د نواندیشی د خبر او نظر میز : ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ د خوست پخوانی والی محمد حلیم فدایی د مخه ښې او دنوی والی محمدصدیق پتمن د هرکلی مراسم تر سره شول.په دې مراسمو کې خوست دنوی والی محمد صدیق پتمن اوپخوانی والی محمدحلیم فدائی په ګډون ددې ولایت نظامی او ملکی مسولینو او ولسونو اشتراک درلود .د ولسونو لخوا پخوانی والی محمد حلیم فدایی ته چې د پکتیا د نوی والی په توګه ټاکل شوی، دی په مخه ښه وویل شوه او په نوی مسولیت کې یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه همدا شان نوی والی محمد صدیق پتمن ته د هرکلی ویلو په ترځ کی د خوست ولسی استازوخپلی ستونزی بیان کړی چی دخوست دنوی والی لخوا ورته دترسره کیدو ډاډ ورکړای شو . په پیل کی د خوست ولایتی شوری غړی سید اصغر اکاخیل نوی والی محمد صدیق پتمن ته هغه پروژی ورپه ګوته کړی چی پخوانی والی محمد حلیم فداېی یی د سرته رسولو وعده کړی وه خو په هره بهانه او علت چی ؤ سرته ونه رسیدی . همدا شان ددغه مراسمو په ترځ کی لیکوال او په سویل ختیځ کی د آزادی او مشال رادیو خبریال نجیب الله الوخیل ښاغلی محمد صدیق پتمن ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چی په دی حساسو ورځو کی د خوست امنیتی وضعیت ته پاملرنه وشی بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید














