د نواندیشی د ولایتی بیا رغونو میــز : _________________________________________________________________________________________________________________________________________________________ په خوست کې د خصوصی سکټور ډاکټران وایی، چې د بې وزله او اړمنو ناروغانو د وړیا تشخیص او درملنې لپاره یې ځینې برنامې او فعالیتونه په پام کې نیولی دی.خوستیو ډاکټرانو دا څرګندونې د اګست پر دویمه د هغه غونډې په څنډه کې وکړې، چې د ډاکټرانو د ولایتی اتحادیې د مدیره هیات د ټاکلو لپاره جوړه شوې وه.ډاکټرانو وویل، روغتیایی مرکزونو ته د بیمارانو د انتقال لپاره د یو شمېر شخصی امبولانسونو رانیول هم په پام کې لری.د ډاکټرانو د اتحادیې مخکینی مشر ډاکټر جان محمد وویل د خوست د ډاکټرانو اتحادیه به د یاد ولایت په بیلابیلو سیمو کې وړیا روغتیایی کېمپونه جوړ کړی او د هغو ناروغانو تشخیص او درملنه به وکړی، بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








