دنواندیشی د تحلیل او پلټنو میز : ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ هر ډول شک پرته د افغانانو ترمنځ د شخړو د حل لپاره د توپک شپیلئ کارول قطعاً د منلو وړ حل لاره نه ده. که د تاریخ په اوږدو کې احیاناً کله کله ولس د حاکم په وړاندې توپک اخستلو ته مجبور شوی هم وی، ستره بیه یې ورکړې ده، ټولنیزو جوړښتونو او بنسټونو ته یې داسې زیانونه اوښتی دی چې بیا رغول یې خورا زیات وخت او لګښت ته اړتیا لری. افغانستان، سوریه، لیبیا او ځینې نور هیوادونه یې ښې بیلګی دی. نن یو ځل بیا وایم چې په شخړو کې د دخیلو خواوو ترمنځ د مذاکراتو د شونتیا په صورت کې جګړه نه موجه ده او نه هم د حل لاره ده. د نظامی دوکتورین له مخې وسله کارول یوازې مذاکراتو ته د وخت اخیستلو بیه وی. کله چې مخالف لورئ خبرو ته چمتو شی، نو جګړه کول بې ګټې ده.اوس چې سولې ته د رسیدو لپاره تر هروخت ښه کورنی سیمه ایز او نړیوال ذهنیت جوړ شوئ ده، نو اړینه ده چې حکومت او طالبان د مانورو ترسره کولو پرځاى خپله ټوله توجه د جګړې د ختمولو په موخه د بین الافغانی مذاکراتو بریالی پاى ته واړوی.که د طالبانو د مذاکراتی پلاوى په ترکیب کې د ځینو تندلارو ګډون ته له مثبتې زاویې وګورو، نو داسې معلومیږی چې طالبانو درک کړی ده چې د سولې پرځاى د جګړې غوراوى به ستره بیه ولری. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








