د نواندیشی د تفکراو تفحص میز : ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ د خواشینی او ژور تأسف مقام ده چې زمونږ ولس بیا بیا له ډیرو ملاحظاتو سره سره د ملی یووالی د پیاوړتیا او د نظام د بقا لپاره اساسی قانون او ملی ارزښتونو باندی د مشرانو لخوا یوازې د واک او امتیازاتو تر لاسه کولو لپاره د خپلو رأیو په سر د معاملې ننداره کوی. باید ومنو چې دلته د څلورو لسیزو پرله پسې جګړو له امله د ظرفیت جوړولو په ګډون زمونږ ټول بنسټونه نړیدلی دی او همدا لامل ده چې مونږ د کار خلک کم لرو. نو ځکه ویلاى شو چې مونږ باید د کار د خلکو په وړو سهوو باندی سترګې پټې کړو او کله خو یې له شرمیدو څخه د ژغورنې لپاره سهوې توجیه هم کړو. که د تیرو دوو لسیزو واقعاتو باندی یو وړوکئ مکث وکړو نو پوهیږو چې واک ته د رسیدلو او د خپل حق ترلاسه کولو لپاره زور، زر او ولسی ملاتړ اغیزمن ثابت شوی دی، خو تر ټولو ځواکمن او باوری اړخ یې ولسی ملاتړ وه. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید







