لکه څنګه چی خبر یاست تیره شپه د کابل پروخت د شپی نه بجی او پنځوس دقیقۍ په کابل ښار کی دوه چاودنی وشوی چی خبریی د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس یا ټویټر پاڼه کی خپور کړ اوویی لیکل چی: د کابل په ښار کې د یوې چاودنې غږ اوریدل شوی.خو څوک دې تشویش نه کوي، خیر او خیرت ده، د حادثې پلټنه روانه ده، تراوسه د کوم زیان په اړه راپورنه دی ورکړل شوی. رښتیا هم خیراوخیرت دی چی د پاکستان بی پیلوټه الوتکی راځی او ستا د هیواد په پلازمینه کی خپلی موخی په نښه کوی اوچی کله خپلو موخو ته ورسیدل نو په ډاډه زړه بیرته خپلو بارکونو ته ورګرځی . الله مو هوښیار کړه ! دا د دنیا مال په دی ارزی چی دومره غټ دروغ ووایاست ، تاسو چا ته فریب ورکوې؟ . بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














