دنواندیشی د خبراو تحلیل میز:
__________________________________________________________________________________________________________________________________________
دا یو څرګند او منل شوی حقیقت دی چی دپاکستان هیواد استراتیژیک عمق او د رامینځ ته کیدو موخه د ګاونډیو هیوادونو لکه افغانستان او هند وستان په وړاندی د ماجراجویانه پالیسیو پرمخ بیول او ددغه هیوادونو په ځانګړی توګه له لوی بریتانیا څخه خپلواک شوی هندوستان له ملی مبارزینو څخه د غچ آخیستو په موخه او هدف د آسیا په نیمه وچه کی سرراپورته کړ اوپه منځنی ختیځ کی د اسرائیلو په څیر د آسیا په زړه کی دغه تازه را جوړ شوی هیواد د انګلیسی استعمار او دهغوی د نړی والوملاتړولخوا په رسمیت ؤپیژندل شو چی له هم هغه مهاله یی زموږ دګران هیواد افغانستان سره چی په ملګرو ملتونو کی دافغانستان د استازی ښاغلی عبدالرحمن پژواک له لوری درسمیت پیژندلوپه بهیرکی منفی رأیه ورکړی وه له افغانستان سره دعلنی کرکی اونفرت چلند خپل کړ.داسلامی هیوادو د همکارۍ سازمان دغونډی کوربه پاکستان غواړی چی دنړې پام د طالبانو تر واک لاندی افغانستان کی ممکنه بشری ناورین ته واړوی . بیشتر بخوانید »