
خو زموږ په ټولنه کې، د نارینو د ځان پوښل، مهم نه ديد مثال په توګه؛ دا چې کوشتي نیسې، هلته خو خاص وضعیت رامخته کېږي. که هغه طرف بد دی، او د ښځو لپاره پټول اړین دي، دا بل طرف يې هم بد دی. خو زمونږ په ټولنه کې، خلک عملاً، یوه استثناء له دې جهته، قایل دي. چې تنبیه معمولاً، ښځو ته متوجه ده. څادر دې ولې داسې دی، او بالا پوښ او چپن دې، ولې داسې دي، لباس دې ولې داسې دی، سرپټی دې ولې داسې دی، معمولاً د ښځو طرف تر څار لاندې دی. خو د نارینه په اړه دا څار نشته؛ مګر دا چې باریک ځای ته خبره ورسېږي، تر هغې پورې کوم ایراد پرې نه نیسي. خو پرعکس، ټول ایرادونه او نیوکې، پر ښځو دي. په داسې حال کې، چې دا د عرضې او تقاضا، مسئله ده. محال دی، په یوه ټولنه کې، که نارینه اړمن او نیازمند نه وي، تر څو خریدار نه وي، له هاغه بل لوري دا شوني نه ده، چې عرضه وشي. په بشپړه توګه، دلته مسئله [۵۰، ۵۰] ده. دا نه شي کېدی، یو لوری تل محکوم وګڼو. زموږ په ټولنه کې، معمولاً مور او پلار هم، تل په لوڼو نیوکه او ایراد نیسـي. که زامن يې چا پسې وي، خوښیږي، او ویاړ هم کوي. چې ماشاالله، دومره ښکلی زوی مې دی؛ هغوی يې نه پرېږدي. کله کله، تشویق او هڅونه يې، هم کوي. خو حاضر نه دي، لور يې له چا سره، حتا سلام علیک، هم وکړي.خو قرآن هر دواړه، د قضاوت او نېاو، په یوه پله کې، اچولي دي؛ نو ځکه دې مسئلې ته، دوه ځلي نغوته کوي. او ښځو ته، په ځانګړې توګه خطاب کوي. او وايي چې متقابلاً، مسلمانو ښځو ته هم ووایه؛ چې عین مطلب رعایت کړي؛ د نورو عورت ته و نه ګوري، او خپله لمن له زنا، او خپلې سترګې، نورو ته په بده سترګه، له لیدو وساتي.هر څه چې په تېر آیة کې، مو د «غضّ بصر»، او «حفظ فرج»، په اړه، وویل؛ دلته هم دي. یعنې په پورتني آیة کې، چې عمومي دی، او په ځانګړي توګه، نارینه ته هم دی. دوه فرمانونه، نارینو ته، ورکول شوي دي:یو له سترګو ګډولو او څرولو، او په بده سترګه نورو ته له کتلو، مخنېوی او نهې شوې. او بل د عورت، په سَترْ، او یا په پورتني تعبیر، له زنا څخه په ځان ساتنه، امر شوی دی؛ یعنې د لمني پاک ساتل، او هم نو رو ته، له ژورو کتلو او سترګو څرولو، څخه ځان وساتي. او هم خپل اندام، له ښکاره کولو وساتي [چې معنا يې ستر عورت دی]، او هم له فحشا ځان بچ کړي. نو نارینه دنده لري، هم خپل ځانونه، له سترګو څرولو، او نورو ته په بده سترګه له کتلو وساتي. او هم خپله لمن، له فحشاو پاکه وساتي.کوم آیة چې د نارینه په اړه دی [د ښځو په اړه له آیة څخه] لنډ دی او له همدې کچې زیات نه دی پرته له دې چې ورپسې توصیه کوي: دا چې موږ وایو د سترګو له څرولو ځان ساتنه وکړئ، او خپلې لمنې له فحشا پاکې او بچ وساتئ، داسې و نه انګېرئ چې موږ ستاسو بده غواړو؛ نه، بلکې ستاسو پاکې او سپېڅلتیا غواړو، او ستاسو خدای بهتر پوهېږي او بهتر ستاسو په چارو آګاه دی. په دې آية کې، چې ښځو پورې، پـه ځانګړې توګه اړه لري. ټکی په ټکی، همدا دوه دستوره، راغلي دي. لـه هماغه تعبیر سره، له دې توپیر سره، چې دلته ضمیرونه، مؤنث دي. «وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ…» فرمايي: او ښځو ته ووایاست؛ چې سترګې له څرولو، او د هاغـه څه له کتلو څخه، چې نباید ورتـه وکتل شي، ځان وساتي. او لمنې خپلې هم، د نورو له کتلو، او هم له فحشا، بچ او پاکې وساتي. یعنې هماغه دستورونـه او عبارتونه، چې د سړو په اړه راغلل.بل ته په بده سترګه د کتلو، او د عورت د سَترْ مسئله، د ښځې او نارینه لپاره، یو شان دي. دا دستور له دې سره سره چې، د ښځینه او نارینه په منځ کې، هيڅ توپیر نه کوي. خو دا د ښځو په اړه، تر ډېرې کچې، کوچنی ګڼل کېږي: یو دا چې، ښايي یو شمېر ښځې و انګېري، چې یوازې نارینه مجاز نه دي، ښځو ته وګوري. خو ښځې داسې ممنوعیت، د نارینه په نسبت، نه لري. او حال دا چې، هېڅ توپیر نه کوي، که جایز نه دی، د هر دواړو لپاره جایز نه دی. او که جایز دی، هر دواړو ته جایز دی؛ یعنې په هماغه برید کې، چې سړی ممنوع دی، ښځه هم ممنوعه ده. خو معمولاً داسې انګېري چې؛ نه، یوازې نارینه دی، چې نباید سترګې يې، پر ښځه ولګېږي، یا که په بد نظر وي، نباید ووېني. خو که د ښځې سترګې، پر نارینه پرېوځي، کومه ستونزه نشته. ځکه هغه ښځه ده، چې نارینه ته ګوري!خو داسې نه ده، بلکې قرآن، د ښځې او نر تر منځ، د «کتلو» په مسئله کې، هېڅ توپیر قایل نه دی. البته ځېنې مېرمنې، دې مسئلې ته پاملرنه لري. خو ښايي ډېری له هغوی، پاملرنه او توجه نه لري.دویم دا چې: کېدی شي، دې مسئلې ته، ډېر شمېر توجه ولري، او ښايي لږ شمېر، توجه ونلري. ـ هغه دا چې؛ خیال کوي ښځه، ښځې ته مطلقاً محرمه ده. یعنې دوی انګېري، چې ښځه، حتا د بلې ښځې عورت ته، هم محرمه ده؛ یوازې نارینه دی، چې د بل نارینه په نسبت، نامحرم دی. خو ښځه، د بلې هرې ښځې، د ټول بدن په نسبت، حتا د هغې د عورت په نسبت، محرمه ده. البته ډېری ښځې، لکه څنګه چې مو وویل، په دې پوهېږي، چې داسې نه دی، یعنې ښځه هم ښځې ته محرمه نه ده.خو لږه کي د ښځو داسې انګېري، چې ښځه، ښځې ته [مطلقاً] محرمه ده، خو داسې نه ده. د عورت په اړه، ښځه هم ښځې ته محرمه نه ده. حتا مور هم، خپلې لور ته، محرمه نه ده. لور هم، مور ته. محرمه نه ده. خور هم، خور ته، محرمه نه ده.
لکه څنګه چې مو وویل؛ قرآن نارینه ته ددې دوو مطلبونو په اړه، دستور ورکوي. او دې ته ورته دستور، ښځې ته، هم ورکوي. او کوم دستور، چې ښځې ته ورکوي، د هغې ورته دستور، نارینه ته هم ورکوي. خو د ښځو لپاره، یوه بله زیاته دنده، قایل شوی دی. چې دا دنده، نارینه ته نشته. او هغه دا چې، ښځه يې مکلف کړې ده، چې خپل ځان وپوښي. خو سړی يې، پر دې مکلف کړی نه دی. یعنې دا تکلیف ښځې ته متوجه دی، نه نارینه ته. قرآن وايي: «وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا» خپل زینتونه او سینګار دې، څرګند نکړي، مګر هغه چې، په طبیعي توګه، څرګند دي. له زینت څخه مطلب، یوازې ګاڼه، یعنې ګوتمه، غاړکۍ او ددې په څېر نور څیزونه نه دي. ځېنو ویلي؛ چې دا دې نه ښکاره کوي. خو ګاڼې، خو په ځانله توګه، تحریک کوونکي نه دي. ګاڼې خو د زرګرانو په دوکانونو کې، بې شمېره موندل کېږي. قاعدتاً زینت او سینګار، د زینت له ځای سره دی.[د ټوکې په بڼه، یو تمثیل دی. وايي: د چا په غاړه کې، د الوتکې په څېر، یو نښان په زنځيري غاړکۍ کې، د هغې پر ټټر ځوړند وو. یو سړی ورته ډېر په ځیر شو. ښځې ترې پوښتنه وکړه، دا الوتکه دې خوښه شوه؟ هغه ورته ځواب ورکړ، د الوتکې ډګر مې ډېر خوښ شو].نو ګاڼه او سینګار، د سینګار له ځای سره، مفهوم پیدا کوي. که د غاړې غاړکۍ وي، یا لاسبند او داسې نور وي، یا طبیعي زینتونه. پرته له هاغه څه چې ښکاره دي، او څه پرې کولی نشې. یعنې ښځه که هر څومره په اغوستن کې، تاوه او وپېچل شي، بیا هم پېژندل کېږي، چې ښځه ده، نور پرې څه کولی نشې. یعنې په طبیعي توګه، اوسئ. عادي اوسئ. په غیر عادي توګه، و نه برېښئ. هغه څه چې، په طبیعي توګه، څرګند دي. ډیریو مخ او لاسونه[تر مړوندونو] ګڼلي دي. خو د بشپړ پټولو سره هم، ومو ویل چې د نارینه او ښځې، د اندام توپیر، له ورایه څرګنديږي. هغه څه چې ترې نهې شوې ده، د نن ورځې په پرتله، بدن لیدې، تنګې او شفافې جامې دي. «وَلْيَضْـرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ»، «وَلْيَضْرِبْنَ» [یعنې واچوي]، دلته په دې اوږد آیة کې، «۲۵» ځلې د مؤنث ضمیر، کارول شوی دی؛ يَضْرِبْنَ، خُمُرِهِنَّ، جُيُوبِهِنَّ، لَا يُبْدِينَ، زِينَتَهُنَّ، بُعُولَتِهِنَّ...، دا ټول چې د مؤنث ضمیر په توګه راځي په آخر کې «ن» اخلي.«خُمُر» د خِمار جمع، له هاغه پوښښ څخه عبارت دی، چې په سر به يي اچوه. [د عربستان، له تودې او سوځوونکې هوا، دوړو او خاورو څخه، د ساتنې لپاره، یا د عفت د نښې په توګه]. د هغې اچول، د ګريوان له پاسه، د غاړې، ټټر او سينو د پټولو لپاره دي.کـه د سر د ويښـتانو د پټولـو په اړه، د قـرآني لید له مـخې د متشـرعانو له پرله پسې ټینګار سره، ځېنې تردیدونه څرګند شوي دي. خو د غاړې او سېنې د پټولو په اړه، په کوم صراحت چې په دې آیت کې راغلی دی، هيڅ شک نه پاتې کيږي.سره له دې چې، دې ته، ډیر لږ اهميت ورکول کيږي. نو «خُمُر» هاغه څیز چې په سر يې اچوي [سرپټی]، سړي يې هم اچوي. همدا اوس هم په عربستان کې يې، ښځې او سړي، پر سرونو اچوي، له پخوا هم، همداسې ول. چون عربستان استوايي منطقه ده، او سوځوونکی لمر لري. په ځانګړې توکه په مکه کې. دوړي او خاورې هم، هلته بې حده وې، او د هوا ککړتیا، او لمر دا ټول سره یو لاس ول. هغوی خولۍ نه درلودې، نو پر خپل سر به يې، سرپټی اچوه. بس یوازې دا چې ځینو به، بې بندوباري کوله، د حرکت پر مهال به يې، سرپټی شا خوا ته، ته، او غاړه او سینه به يې ښکاره کېدل. هاغه څه چې قرآن يې دلته توصیه کړې، وايي: دا سرپټی مخې ته راوړئ، چې ګرېوان او سینه مو وپوښي.ځېنو په دې اړه؛ په دې کې تردید کړی، چې آیا په قرآن کې، د سر د وېښتو پوښل، توصیه شوي که نه؟ په ځانګړی توګه په دې وروستیو کلونو کې، چې ځېنې لیکني راوتلي. وايي: په قرآن کې، په هیڅ ځای کې صریحاً نه دي ویل شوي، چې د سر وېښته دې وپوښل شي.خو دوی پاملرنه نه کوي، چې هلته چون د سر وېښته ټولو پوښل، هغه که د جغرافیايي شرایطو له لامله هم وو، نو معنا يې نه درلوده، چې په قرآن کې ووايي، دا کار وکړئ [سر وپوښئ]، ځکه هغه خو ټولو له مخکې کاوه. خو کوم څیز چې مسلّم دی، او ډېره لږه بها، او اهمیت ورته ورکول کېږي، د غاړې او ټټر پوښل او پټول دي. یعنې د قرآن د دستور پر بنسټ نه شي کېدی، پرانیستې وي. په داسې حال کې، چې دې موضوع، د سر د پوښلو پر وړاندې، لږ اهمیت موندلی دی.په داسې حال کې، چې زموږ په ټولنه کې، اصل او اساس، د سر وېښته تلقي شوي دي. نو که د سر په پوښلو کې، د خلکو په نزد تردید شتون لري. خو قرآن دا په ټینګار ویلې، چې؛ خپلې غاړې او سینې مو وپوښئ.«وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ» او خپل زینتونه مو مه ښکاره کوئ. «إِلَّا» مګر، دا مګر د دولس کسانو لپاره، چې د محرمانو جزء تلقي کېږي؛ «إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ»؛ مګر د مېړونو په نسبت يې: مېړه ته بَعْل وايي [بَعْل مفرد دی چې جمع يې بُعُول یا بُعُولة دی] «لِبُعُولَتِهِنَّ» یعنې: مګر مېړونو ته يي، «أَوْ آبَائِهِنَّ» یا پلرونه ته يې، «أَوْ آبَاءِ بُعُولَتِهِنَّ» یا د مېړونو پلرونه ته يې، [چې زموږ په اصطلاح کې ورته خسر هم وايي]، «أَوْ أَبْنَائِهِنَّ» یا زامن يې، «أَوْ أَبْنَاءِ بُعُولَتِهِنَّ» یا د مېړونو زامن يې، [یعنې «بن زي» يې]، «أَوْ إِخْوَانِهِنَّ» یا ورونه يې، «أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ» یا ورېرونه يې، «أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ» یا خورېیونه يې، «أَوْ نِسَائِهِنَّ» یا ښځې يې، یعنې خپلې خپلوانې ښځې، د پردو او نابلدو ښځو په اړه ډېره اجازه نشته. چې مسلمانه ښځه، د هغوی په مخکې، داسې ښکاره شي. له «نِسَائِهِنّ» څخه موخه، هم کيشه، ښځې ګڼل شوي دي. داسې هم اټکل کیدای شي، چې موخه يي خپلوانې او آشنا ښځې وي. په دې صورت کې، د خصوصي مسائلو د ساتلو په اړه، پردیو ښځو ته د هغوی د ژمنتیا د نه شتون له امله، حریم او برید ټاکل شوی دی. په بل ځای کې يې، په دې اړه توضیح ورکړې، او لاملونه يې هم څرګند کړي، چې ولې مجاز نه دي.«أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ» یا هغه چې مالک شوي يې دي، او تسلط يې موندلی دی لاسونو يې. چې مطلب يې جنګي اسیرانې دي، چې په هاغه دوران کې يې، شتون درلود. البته دا د داسې مریانو او اینځو، په عنوان مطرح نه ول، لکه څنګه چې په اروپا او امریکا کې، مطرح ول. چې مريان به يې د کار د قوې په توګه د استعمال لپاره، له افریقا او نورو ځایونو څخه غلا کول، او د عمر تر پایه به مریان ول. او د هغوی اولادونه به هم همداسې نسل په نسل، مریان پاتې کېدل، دا ډول مریانو هلته شتون نه درلود.خو «مَا مَلَکَتْ اَیْمَانُهُنَّ» لکه چې ومو ویل؛ په جګړه کې نیول شوي اسیران، او یرغمل شوې، ښځې او نارینه ول. ځينو مفسـرینو د «نِسَائِهِنَّ» په قرینه، چې ترې تر مخه راغلې، د وینځو مطلب ترې اخيستی، او ځینو هم د غلامانو مطلب ترې اخېستی.د مملوکوالي او د اختیار د نشتوالي له لامله، چې د هغوی له لوري د نګرانۍ او د خطر د رفع لامل وو، په دې ځانګړيتوب کې شامل ګڼلي دي. نو ځکه هلته مریان په هاغې معنا نه ول، چون کار هم شتون نه درلود. جنګي اسیران به يې نېول، د تبادلې لپاره، چون د جنګ، دواړو طرفونو به، اسیران نېول. هڅه دا وه، چې اسیران ونیسـي، که ددوی لخوا څوک اسیر شي، چې ورسره تبادله يې کړي. یا هاغه څوک چې اسیر کېدل، قبېلې یا کورنۍ به يې مقابل لور ته، پیسې یا مال ورکوه، او هغوی به يې آزادول.دا په حقیقت کې، د مالي امتیاز د لاسته راوړلو، یوه وسیله هم وه. که چا به څوک نه درلود، یا شتمن نه ول، یا قیمت ورکولو ته يې حاضر نه ول، دوی هلته پاتې کېدل. یو لړ ضابطې او قوانین پر هغوی ول، او په کورونو کې، د کاریګر په توګه به، مصروفیدل. چون دوی خو د جنګ لپاره راتلل، او اسیر کېدل. د ټولنیزو حقوقو له نظره يې، له نورو سره توپیر درلود. دوی هلته ول، په کور کې دننه، یا له کوره بیرون به يې، د عبد یا اینځې په توګه کار کاوه. او په قرآن کې ددوی په اړه، آیتونه راغلي دي.داسې نه وه، چې دوی له انساني حقوقو څخه، بیخي محروم ول. قرآن ددې پر ځای چې، له هماغه پیله ووايي، چې اسیر مه نیسئ، دا کار ممنوع دی، تدریجي برخورد يې ورسره، کړی دی. چون دا کار شونی نه وو، نه شونی وو، نه د چا په ځواک کې وو، او نه مصلحت وو. ځکه چې جنګونه پرله پسې واقع کېدل، او دښمنانو له دوی هم اسیران نیول. نو که دوی اسیر نه نېولی، خپل اسیران به يې څنګه خلاصول. او دا په حقیقت کې، مقابل لور ته، ستر امتیاز ورکول وو. نو په هاغـه دوران کې دا څـیز عام وو، چې قرآن په تـدریجي توګه، لـه منځه وړی دی.په هر حال وايي؛ وينځې چې په کور کې دي، د هغوی پر وړاندې پوښل اړین نه دي. لکه څنګه چې مو وویل: په دې قرینه چې «نسائهن» راغلی، ځېنو ویلي وينځې دي، او د «أَوْ مَا مَلَكَتْ» پر بنسټ، مریان هم پکې شامل دي، ځکه هغوی هم، آزاد او خپلواک نه ول.«أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُولِي الْإِرْبَةِ». «أَوِ التَّابِعِينَ» یا تابعین «غَيْرِ أُولِي الْإِرْبَةِ» چې جنسي تمایل نه لري، ځېنو ویلي؛ ښايي مقصد يې خواجګان وي، لکه د حرمسرای خواجګان، دوی ته د تابع کلیمه راغلې.«مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاءِ» له نرینه یا کوچنیانو، چې لا يې پر جنسي مسئلو، آګاهي نه ده موندلې، یعنې هغه ماشومان چې په دې اړه، کوم شناخت نه لري، هاغه نارینه چې له ذهني پلوه وروسته پاتې دي. داسې برېښي چې؛ مقصد يې ذهني وروسته پاتې، یا هغوی چې ذهن يې وده نه ده کړې. چون دوی، لـه دې مسئلې سره، کومه پېژندنه، او شناخت نلري. کوم تمایل، او لېوالتیا هم، ورته نه لري. دا خلک تل په ټولنه کې ول، دا چې تابع ول، یعنې؛ له خپله ځانه کوم اختیار نه لري، نور يې باید اداره کړي، له ذهني پلوه وروسته پاتې ول. [ښايي داسې وي والله اعلم]. دلته يې یو لړ هاغو کسانو ته، اشاره کړې، چې د زینت او سینګار ښکاره کېدل، د هغوی مخکې مهم نه دي.«وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِنْ زِينَتِهِنَّ» بله نکته د حرکت طریقه څرګندوي، مفسرینو خالخالونو ته اشاره کړې ده؛ چې پخوا به يي په پښو پورې تړل، او په مځکه د پښو په وهلو به يي، [لکه اوسني د جګپوندو بوټانو، او همدا راز، د پازېبونو په څير] راکښونکی غږ کاوه. نن ورځ هم کېدی شي، پر لارې د تګ په ډول کې، د اندام د ښکلا او سینګار توکو، د نندارې شاهدان اوسو. نو لکه څنګه چې ویل کېږي، په هاغه مهال کې به ښځو، یو ډول خلخال څیزونه، یا پازېبونه، پر پښو پورې تړل. او چې پر لارې به تلل، تق او تُق به يې، لکه د اوسنیو لوړپوندو بوټانو په څېر کاوه. او همدا راز شرنګهار به يې، د اوسنیو پازېبونو په څېر کاوه. او آواز به يې، د خلکو تر غوږونو ښه راتله، او د خلکو توجه به يې، ځانته اړوله. نو ځکه وايي:«وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ» پښې دې، پر ځمکه نه وهي. «لِيُعْلَمَ» چې وپېژندل شي، هغه زینتونه يې، چې پټ کړي دي. یعنې هغه زینتونه، چې باید وپوښل شي، او باید ظاهر نشي. البته دا ټول، د خپلې زمانې په تناسب، ویل شوي دي. چې په اصل کې، دا یو پیغام لري؛ یعنې دلیل نه لري، چې شخص وغواړي، مخالف جنس ځانته جذب کړي. که اصل او اساس کورنۍ ده، او د ښځې او مېړه تر منځ، یو تر بله، ژمنه او تعهد دی. او د کورنۍ تشکیل، چې پکې، په سلامته توګه، بچیان وروزل شي. نور هيڅ لامل شتون نه لري، چې دا ډول هڅې وشي، چې نورو ته دې شین څراغ وښودل شي.«وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَ الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ» دا ددې اوږد آیة پای ده. چې وايي: ای مؤمنینو دسته جمعي، په ټولیزه توګه، ټول توبه وکړئ. د آیت په پایله کې، ټولو مؤمنانو ته دا توصیه، د دې ښکارنـدوی ده؛ چې ډیر لږ خلک، داسې موندل کيږي، چې په خپل عمر کې ترې، د سترګو خیانت، یا د جنسـي غریزو لغزش، نه وي شوی![یعنې په دې لړ کې، چې څومره وویل شول، داسې څوک نشته، چې ډاډه اوسي، چې واقعاً له عیب او نقصه خالي وي. چې هيڅ مهال يې، د سترګو لاندې پټه، په غلا کتنه او لیدنه، هم نه وي کړې. او ددې ځواکمنې جنسـي غرېزې، پر وړاندې يې، کله هم، پښه ښویه شوې، نه وي.]نو پر دې بناء مؤمنینو ته، په خطاب کې وايي:«تُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَ الْمُؤْمِنُونَ» تاسو ټول توبه وکړئ، توبه هم د خدای لور ته ستنېدل دي، «لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ» ددې لپاره، چې فلاح ومومئ. غوړېدا ته ورسېږئ. فلح یعنې شګوفايي، غوړېدا، رشد او وده کول، غوړېدل او فلوریش کېدل دي.ورپسې آیة، له دې ټولنیزو مفاسدو څخه، د یوه د مخنیوي طریقه تـوضیح کـوي؛ هـغه مـهال چـې، یـو شـمېر بې همسـره پاتې شـوي وي، او جنسـي غـریزه هـم ځواکمنه ده، طبیعي ده، چې یو لړ عوارض رامنځته کوي. دا ټول جنایتونه، چې په مختلفو ښارونو کې کېږي، زیاتره يې لـه دې لامله دي، چې واده کول، سخت او ستونزمن شوی دی. د ځوانانو لپاره، د واده کولو امکان نشته. او دا ستونزه، په هر هیواد کې شته. خو زموږ هیواد کې، تر ټولو زیاته ده. جنسـي غریزه، پخپله یو اور دی، چې د هر ډول، اور بلولو لپاره، کافي دی.ـ
وَأَنْكِحُوا الْأَيَامَى مِنْـكُمْ وَالصَّالِحِينَ مِنْ عِبَادِكُمْ وَإِمَائِكُمْ إِنْ يَكُونُوا فُقَرَاءَ يُغْنِهِمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ﴿۳۲﴾له تاسو خپلو څخه ناواده کړو[جره ګانو] ته(۲۸)، وړ او صالحو غلامانو او وينځو ته نکاح وکړئ، که څه هم فقیر او اړمن وي [او د واده او کورنۍ د تشکیل د مصارفو په اړه تشویش ولري]، الله به هغوی له خپله فضله غنیان [نااړمن او بې نیازه] کړي او الله پراختیا بښونکی، ډېر پوه دی.
۲۸ – «الْأَيَامَى» د «اَیمْ» جمع، جره ښځې یا نارینه ته ویل کيږي ، که څه هم مخکې يي واده کړی وي او طلاق يي اخيستی وي او یا کونډ شوي وي، د خپلوانو او آشنایانو لپاره، حتی د هاغو تر لاس لاندې کسانو لپاره چې د هغوی په اړه ډير لږ احساس د دندې کوو، د جوړې او یا د ژوند د شریک پیدا کول د ټولو دنده ده چې ګټه يي نه یوازې هغوی ته بلکه له بې شمېره اړخونو څخه ټولنې ته رسيږي.دا آیة د ځوانانو په اړه، توصیه کوي چې؛ مجردانو ته ښځې وکړئ او پېغلې او ناواده کړې مېړه ته ورکړئ. «وَأَنْكِحُوا الْأَيَامَى مِنْكُمْ وَالصَّالِحِينَ مِنْ عِبَادِكُمْ وَإِمَائِكُمْ»، «وَأَنْكِحُوا» او [نکاح یعنې] واده يې وکړئ، الْأَيَامَى د «أَیِّم» جمع ده، أَیِّم یعنې مجرد، تنها – دا کېدی شي، داسې څوک وي، چې واده يې نه وي کړی، که نرینه وي یا ښځینه وي. یا کېدی شي، واده يې کړی وي، طلاق يې اخېستی وي، یا ښځه يې یا مېړه يې وفات شوی وي، چې په پایله کې یوازې وي.«مِنْكُمْ» له تاسو، یعنې په کلي، کور، چم، ګاونډ کې، خپلو خپلوانو کې، آشنایانو، دوستانو کې، هغوی چې تاسو يې پېژنئ، د واده شرایط ورته برابر کړئ. دا کار په پټه نه کېږي، نو باید یو لړ تشکیلات او مؤسسې، ددې لپاره، په کار واچول شي، چې همسر موندنه وکړي.نو هاغه جره ښځې، یا نارینه، چې په ټولنه کې شتون ولري، که څه هم، مخکې يي واده کړی وي، او طلاق يي اخيستی وي، او یا کونډه شوې وي. یا کوم څوک وي، چې ښځه يې وفات شوې وي، یعنې کونډ شوی وي، د خپلو خپلوانو، او آشنایانو په منځ کې، یو بل ته يې واده کړئ. دا په حقیقت کې، د اسلامي ټولنې لپاره، یوه دنده ده، چې د هغوی دا ستونزه رفع کړي. نه یوازې د هغوی چې؛ حتا د هاغو تر لاس لاندې کسانو لپاره، چې د هغوی په اړه، ډير لږ احساس د دندې کوو، د جوړې او یا د ژوند د شریک پیدا کول، د ټولو دنده ده. چې ګټه يي نه یوازې هغوی ته، بلکې له بې شمېره اړخونو، ټولنې ته رسيږي.«وَالصَّالِحِينَ مِنْ عِبَادِكُمْ وَإِمَائِكُمْ» «او ستاسو له عبادو صالحو کسانو څخه» او د خپلو عبادو وړ کسانو، عباد نه دا چې، ستاسو بندګان دي، بلکې هاغه اسیران چې ستاسو په واک کې دي. مقصد هغه جنګي اسیران، چې صالح کسان دي، د هغوی په اړه هم وظیفه لرئ، چې هغوی ته هم، د ژوند شریک او همسر ومومئ.«وَإِمَائِكُمْ»، «إِمَا» اینځو ته وايي، یعنې هغه جنګي اسیرانې، چې ښځینه دي، او صالحانې دي. هغوی ته هم، د ژوند شریکان، او همسـران ومومئ. هغوی هم انسانان دي، او اړتیا لري. کېدی شي، ددوی له اړخه ټولنې ته، خطرونه هم رامنځته شي. دا هم کېدی شي، وویل شي چې؛ دوی خـو امکـانات نه لـري، پیسې نه لـري، عاید نه لـري.وايي «إِنْ يَكُونُوا فُقَرَاءَ» کـه څـه هـم فـقیر، اړ او نیازمـن دي. «يُغْنِهِمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ» خـدای تعالی بـه يې، په خـپل فـضل، غـنیان او بې نیازه کـړي. یعنې همدا چې واده وکړي، هغه انګېزې چې، د کورنۍ د تشکیل لپاره رامنځته کېږي. د اولاد او بچیانو د ادارې لپاره لېوالتیا، کار او هڅه او تولید، رامنځـته کوي. نـه دې ډارېږي، رزق د خـدای په لاس کې دی. واده چې وکړي، باقي يې، خدای تعالی پخپله سموي. «وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ» او الله تعالی، د پراخۍ والا، ښه عالم دى.
وَلْيَسْـتَعْفِفِ الّـَذِينَ لَا يَجِدُونَ نِكَاحًـا حَـتّـَى يُغْنِيَهُـمُ اللَّهُ مـِنْ فَـضْلِهِ وَالّـَذِينَ يَبْتَغُونَ الْكِتَابَ مِمَّا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ فَكَاتِبُوهُمْ إِنْ عَلِمْتُمْ فِيهِمْ خَـيْرًا وَآتُوهُمْ مِنْ مَالِ اللَّهِ الّـَذِي آتَاكُمْ وَلَا تُكْرِهُوا فَتَيَاتِكُمْ عَلـَى الْبِغَاءِ إِنْ أَرَدْنَ تَحَصُّنًا لِتَبْتَغُوا عَرَضَ الْحَيَاةِ الـدُّنْيَا وَمَنْ يُكْرِهْهُنَّ فَإِنَّ اللَّهَ مِنْ بَعْدِ إِكْرَاهِهِنَّ غَفُورٌ رَحِيمٌ﴿۳۳﴾او هغه کسان چې، نکاح [لپاره وسه] نه پیدا کوي، باید [د جره توب په شرایطو کې] ځان وساتي [او پاک لمنې خپله کړي] تر هغه [مهاله چې] الله په خپل فضل دوی غني [بې نیازه او وسمن] کړي. او هغه کسان چې ستاسو تر واک لاندې دي، او [د خپلې آزادۍ د بیرته اخيستلو او پیرودلو لپاره] د تړون د تنظيم غوښتونکي وي، که په هغوي کې کوم خیر [او ښېګڼه] وینئ، ويي منئ او [حتا] د الله له ماله چې تاسو ته يي در کړی دی [د هغوی د خوشې کولو لپاره] تادیه کړئ.(۲۹) او هغه اسیرې ښځې چې په واک کې لرئ، که د پاک لمنۍ[= د کورنۍ د تشکیل] هوډ لري،(۳۰) هغوی تن پلورلو ته[په دې تمه] مه مجبوروئ چې تاسو د دنیوي ژوند ګټو ته ورسېږئ او هر څوک چې هغوی مجبورې کړي، نو الله له دې اجبار وروسته [په مجبور شوو کسانو] غفور او رحیم دی [بښونکی او مهربان دی].
۲۹ – د عربي قبيلو په مناسباتو کې، د اسیرانو نیول، او د هغوی مبادله یا ساتل يي، د غرب د برده دارۍ او مرییتوب له سیستم سره، چې د کار د ځواک په توګه به يي، له هغوی څخه ګټه اخېستله، ماهيّتي توپیر لري. د جنګي اسیرانو له موضوع سره، د اسلام مخامخ کېدنه او تعامل، د ناببره لغو او بښلو د فرمان پر ځای [چې شونی نه وو]، ددغه ستونزې تدريجي راټولول، د مسلمانانو د روزنې له لارې، او د اسیر او آزاد تر مېنځ، د اړيکو د تغیر پر بنسټ وو. مسلمانانو ته ددغه آیت توصیه، د هغوی د آزادۍ لپاره، د تړون تنظیم، حتی له عمومي بودیجې څخه، د برده دارۍ د تدريجي لغو کولو لپاره، د اسلام د جهت نېونې او دریځ، ښکارندوی دی.۳۰ – «تحصّن» د «حِصْن» [قلعه] له ريښې، په مجازي توګه، په هغو موردونو کې، چې مراد ترې حفظ او ساتل وي، کارول کيږي. لکه د هاغو ښځو په څير چې خپل ځان له بې عفتۍ، بې پتۍ او اخلاقي ناوړتیا لیرې ساتي. همدا راز کومه ښځه چې د نکاح [واده] په حِصن او د هغه په ژمنو کې داخله شوې وي . تحصّن [د تفعّل په باب] عفت او پتمنۍ ته تمایل او لېوالتیا څرګندوي.«وَلْيَسْتَعْفِفِ الَّذِينَ لَا يَجِدُونَ نِكَاحًا حَتَّى يُغْنِيَهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ» او یو شمېر که ددې امکان نه پیدا کوي، چې واده وکړي، حتماً خپل ځانونه دې وساتي، خپل پت دې وساتي، تر هغه وخته، چې خدای تعالی يې، په خپل فضل غني او بې نیازه کړي. یا څوک ورته، د واده لپاره پیدا شي، یا مالي وضعیت يې سم شي. باید هڅه وکړي، چې دا مسئله په یوه بڼه حل شي.«وَالَّذِينَ يَبْتَغُونَ الْكِتَابَ مِمَّا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ» او هغه کسان چې «يَبْتَغُونَ الْكِتَابَ»، دلته له کتابه مقصد، قرار داد او تړون دی، [مکتوب]. چون جامعه بېسواده وه، نو هغوی چې ستاسو جنګي اسیران دي، او غوښتنه کوي، موږ غواړو چې آزاد شو، نو له دوی سره، یو قرارداد تړي. چې په پایله کې يې، مثلاً د شپږو میاشتو، یا یو کال فعالیت وروسته، هغوی آزادېږي.[دا د پیغمبر په وخت کې معمول وو ،چې مثلاً ورته بـه يې ویل؛ «۵» کسانو ته که سواد زده کړې، آزادېږې. په دې ډول به يې، تړون کاوه، او تر دې کار وروسته به آزادېدل. یا همدا راز یو بل کار، لکه ودانیز کار به يې، ورته سپاره، او تر ختمېدو وروسته به يې، آزادېده.] وايي؛ هغه کسان، چې ددې کار، غوښتنه لري، «فَكَاتِبُوهُمْ» ورسره تړون ولیکئ، او ويې منئ. «إِنْ عَلِمْتُمْ فِيهِمْ خَيْرًا» که تاسو پوه شوئ، په دې کې خیر دی. یعنې که دا د خیر سړی دی، د اعتماد او وېسا وړ سړی دی، او کومه ستونزه نه لري. «وَآتُوهُمْ مِنْ مَالِ اللَّهِ الَّذِي آتَاكُمْ» د خدای تعالی له ماله، چې تاسو ته يې درکړی، دوی تـه ورکړئ، [چې دوی آزاد شي]. د خدای مال زموږ په مالونو کې څه شی دی؟ زکات دی، یعنې خپل زکات دوی ته ورکړئ، چې د خپل اسارت قیمت ورکړي، او خپل ځان آزاد کړي.که مریتوب، قرآن ته د قبول وړ وای، نو نه به يې ویل؛ چې له دوی سره قرارداد وتړئ، چې دوی آزاد شي. د امریکا او اروپا په کوم ځای کې داسي شوي، چې څوک غلام ته پیسې ورکړي، او ورته ووايي؛ خپل ځان دې آزاد کړه. هلته خو نسل تر نسله، خلک غلامان پاتې کېدل.قرآن غواړي، دوی په تدریج، ټولنې ته راداخل شي. او د یو لړ آدابو او روزنې وروسته، ورو ورو د ټولنې برخه شي. او یا که غواړي بیرون لاړ شي، هم ورسره قرارداد تړي، او هم ورته زکات ورکوي، چې خپل ځان آزاد کړي. او دا ستا د الهي حقوقو جزء، ګڼل کېږي. او د وینځو په اړه، ډیریو دا برداشت کړی، او نتیجه يې اخېستې، چې په اصطلاح وینځي خو ملي دي، هر څه چې غواړې، پرې کولی شې. خو ووینئ؛ چې په دې اړه قرآن څه ویلي؟ «وَلَا تُكْرِهُوا فَتَيَاتِكُمْ عَلَى الْبِغَاءِ إِنْ أَرَدْنَ تَحَصُّنًا» هيڅکله خپلې وينځې [اسیرې ښځې]، «فَتَيَاتِ» یعنې اسیرې ښځې، «بِغَاء» یعنې فحشاء «إِنْ أَرَدْنَ تَحَصُّنًا» که د عفت اهل دي، پتمنې دي، او د فحشاء اهل نه دي، داسې نه چې د فحشاء دې کار ته يې مجبورې او اړ کړئ.«لِتَبْتَغُوا عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا» چې وغواړې، په خپل دنیوي ژوند کې، له دې لارې، یو درآمد او عاید ولرې. داسې نه چې، فکر وکړې، دا یوه وسیله او توکی دی. او له دې لارې د تن پلورنې بازار ولرې، او له دې طریقه وغواړئ سوء استفاده وکړي، او ځانته پرې مال جمع کړي.همدا اوس هم، د جنګونو په نتیجه کې، دا مسئلې د ټولنو لـه سترو ستونزو څخه دي. کومې ښځې چې، بې سرپرسته پاتې کېږي، د هغوی له لاسه، او یا د هغوی په اړه، په ټولنه کې ګډوډي رامنځته کېږي. هر کال پر زرګونو ښځو او نجونو، تجاوز کېږي، چې اسلامې هیوادونه هم، له دې بې برخې نه دي. وايي حق نلرئ، د دنیايي ګټو لپاره، هغوی تن پلورنې ته مجبورې کړئ. «وَمَنْ يُكْرِهْهُنَّ فَإِنَّ اللَّهَ مِنْ بَعْدِ إِكْرَاهِهِنَّ غَفُورٌ رَحِيمٌ!» که په زور او ځور، پر یوه ښځه تجاوز او زیاتی وکړي، [په زور يې دې کار ته، اړ کړې وي] خدای تعالی د هغې [ښځې] په نسبت، غفور او رحیم دی. [دوی ښځو خو، کومه ګناه نه ده کړې] دا چې دوه ځلې، د اکراه کلیمه کارول شوې ده، پر دې ټینګار کوي؛ چې واقعاً په زور او اکراه شوی وي. نـه دا چې یو څه يې ورته ویلې وي، او دې کار ته يې تن ورکړی وي.
وَلَقَدْ أَنْزَلْنَا إِلَيْكُمْ آيَاتٍ مُبَيِّنَاتٍ وَمَثَلًا مِنَ الّـَذِينَ خَلَوْا مِنْ قَبْلِكُمْ وَمَوْعِظَةً لِلْمُتَّقِينَ﴿۳۴﴾او په تحقیق سره مونږ تاسو ته روښانه آیتونه او مَثَل [له پنده ډکو تجربو څخه نمونې] له هغو کسانو، چې تر تاسو د مخه ول، او موعظه [او پند] مود پرهېزګارانو لپاره نازل کړل. (۳۱)
۳۱ – په دې آیة کې، د هغه څه لپاره، چې د الله له لورې نازل شوي. درې شأنه ګڼل شوي دي؛ مبینات آیتونه، مَثَل، او موعظه؛ لومړنی يي، د «الله» د آیتونو پېژندنې پورې، اړوند کيږي. دوهم يي، د هغه له «خلق» څخه، په عبرت اخېستنې. او درېم يي، د پند اخېستنې او پاملرنې او پروا کولو [د تقوا د تقویت او ځواکمن کولو] له لارې، په «ځان» جوړونې [خود سازۍ] پورې اړه لري. درې اړخونه: خالق، خلق او خپل ځان، د وګړي د ودې او کمال ډګر، څرګندوي.وَلَقَدْ أَنْزَلْنَا إِلَيْكُمْ آيَاتٍ مُبَيِّنَاتٍ وَمَثَلًا مِنَ الَّذِينَ خَلَوْا مِنْ قَبْلِكُمْ وَمَوْعِظَةً لِلْمُتَّقِينَ. موږ تاسو ته روښانګر آیتونه لېږلې دي، [دا په دې سورة کې څلور ځلې تکرار شوی دی. خو دا «وَلَقَدْ أَنْزَلْنَا إِلَيْكُمْ آيَاتٍ مُبَيِّنَاتٍ»، په هر ځل کې د یوه نوي مطلب سرفصل دی، له دې وروسته غواړي، یو تازه مطلب پیل شي]. وايي: موږ پر تاسو آیتونه نازل کړي، چې روښانګر دي. دا آیتونه راڼه او د واضحه هندارې په څېر دي، او تاسو هم روښانه کوي.«وَمَثَلًا مِنَ الَّذِينَ خَلَوْا مِنْ قَبْلِكُمْ» او یو مثال، یوه نمونه، او یو موډل چې تاسو ته، د عبرت وړ وي. له هاغو کسانو چې، له تاسو مخکې ول، یعنې هم آیتونه مو، تاسو ته وویل. او هم تاریخي تجربې مو، درته وړاندې کړې دي. «وَمَوْعِظَةً لِلْمُتَّقِينَ» یو پند او اندرز دی، د هاغو کسانو لپاره چې تقوا لري، پرهېزګاران دي، ځان کنټرولولی شي.په دې آیة کې، د هغه څه لپاره چې د الله له لورې نازل شوي، درې شأنه ګڼل شوي دي؛ مبینات آیتونه، مَثَل او موعظه؛ لومړنی يي، د «الله» د آیتونو پېژندنې پورې، اړوند کيږي. دوهم يي؛ د هغه له «خلق» څخه، په عبرت اخېستنه، او درېم يي، د پند اخېستنې او پاملرنې او پروا کولو، [د تقوا د تقویت او ځواکمن کولو] له لارې، په «ځان» جوړونې [خود سازۍ] پورې، اړه لري. درې اړخونه: خالق، خلق او خپل ځان، د وګړي د ودې او کمال ډګر څرګندوي. دې پسې، څو راتلونکي آیتونه، د قرآن ډېر مشهور او نامتو آیتونه دي، چې د خدای تعالی هدایت معرفي کوي:
اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ مَثَلُ نُورِهِ كَمِشْكَاةٍ فِيهَا مِصْبَاحٌ الْمِصْبَاحُ فِي زُجَاجَةٍ الزُّجَاجَةُ كَأَنَّهَا كَوْكَبٌ دُرِّيٌّ يُوقَدُ مِنْ شَجَرَةٍ مُبَارَكَةٍ زَيْتُونَةٍ لَا شَرْقِيَّةٍ وَلَا غَرْبِيَّةٍ يَكَادُ زَيْتُهَا يُضـِيءُ وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌ نُورٌ عَلَى نُورٍ يَهْدِي اللَّهُ لِنُورِهِ مَنْ يَشَاءُ وَيَضْـرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۳۵﴾ فِي بُيُوتٍ أَذِنَ اللَّهُ أَنْ تُرْفَعَ وَيُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ يُسَبِّحُ لَهُ فِيهَا بِالْغُدُوِّ وَالْآصَالِ﴿۳۶﴾رِجَالٌ لَا تُلْهِيهِمْ تِجَارَةٌ وَلَا بَيْعٌ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَإِقَامِ الصَّلَاةِ وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ يَخَافُونَ يَوْمًا تَتَقَلَّبُ فِيهِ الْقُلُوبُ وَالْأَبْصَارُ﴿۳۷﴾ لِيَجْزِيَهُمُ اللَّهُ أَحْسَنَ مَا عَمِلُوا وَيَزِيدَهُمْ مِنْ فَضْلِهِ وَاللَّهُ يـَرْزُقُ مَنْ يَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ﴿۳۸﴾ وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَعْمَالُهُمْ كَســَرَابٍ بِقِيعَةٍ يَحْسَبُهُ الظَّمْآنُ مَاءً حَتَّى إِذَا جَاءَهُ لَمْ يَجِدْهُ شَيْئًا وَوَجَدَ اللَّهَ عِنْدَهُ فَوَفَّاهُ حِسَابَهُ وَاللَّهُ سَرِيعُ الْحِسَابِ﴿۳۹﴾ أَوْ كَظُلُمَاتٍ فِي بَحْرٍ لُجِّيٍّ يَغْشَاهُ مَوْجٌ مِنْ فَوْقِهِ مَوْجٌ مِنْ فَوْقِهِ سَحَابٌ ظُلُمَاتٌ بَعْضُهَا فَوْقَ بَعْضٍ إِذَا أَخْرَجَ يَدَهُ لَمْ يَكَدْ يَرَاهَا وَمَنْ لَمْ يَجْعَلِ اللَّهُ لَهُ نُورًا فَمَا لَهُ مِنْ نُورٍ﴿۴۰﴾ مِشْكَاةٍ= څراغداني، ډیوټ، څراغځای، تاخچه چې څراغ پکې له باده د بچ کولو لپاره ږدي – مِصْبَاحٌ = یو څراغ – زُجَاجَة = ښيښه يي حباب، ښيښه يي کوبۍ، ښيښه يي پوکاڼه – كَوْكَبٌ = یو ستوری – دُرِّيٌّ = ځلاند – يُوقَدُ = بلېږي – شَجَرَةٍ = ونه – يَكَادُ = نژدې دی – زَيْتُهَا = تېل يې، غوړي يې – يُضـِيءُ = شعله ور شي، روښانه شي، لمبه شي – وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ = که څه هم هغه ته اور و نه رسېږي – بُيُوتٍ = کورونو کې – أَنْ تُرْفَعَ = چې [د هغوی نوم او مقام او جوړښت] پورته یوړل شي، لوړ شي – يُذْكَرَ = یاد شي – يُسَبِّحُ = د هغه تسبیح کوي – بِالْغُدُوِّ = په ګهیځ کې – الْآصَالِ = ماښام – رِجَالٌ = وګړي چې – لَا تُلْهِيهِمْ = هغوی نه غافلوي – تِجَارَةٌ = سوداګري – بَيْعٌ = راکړه ورکړه – إِقَامِ = ولاړول – إِيتَاءِ = ورکول – يَخَافُونَ = ډارېږي – تَتَقَلَّبُ = پړمخه اوړي، بل شان کېږي، بېتابه کېږي – الْأَبْصَارُ = سترګې – سـَرَابٍ = ځلوبی، اوبڅېر لِيَجْزِيَهُمُ = چې هغوی ته جزا ورکړي، چې هغوی ته اجر ورکړي – أَحْسَنَ = [په پرتله] بهترین – يَزِيدَهُمْ = پر [اجر د] هغوی ورزیات کړي، يَرْزُقُ = روزي ورکوي – بِقِيعَةٍ = بیدیا، دښته، بیابان – يَحْسَبُهُ = هغه انګېري – الظَّمْآنُ = تږی – لَمْ يَجِدْهُ = هغه نه مومي – وَفَّاهُ = په بشپړه توګه ورکوي – بَحْرٍ = یو سمندر – لُجِّيٍّ = ژور او پراخ – يَغْشَاهُ = نغاړي – مَوْجٌ = څپه – سَحَابٌ = یو لړ ورېځې – أَخْرَجَ = راوباسي – لَمْ يَكَدْ يَرَاهَا = داسې نـه دی چې [څوک] هغه وویني – لَمْ يَكَدْ = شونی نه دی، نژدې نه دی – فَمَا لَهُ = نو د هغه لپاره نشته –
د نور سورة دا برخه، چې د «کور او کورنۍ د حریم» په اړه، تشریعي آیتونو پسې، يې ځای نېولی دی، له تکویني آیتونو څخه، خبره کوي. په یوه سرسري لید کې بريښي، چې دا لړۍ، د آیتونو له مخکینیو آیتونو څخه، خپلواکه، او له هغو سره بې اړیکې وي. خو واقعیت دادی، چې هر دواړه برخې، له یوه حقیقته خبره کوي. له دې توپیر سره چې؛ لومړۍ برخه له تشریعي آیتونو، او دویمه برخه له تکویني آیتونو څخه، د یوې واحدې موضوع د جوتولو لپاره، آیتونه او نښانې راوړي.ددې برخې مهمترین آیتونه، همدا «۴» آیتونه (۳۵ تر ۳۸) دي، چې په «نور» پورې اړه لري. چې له ډېر ښکلي او لطیف تمثیل سره يې، خدای تعالی، د آسمانونو او ځمکې نور نومولی دی. لکه څنګه چې د عالَم ټولو څیزونو، د نور په توسه، لواړېدنه او څرګندېدنه، موندلې ده، او تر کتنې او برېښېدنې لاندې، واقع شوې دي. د آسمانونو او ځمکې، او د عالم د ټولو موجوداتو د برخو لواړېدنه او څرګندېدنه، چې په حقیقت کې، د هستۍ او خلقت، او د هغوی د ژوند په صحنه کې د هغوی وجود ، په الهي مشيت کې سر ته رسېدلی. همدا راز له دې دا هم جوتېږي چې د نور په نشت، او د تورتم په دننه کې، هیڅ څیز ځلا او څرګندوالی نه مومي.که الهي مشيّت، د عالم په خلق کېدو او پنځونه کې، دا تړاو نه وای موندلی، هیڅ څیز، ژوند او حیات نه موند. په دې څلورو آیتونو کې، «۲» ځلې، د آسمانونو او ځمکې نور ته، له خدای تعالی سره تشبیه او تمثیل والي ته، نغوته کوي. دا ددې لپاره دی، چې څوک و نه انګېري، چې واقعا خدای تعالی، د نور له جنسه دی! او څرګندوي چې، له هاغه نور څخه چې د داسې وګړو په کورونو کې ځلېږي، موخه يې همدا د هدایت او ایمان نور دی.له دې سره مل، دا دوه آیتونه، دا لړۍ د آیتونو، د لومړۍ برخې آیتونو سره نښلوي. او د کور او کورنۍ د حریم په اړه، د لومړۍ برخې تشـریعي آیتونه، په داسې کورونو [بیوت] کې، د هدایت د نور اخېستنې او جذب ته مشروطوي.په دوو نورو مثالونو کې، چې د «نور» د آیتونو پسې راځي، د ( نُور په نسبت د ناشکرو) کافرانو، د کړنو پایلو ته، پاملرنه کوي. په ړومبي کې، د هغوی د دنیايي هڅو حاصل، له سراب سره، چې پر صحرا د نور د لګېدو محصول دی، تشبیه کوي. چې د اوبو په څېر بريښي، خو واقعیت نلري. وايي: دا یو ډول لارورکي او بېلاري ده، چې وګړی په خپل ګومان کې، هغه هدایت انګېري. په دویم مثال کې، د هغوی دریځ او موقعیت، د ژورو دریابونو له تیارو سره، چې بېشمېره لوړو څپو، له ټينګې ورېځې سره، هغوی نغاړلې دي، پرتله کوي. او د واقعیت په عالم کې، ددې تمثیل پایله، دا راز بیانوي؛ چې ددې ډول لارورکۍ توپیر، له مخکینۍ لارورکۍ سره، د هغه په شدت کې، او د لارورکي وګړي په تصور او انګېرنه کې، د هغه له خپل عمل سره دی. په ړومبي کې، باطل وهمونه او انګېرنې برېښي، او په دویم کې پخپله لاروکی وګړی، په خپلو لارورکیو کې ډوب شوی دی

وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید
