
البته د نورو آیتونو ټولګې ته چې واحده موضوع لري، په قرآن کې سورة ویل شوی دی. خو دا ټولګه په اړینه توګه د قرآن په اوسنۍ وېشبندۍ کې چې سورة نومول شوی او په ۱۱۴ ترکیبونو کې راغلي شامله نه ده. له دې بیان سره ویلی شو چې د قرآن په فعلي بڼه کې هر «سورة»، له مختلفو سورتونو څخه )د موضوع د وحدت په معنا( تشکیل شوی دی].«سُورَةٌ أَنْزَلْنَاهَا وَفَرَضْنَاهَا وَأَنْزَلْنَا فِيهَا آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ».د «سٌور» لغوي معنا کوټ (حصار) او ایساروونکې دایره ده. له همدې لامله د ښار ګردچاپېره دیوال سٌور نوموي. [د حدید سورة ۱۳ آیة پر دې معنا دلالت کوي. (فَضُرِبَ بَيْنَهُمْ بِسُورٍ لَهُ بَابٌ …. د هغوی تر منځ یو حصار وهل شوی دی چې هغوی ته یوه دروازه ده ….)]. او لاسبند یا د لاس کړۍ چې د دایرې په بڼه یو سېنګار دی سوار بولي [چې جمع یې آساوِرْ او آسْوِرَه ده]. او په همدې ترتیب د هاغو مطلبونو او بیانونو مجموعې ته چې د یوې موضوع اړوند دي او یو حقیقت له مختلفو ګوټونو څخه څېړي او د قرآن په اصطلاح کې ورته «سورة» وايي. پر رسول اکرم نازل شوی کتاب له ۱۱۴ سورتونو څخه تر مختلفو عنوانونو او نومونو لاندې تشکیل شوی دی چې ځېنې له هغوی پخپله د وړو سورتونو ټولګه ده [د هم غږو او هم سیاقو برخو په معنا].په داسې ډول چې هر سورة کېدی شي د یوې دایرې په توګه اټکل کړو، چې په هغوی کې وړې دایرې رسم شوي دي او د هغوی تر منځ له اصلي دایرې سره ژوره اړیکه او دقیق انسجام شتون لري.[په ځېنو له سورتونو کې هاغو آیتونو ته چې د یوې موضوع په اړه نازل شوي، «سورة» ویل شوی دی. لکه: توبه ۶۴ – ۸۶ – ۱۲۴ او ۱۲۷ آیتونه د منافقینو په اړه (يَحْذَرُ الْمُنَافِقُونَ أَنْ تُنَزَّلَ عَلَيْهِمْ سُورَةٌ …وَإِذَا أُنْزِلَتْ سُورَةٌ…) همدا راز د محمد سورة «۲۰» آیة د همدې ډلې په شأن کې (وَيَقُولُ الَّذِينَ آمَنُوا لَوْلَا نُزِّلَتْ سُورَةٌ فَإِذَا أُنْزِلَتْ سُورَةٌ مُحْكَمَةٌ وَذُكِرَ فِيهَا الْقِتَالُ رَأَيْتَ الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ يَنْظُرُونَ إِلَيْكَ…)]. دا سمه ده چې موږ د قرآن ۱۱۴ ګونې ويشنې «سورة» نوموو، خو پخپله قرآن يوازې د هاغو آیتونو ټولګې ته چې «نور» نومول شوی، په ځانګړې او بېلښتې بڼه او په څرګنده او صرېحه توګه «سورة» نومولی دی.ښايي دا ټینګار او صراحت د «نور» سورة د مختلفو برخو د همغږۍ او څرګند او ښکاره اړیکې او تړاو له لامله وي. یا هاغه نښانه او علامت چې آیتونه په ښکاره توګه یو له بله بېل او خپلواک دي، هغوی له یو چورلیز او موضوع سره په اړیکه او اړوند معنا او تفسیر کړو. او یا د «نور» وحدت د تورتمونو او ظلمات د کثرت پر وړاندې او یا…(الله اعلم). مسلم قدر دادی چې په ډېرو لږو سورتونو کې دا ډول وحدت او هم غږي کتلی شو.داسې برېښي ددې ټولګې اصلي دایره چې د «سورة» نوم ورپورې اړوند شوی، د «کور او کورنۍ» د حریم موضوع ده. خو نورې فرعي دایرې هم د هغوی د کوچنیو سورتونو (یا داخلي وېشنو او برخو) په عنوان شتون لري، چې د سورة له اصلي موضوع سره په عین چورلیزي اړیکه کې، وحدت او فردي خپلواکي هم لري. ددې کوچنیو سورتونو پېژندل، چې د اصلي سورة برخې او وېشنې تشکیلوي، له یو لورې د ټول سورة له درک او فهم سره مرسته کوي، له بل لورې د سورة له اصلي چورلیز سره په اړیکه کې، د فرعي برخو موقعیت او دریځ، چې په ظاهره کې له نورو آیتونو پرې کړي او پردی ښکاري، بیانېږي. پر دې بنا ګټور برېښي چې که له داسې تفکیک او تحلیلي تجزیې سره په سورة کې تدبّر وکړو.لکه څنګه چې وویل شول، دا سورة له پنځو ډلو آیتونو څخه په درېو مخلفو موضوع ګانو کې بڼه نیسي: ۱- (تشریعي آیتونه د کور او کورنۍ د حریم په اړه). ۲ – (تکویني آیتونه د نور او ظلمات په اړه او …). ۳-(وګړپېژندنه).چې په ترتیب سره په لاندې توګه، پنځګونې ډلې تشرېح کوو:
دا برخه چې د سورة له نیمايي څخه لږ څه زېاته برخه تشکیلوي، د «سُورَةٌ أَنْزَلْنَاهَا وَفَرَضْنَاهَا وَأَنْزَلْنَا فِيهَا آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ» آیة سره پیلېږي او له ۳۴ آیة «وَلَقَدْ أَنْزَلْنَا إِلَيْكُمْ آيَاتٍ مُبَيِّنَاتٍ… وَمَوْعِظَةً لِلْمُتَّقِينَ» سره پای ته رسېږي. لکه څنګه چې کتل کېږي؛ ددې برخې په پیل او پای کې د «آیات بینات» له «نزول» خبره کوي. دا «آیات بینات» چې تشریعي جنبه لري، د ۳۴ آیتونو په ترڅ کې دا برخه بیان او څرګندېږي ددې لپاره چې مؤمنینو ته «متذکر» شي، ورته رایاد شي او «تقوی» خپله دنده غوره کړي. سربېره پر دې، ددې برخې په منځ کې هم یو ځل بیا د «تشریعي» آیتونو له تبین او برېښاندۍ خبره کوي: ۱۸ آیة «وَيُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ» او الله څرګند آیتونه تاسو ته بیانوي او الله ډیر پوه حکيم دی.دا تشریعي آیتونه په لاندې توګه «۲۱» اصلي بندونو نغاړي چې البته فروع او نتیجه اخېستنې پرې مرتبې کېږي
ددې ۲۱ برخې په آیتونو کې چې ۲۱ تشریعي حکمـونه مو ترې استخـراج کړل [کېدی شي له دې هم زیات وي] ظریفې او دقیقې نکتې شتون لري چې ځېنو ته يې په لاندې توګه اشاره کوو:*الف – ددې حکمونو په متن کې او د هغو په مختلفو مقاطعو کې یې ۳ ځلې سست عنصرې مسلمانان تر نېوکې لاندې نیسي او ۳ ځلې پر هغوی د خدای تعالی فضل او رحمت، د هغوی له دې نه پاملرنو سره سره څرګندوي. د پاملرنې وړ نکته دا چې دا ټول موردونه چې په یوې۱۰ آیتي ټولګه کې ځای لري، د «ولو لا…» له جملې سره پیل کېږي.
باید پاملرنه ولرو کوم مطالب چې د «و لو لا فضل الله علیکم و رحمته» له عبارت څخه وروسته په ۳ لومړنیو آیتونو کې راغلي دي، پر مسلمانانو د واردې شوې نېوکې په اړه او په همدې اړه ۳ وروستي آیتونو دي.*په دې برخه کې ۵ ځلې د عذاب کلیمه په ۸- ۱۱- ۱۴- ۱۹- ۲۳ آیتونو کې د مسلمانانو د اخلاقي انحرافونو په اړه راغلي ده چې درې ځلې د عظیم او یو ځل د الیم له صفت سره ترکیب شوي دي. *په دې برخه کې ۴ ځلې د «تزکیه» کلیمه کارول شوې چې د آیتونو له سیاق سره په دې اړه کې د پاملرنې وړ ده. لکه:
کېدی شي د نحل سورة له ۹۰ آیة او د عنکبوت سورة ۴۵ آیة سره پرتله شي او د عدل او احسان تقابل له فحشاء او منکر سره وموندل شي. خدای تعالی د عدل او احسان امر کوي او نمونځ، انسان دې لارې ته سموي خو شیطان ددې پر خلاف عمل کوي.
د نور سورة دویمه برخه چې د «کور او کورنۍ د حریم» په اړه، تشریعي آیتونو پسې يې ځای نېولی دی له تکویني آیتونو څخه خبره کوي، په یوه سرسري لید کې بريښي دا لړۍ د آیتونو له مخکینیو آیتونو څخه خپلواکه او له هغو سره بې اړیکې وي. خو واقعیت دادی چې هر دواړه برخې له یوه حقیقته خبره کوي. له دې توپیر سره چې لومړۍ برخه له تشریعي آیتونو او دویمه برخه له تکویني آیتونو څخه د یوې واحدې موضوع د جوتولو لپاره آیتونه او نښانې راوړي. لکه څنګه چې مخکې وویل شول، د لومړۍ برخې په پیل او پای کې يې د آیتونو له نزوله یادونه کوله [۱ آیة … وَأَنْزَلْنَا فِيهَا آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ – ۳۴ آیة – وَلَقَدْ أَنْزَلْنَا إِلَيْكُمْ آيَاتٍ مُبَيِّنَاتٍ…] او د پورتنۍ برخې د آیتونو سیاق وښووله چې له آیات څخه مقصد تشریعي آیتونه دي.همدا راز په دویمه برخه کې وینو چې ۱۲ آیتونه يې سمدم د داسې دوو آیتونو تر منځ واقع شوي دي چې بیا هم د مبین آیتونو له نزوله خبره کوي [۳۴ آیة – لَقَدْ أَنْزَلْنَا إِلَيْكُمْ آيَاتٍ مُبَيِّنَاتٍ… ۴۶ آیة – لَقَدْ أَنْزَلْنَا آيَاتٍ مُبَيِّنَاتٍ وَاللَّهُ…]. چې دلته برېښي موخه يې تکویني آیتونه وي [۴۶ آیة ته که پاملرنه وشي د «الیکم» کلیمه حذف شوې چې د آیتونو عمومیت او شمولیت څرګندوي].ددې برخې مهمترین آیتونه همدا «۴» آیتونه (۳۵ تر ۳۸) چې په «نور» پورې اړه لري چې له ډېر ښکلي او لطیف تمثیل سره يې خدای تعالی د آسمانونو او ځمکې نور نومولی دی. لکه څنګه چې د عالم ټولو څیزونو د نور په توسه لواړېدنه او څرګندېدنه موندلې ده او د کتنې او څرګندېدنې وړ ګرځېدلې دي، د آسمانونو او ځمکې او د عالم د ټولو موجوداتو د برخو لواړېدنه او څرګندېدنه، چې په حقیقت کې د هستۍ او خلقت او د هغوی د ژوند په صحنه کې د هغوی همدا وجود دی، په الهي مشيت کې سر ته رسېدلی، لکه څنګه چې د نور په نشت او د تورتم په دننه کې هیڅ څیز برېښ او څرګندوالی نه مومي، که الهي مشيّت د عالم په خلق کېدو کې تړاو نه وای موندلی، هیڅ څیز به ژوند او حیات نه موند. په دې څلورو آیتونو کې «۲» ځلې د آسمانونو او ځمکې نور ته د خدای تعالی د تشبیه تمثیل والي ته نغوته کوي ددې لپاره چې څوک و نه انګېري چې واقعا خدای تعالی د نور له جنسه دی! [۳۵ آیة –… مَثَلُ نُورِهِ كَمِشْكَاةٍ…وَيَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ…] له ۳۶ او ۳۷ آیتونو [فِي بُيُوتٍ أَذِنَ اللَّهُ أَنْ تُرْفَعَ …. رِجَالٌ لَا تُلْهِيهِمْ تِجَارَةٌ وَلَا بَيْعٌ…] سره دا تمثیل بشپړېږي او څرګندوي چې له هاغه نور څخه چې د داسې وګړو په کورونو کې ځلېږي موخه يې همدا د هدایت او ایمان نور دی. له دې سره مل دا دوه آیتونه، دا لړۍ د آیتونو د لومړۍ برخې آیتونو سره نښلوي او د کور او کورنۍ د حریم په اړه د لومړۍ برخې تشریعي آیتونه په داسې کورونو [بیوت] کې د هدایت د نور جذب ته مشروطوي.په دوو نورو مثالونو کې چې د «نور» د آیتونو پسې راځي، د ( نور په نسبت د ناشکرو) کافرانو د کړنو پایلو ته پاملرنه کوي. په ړومبي کې د هغوی د دنیايي هڅو حاصل له سراب سره چې پر صحرا د نور د لګېدو محصول دی، تشبیه کوي چې د اوبو په څېر بريښي خو واقعیت نلري. دا یو ډول لارورکي او بېلاري ده چې وګړی په خپل ګومان هغه هدایت انګېري. په دویم مثال کې د هغوی دریځ او موقعیت د ژورو دریابونو له تیارو سره چې بېشمېره لوړو څپو له ټينګې ورېځې سره هغوی نغاړلې دي، پرتله کوي او د واقعیت په عالم کې ددې تمثیل پایله دا راز بیانوي چې: «… وَمَنْ لَمْ يَجْعَلِ اللَّهُ لَهُ نُورًا فَمَا لَهُ مِنْ نُورٍ» هغه چا ته چې خدای تعالی نور نه دی مقرر کړی د هغه لپاره کوم نور نشته. ددې ډول لارورکۍ توپیر له مخکینۍ لاروکۍ سره د هغه په شدت او د لارورکي وګړي تصور او انګېرنه د هغه له خپل عمله ده. په ړومبي کې باطل وهمونه او انګېرنې برېښي او په دویم کې پخپله لاروکی وګړی په خپلو لارورکیو کې ډوب شوی دی.د «نور» او «تیاره» د آیتونو [۶ آیتونو) له بیان وروسته ذهن نورو تکویني آیتونو ته اړوي. په ورپسې ۶ آیتونو کې نورې نښې وړاندې کوي:۱- د عالم د موجوداتو عمومي تسبیح، او د هغوی آګاهي په خپل صلاة او تسبیح کې، او د هغوی له کړنو د خدای تعالی دقیقه آګاهي: « أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يُسَبِّحُ لَهُ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالطَّيْرُ صَافَّاتٍ كُلٌّ قَدْ عَلِمَ صَلَاتَهُ وَتَسْبِيحَهُ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِمَا يَفْعَلُونَ». له دې آیته دا ډول نتیجه اخلي؛ څرنګه چې د عالم ټول موجودات د پالونکي څښتن تسبیح ویونکي دي، او پخپل صلاة او تسبیح هم علم او آګاهي لري. نو د آسمانونو او ځمکې مُلک د خدای تعالی دی، او د ټولو ښکارندو کمال او بشپړتیا د هغه پر لور ده.: «وَلِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَإِلَى اللَّهِ الْمَصِيرُ» [۴۲ آیة]۲ – د باد نقش او رول د ورېځو د تحرک او تالیف او ترکیب د عامل په عنوان، چې دا ټول پړاوونه او پیلزې، د هاغه اورښت د نزول لپاره دي، چې د مایع یا جامد (باران او ږلۍ) په بڼه ځمکې ته نازلېږي. «أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يُزْجِي سَحَابًا ثُمَّ يُؤَلِّفُ بَيْنَهُ ثُمَّ يَجْعَلُهُ رُكَامًا فَتَرَى الْوَدْقَ يَخْرُجُ مِنْ خِلَالِهِ …».نو له دې تکویني آیته، دا ډول نتیجه اخېستنه کوي، چې د شپې او ورځې په تداوم او تقلب کې [پرله پسې غځېدنې او اووښتنې کې]، «یو په بل پسې راتګ» کې چې د تودوخې د درجې د توپیر پیدا کېدو، او په پایله کې، د باد او توپان د منځته راتګ لامل کېږي. [او باد پخپله د باران د اورېدو پیلامه، او باران د حیات او ژوند پیلیزه ده.] د بصیرت د اهل د عبرت لپاره آیتونه دي. «يُقَلِّبُ اللَّهُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَعِبْرَةً لِأُولِي الْأَبْصَارِ». د پاملرنې وړ دا چې، د ۴۳ آیة په پای کې فرمايي: «… يَكَادُ سَنَا بَرْقِهِ يَذْهَبُ بِالْأَبْصَارِ» او ورپسې آیت کې، ابصار ته په بېا ځلې اشاره کې فرمايي: «… إِنَّ فِي ذَلِكَ لَعِبْرَةً لِأُولِي الْأَبْصَارِ». یعنې هاغه سترګې چې د آسمان برېښوونکي برېښنا وويني، باید عبرت واخلي، او بصیرت پیدا کړي.۳ – د موجوداتو عمومي خلقت، دریم آیة دی چې په دې برخه کې تذکر ورکول کېږي. د بادونو له جاري کېدو او ورېځو له تشکیلېدو او د باران او واورې له اورېدو وروسته، چې په مخکیني آیت کې تشرېح شول، دا پیلیزې د ځمکې په سطح کې د اوبو د پیدا کېدو، او د ګیاهګانو د ودې او رشد، او د راز راز ځناورو د خلقت لامل کېږي، چې په خپلې تکاملي او بشپړیزې ودې او رشد کې، له خزندګانو (سوسمارانو، مارانو) څخه تر دوو پښو والا (دایناسورانو)، او څلور پښو والا (راز، راز تي لرونکو) پورې يې، هر رازوالی موندلی دی. «وَاللَّهُ خَلَقَ كُلَّ دَابَّةٍ مِنْ مَاءٍ فَمِنْهُمْ مَنْ يَمْشِي عَلَى بَطْنِهِ وَمِنْهُمْ مَنْ يَمْشِي عَلَى رِجْلَيْنِ وَمِنْهُمْ مَنْ يَمْشِي عَلَى أَرْبَعٍ…».کومه نتیجه چې له دا ډول یو آیة څخه اخلي، دا چې؛ د خدای قدرت او د هغه مشیّت د خلقت پر استمرار دی. «…يَخْلُقُ اللَّهُ مَا يَشَاءُ إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ».پر دې ترتیب په درېو آیتونو کې چې په دې برخه کې ورته توضیح ورکړل شوې، پر درېو اصلونو نغوته شوې: ۱- د خدای تعالی علم او مُلک، ۲- د خدای تدبیر، ۳- خلقت او د خدای قدرت.د پام وړ خبره دا چې؛ ددې برخې په پای کې لکه د مخکینۍ برخې په څېر ددې (تکویني) آیتونو پر روښانتیا او برېښنده والي ټینګار کوي. (لکه څنګه چې ددې برخې په پیل [۳۴ آیة] کې يې پر دې چار ټینګار وکړ).«لَقَدْ أَنْزَلْنَا آيَاتٍ مُبَيِّنَاتٍ وَاللَّهُ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ»![]()
په دې برخه کې پرته له دې چې د «نفاق» کلیمه يې کارولي وي، د مسلمانانو په منځ کې له دا ډول خصوصیت او ځانګړتیا یادونه کوي. هاغه کسان چې په خدای او رسول د ایمان، او له رهبرۍ د اطاعت ادعا کوي، په داسې حال کې، چې په خپلې «خبرې» عملاً ولاړ نه دي. او د رسول حکم ته که د هغوی د غوښتنو او لېوالتیا مخالف وي، نه حاضرېږي، چې غاړه ورته کېږدي. خو که ډاډه وي حق ددوی په طرف دی، او ډاډه وي، چې رسول به ددوی په ګټه حکم وکړي، سر سپارلي به ورته به وي.قرآن دا ډله چې ناروغۍ یې په زړونو کې ریښه ځغلولې وي، یا شک لري، یا ډارېږي، چې خـدای او رسول به د هغـوی حـق تر پښو لانـدې کـړي، (په خپل نفس او نورو) «ظالم» نومولي دي.ګواکې په مسلمانانو کې ددې ډلې د ځانګړتیاو تشرېح، په خاصه توګه د «کور او کورنۍ» [په ۱ تر ۳۴ آیتونو کې] او د «نور» د عظیم الشأن آیتونو له بیان وروسته، چې د هغه هدایتې ځلېدنه، په هاغو کورونو «بیوت» کې معرفي کوي، چې په هغو کې د خدای نوم ذکر کېږې: «فِي بُيُوتٍ أَذِنَ اللَّهُ أَنْ تُرْفَعَ وَيُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ… رِجَالٌ لَا تُلْهِيهِمْ تِجَارَةٌ وَلَا بَيْعٌ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ…».په ځېنو مسلمانو کورنیو کې د «نور» د نه شتون د آغېز د بیان له کبله دی، چې تربیتي او روزنیز ضایعات يې، دا ډول ناوړه عوارض او اغېز، په ټولنه کې رامنځته کوي. د پورتنیو آیتونو په لړۍ کې ۸ ځلې، د «اطاعت» د کلیمې مشتقات کارول شوي دي، چې له دې مخې په قرآن کې بې نظير یا کم نظير دي.ددې ډلې مؤمنینو د سست ایمانۍ له ذکر وروسته، په ۵۰ او ۵۱ آیتونو کـې پـه مثبت لور کې، لـه واقعي مـؤمنینو معـکوسې نښې وړاندې کـوي. او لـه هغې وروسته بیا ځـلې، د منافقینو د بـدو کـړنو مصداقونه، د جنګي ماموریت لپاره د وتو او بسیج پر مهال وړاندې کوي، چې په عین نافرمانۍ او ګناه کې، د خپل اطاعت او فرمان وړلو د پوړیو جوتولو لپاره، غلیظ او شدید قَسمونه خوري. له دغې منافقانه طریقې سره سره، څرنګه چې انسان مختار او آزاد دی، او هر څوک د خپل عمل بار [که ښه وي که بد] پر خپلو اوږو کاږي، خدای تعالی د هغوی خپل سرلیک د هغوی خپلو لاسونو ته سپاري. او څرګندوي چې؛ رسول [استازی] له ښکاره ابلاغ پرته، کومه بله دنده نلري! [اکراه او کوم اجبار اړین نـه دی او په دې لارلیک کې کوم زور او ځور نه کارول کېږي]….«….فَإِنْ تَوَلَّوْا فَإِنَّمَا عَلَيْهِ مَا حُمِّلَ وَعَلَيْكُمْ مَا حُمِّلْتُمْ وَإِنْ تُطِيعُوهُ تَهْتَدُوا وَمَا عَلَى الرَّسُولِ إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ». [نور۵۴(۲۴:۵۴)]ورپسې درې آیتونه، واقعي مؤمنینو ته خطاب دی. او د هغوی د پای او وروستی بری، غوړېدا او خلاصون پر دې شرط ورته لېکل کېږي، چې د شرک ناخالصي، او له نعمته ناشکري، هغوی له صراط المستقیم [او سمې لارې] لېرې نه کړي. ګواکې د منافقینیو د کړنو تشرېح، او له قرآني حقایقو څخه د هغوی له مخ اړونې او شاکولو پسې، ددې وړاندوېنې بیان، یو ډول هڅونه او روحي تقویه کول وي، چې ډاډه شي په پایله کې حق بریالی کېږي. او هغوی په ځمکه کې، د کافرانو ځای ناستي شوي، د دین پالۍ چار يې شونی کېږي، او ډار به يې په امنیت بدل شي.«وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ» [نور۵۵(۲۴:۵۵)] 
د شرک نشت او د کفران او ناشکرۍ نشت، سلبي او د نفې او نهې جنبه لري، له مثبت جهته او په ایجابي جنبه کې هم مسلمانان په دریو وظیفو مکلف دي: صلوة، زکوة او له رسوله [ولایت] اطاعت ته پایبند اوسي: «وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ» [نور۵۶(۲۴:۵۶)]. او که داسې ونشول، یعنې له شرک او کفره يې ليرېوالی وکړ. او صلوة او زکوة او له رسوله [ولایت] ته ملزم او اړین شول، کولی شي ډاډه اوسي. کفار به هیڅکله ونشي کولی، او قادر به نه اوسي چې هغوی عجز او ناتوانۍ ته وکاږي. پر دې ترتیب د آیتونو دا لړۍ له ۵۷ آیت سره، چې دا ډول ډاډ او اطمنان القاء کوي، پای ته رسېږي: «لَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا مُعْجِزِينَ فِي الْأَرْضِ وَ مَأْوَاهُمُ النَّارُ وَلَبِئْسَ الْمَصِيرُ».
په دې برخه کې د سورة لومړۍ برخې ته ستنېږي. له دې توپیر سره چې په دې برخه کې ډیری احکام د «کور» په اړه دي، نه د «کورنۍ» په اړه. سره له دې چې هر دواړه موضوعګانې، یوې موخې ته رسېږي. سربېره پر دې؛ دا «۴آیتونه» د لومړۍ برخې له «۳۴ آیتونو» څخه، ۵ کاله وروسته، یعنې په ۱۰ لېږدیز کال کې نازل شوي دي، چې د کورنۍ د حریم بشپړوونکي دي. پهدې «۴» آیتونو کې «۴» حکمه په لاندې شرح صادریږي:۱ـ هاغه نامحرم کسان، چې [د وینځې یا مريي په نوم] په کور کې دي، یا نابالغ کوچنیان، هرومرو په دریو ټاکلو مهالونو کې [چې نوم يې وړل شوی] په کور کې دي، د کورنۍ د سرپرست [پلار او مور] کوټې ته اجازه واخلي.۲ – بالغ بچیان باید لکه د نورو په څېر، هر مهال کې اجازه واخلي.۳ – پر ګوښه شوو [یائسه، بوډیو] ښځو، چې نور د واده [مېندوارۍ] هیله نلري، کومه ګناه نشته چې خپل پاسنی پوښښ لېرې کړي، په دې شرط چې د ځان ښودنې او سینګارونې موخه ونلري، خو که عفت او پاک لمنۍ ته لېوالتیا ولري د دوی په ګټه دی.۴ – د علیلو یا سالمو کسانو په فردي یا ډله ایزه توګه د غذا خوړل په خپلو کورونو کې، یا د قومیانو او دوستانو په کورونو کې، او .. [چې محدوده يې په آیة کې ټاکل شوې ده] کومه ستونزه نلري. خو کورونو ته د نوتو پر مهال دې د هغوی اهل ته، چې ټول یو ځان او ذات تشکیلوي، سلام وشي.په پورته څلور ګونو آیتونو کې څو مهمې نکتې پاملرنه جلبوي: لومړی درې ځلې د «كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ» عبارت د ۵۸ او ۵۹ او ۶۱ آیتونو په پای کې تکرار شوی چې ددې تشریعي آیتونو اهمیت چې خدای تعالی د کورنیو د هدایت لپاره «تبیین» کړي، څرګندوي. دویم په «۶۱» آیة کې چې ددې برخې وروستی آیة او په ضمن کې د نور په سورة کې د کور او کورنۍ پورې اړوند وروستی آیة دی، «۱۰» ځلې د «بیوت» کلیمه تکرار شوې ده، ګواکې لکه څنګه چې د «۱۰» عدد بشپړ ګڼل کېږي، په دې آیة کې د جزئیاتو له ذکر سره، د کور او کورنۍ ضابطې او مقررې بشپړې شوې دي، او خدای تعالی د خپل هدایت نعمت بشپړ کړی او اتمام ته رسولی دی.

وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید