير نمونه ــ د آیت الله مکارم شيرازي او د ورسره علماو د پلاوي ليکنه

۱۱ ــ  تفسير نور ــ د مصطفی خرمدل ليکنه

۱۲ ــ تابشې از قرآن ــ د  سید ابوالفضل ابن الرضا برقعي قمي ليکنه

۱۳ ــ تفسير باران ــ د دوکتور مهدي خُدّاميان آراني ليکنه

۱۴ ــ ترجمه تفسير طبري ــ د حبيب یغمائی په اهتمام او تصحيح 

۱۵ ــ تفسير ابن کثير ــ [حافظ عمادالدین ابوالفدا اسمعیل بن عمر ابن کثير الدمشقي]  اردو ته ژباړه : مولا محمد جوناګړهي

۱۶ ــ معارف القرآن ـــ  د مولانا مفتي محمد شفیع ليکنه

۱۷ ــ تفسير مصباحين (اردو) ترجمه و شرح تفسیر جلالين ــ ليکونکي : جلال الدين محلي او     جلال الدين سيوطي ــ اردو ته ژباړه او شرح: محمد لیاقت علي رضوي

۱۸ ــ تفسير کمالین د جلالین تفسیر اردو شرح د : مولانا محمد نعیم دیوبندی

۱۹ ــ د قرآن عظیم الشان پښتو ژباړه ــ مولوي قیام الدين کشاف

۲۰ ــ عزيزالتفاسير ــ د قرآن کريم پښتو ترجمه او تفسير ــ مولوي سلطان عزيز (عزيز)

۲۱ ــ صفوةالتفاسير ــ د محمدعلي الصابوني ليکنه ــ ژباړونکی: مولوي شمس الله کمال زاده

۲۲ ــ د قرآن پلوشې ــ د ګلب الدين حکمتیار لېکنه

۲۳ ــ تفسير دېوبندي ــ  د مولوي عبدالحنان لېکنه

۲۴ ــ حکمة القرآن ــ د مولوي امين الله پېښاوری لېکنه

۲۵ ــ تفسير ایوبي حنفي ــ د مولانا محمد عبیدالله ایوبي لېکنه  

۲۶ ــ تفسير احسن الکلام ــ د مولوي عبدالسلام رستمي ليکنه

۲۷ ــ قرآن کريم په پښتو ــ د اجرالدين اقبال ژباړه

۲۸ـ شرحې بر سوره های قرآن ـ عبدالعلي بازرګان ـ د عبدالعلي بازرګان وېب پاڼه [[bazargan.com

۲۹ ــ تفسیر روح القرآن ــ مؤلف ډاکتر مولانا محمد اسلم صدیقي.

۳۰ ــ د قرآن ټکی په ټکی او روانه ترجمه ــ مولوي جانباز سرفراز.

۳۱ ـ روح المعاني فی تفسیرالقرآن العظيم والسبع المثانی ـ العلامه ابی الفضل  شهاب الدین محمودالالوسی البغدادي.

۳۲ ــ تفسیر جواهرالقرآن ــ مولانا حسین علي.

۳۳ ــ تفسیر روح البیان ــ شيخ اسماعیل حقی البروسوی.

۳۴ ـ «کنزالایمان او تفسیر نورالعرفان»ترجمه احمد رضاخان بریلوي، تفسیر احمد یارخان نعيمي.

۳۵ ــ کشف الاسرار و عُدة الابرار ــ [د قرآنکریم ادبي او عرفاني تفسير] خواجه عبدالله انصاري.

۳۶ ــ د قرآن رڼا [د قرآن پښتو معنا او لنډ تفسیر] مولوی محمد ظاهر اسدالله مکي.

۳۷ ــ تفسیر الفخرالرّازی المشهور بالتفسیرالکبیر و مفاتیح الغیب، امام محمد الرازی فخرالدین.

۳۸ ــ التّفسیرالمبین ــ  دوکتور عبد الرحمن بن حسن النّفیسه.

۳۹ ــ تفسیر قرطبی ــ محمد بن احمد بن ابوبکر قرطبي، ترجمه اردو: پیرمحمد کرم شاه.

۴۰ ــ  المفصل في تفسیرالقرآن الکریم ـ المشهور بتفسیرالجلالین ـ للامام جلال الدّین المحلّيّ والامَام جلال الدِّین السّیُوطيّ.

۴۱ ـ «سیر تحوّل قرآن» ــ مهندس مهدي بازرګان.

۴۲ ـ مثنوي معنوي ــ مولانا جلال الدین بلخي.

نظر دادن بسته است.

بالا