گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د آیتونو لحن او د پای آهنګ:
د آیتونو لحن او د پای آهنګ:

د آیتونو لحن او د پای آهنګ:

دویم په «۶۱» آیة کې چې ددې برخې وروستی آیة او په ضمن کې د نور په سورة کې د کور او کورنۍ پورې اړوند وروستی آیة دی، «۱۰» ځلې د «بیوت» کلیمه تکرار شوې ده، ګواکې لکه څنګه چې د «۱۰» عدد بشپړ ګڼل کېږي، په دې آیة کې د جزئیاتو له ذکر سره، د کور او کورنۍ ضابطې او مقررې بشپړې شوې دي، او خدای تعالی د خپل هدایت نعمت بشپړ کړی او اتمام ته رسولی دی.په ضمن کې«۶۱» آیة له «۳۱» آیة سره د پرتلې وړ دی چې هر دواړه آیتونه د سورة اوږده آیتونه دي او په بشپړه مشخصه توګه له پاتې نورو آیتونو اوږده دي. هر دواړه آیتونه د نسبي خپلوانو یو لړ طبقې ذکر کوي چې د هغوی په کورونوکې د سینګار ښکاره کول یا غذا خوړل کوم ممانعت یا مخنیوی نلری.داسې برېښی چې د سورة درې وروستي آیتونه د هغه موضوع ګانې ټولبندي او نتیجه ګیري کوي. په لومړي آیت کې يې واقعي مؤمنین چې په همدا د نور په «بیوت» کې يې وده موندلې ده د «انّما» له ټینګار او انحصار سره معرفي کړي پر خدای او رسول د هغوی د ایمان پوړۍ او په ټولنیزو مسئولیتونو کې د هغوی اطاعت څرګندوي.«إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِذَا كَانُوا مَعَهُ عَلَى أَمْرٍ جَامِعٍ لَمْ يَذْهَبُوا حَتَّى يَسْتَأْذِنُوهُ.. إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ»..په دویم آیة کې؛ هاغه سست ایمان ته، چې نافرماني، او له رسول سره مخـالفت کـوي، پـام اړوي. او د هـغوی لټي او لـه سره اړونه، د ویښیارتیا، او ګـواښ تر بـاد لانـدې نیسـي. او پر اوږه خالـي کـړنه يې، ورته د خدای د علم یادونه کوي.«لَا تَجْعَلُوا دُعَاءَ الرَّسُولِ بَيْنَكُمْ كَدُعَاءِ بَعْضِكُمْ بَعْضًا قَدْ يَعْلَمُ اللَّهُ الَّذِينَ يَتَسَلَّلُونَ مِنْكُمْ لِوَاذًا فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَنْ تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ»ددې سورة په وروستي آیة کې پر آسمانونو او ځمکه د خدای د مالکیت او انسانانو پر کړنو د هغه د علم ټینګار کوي او د خدای لور ته د ستنېدنی له یادونې سره چې د حساب او جزا ورځ ګڼل کېږي، انسان د عملونو د جزئیاتو پر نسبت د خدای تعالی له دقیقي آګاهۍ خبروي:«أَلَا إِنَّ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ قَدْ يَعْلَمُ مَا أَنْتُمْ عَلَيْهِ وَ يَوْمَ يُرْجَعُونَ إِلَيْهِ فَيُنَبِّئُهُمْ بِمَا عَمِلُوا وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ»

د نور سورة د ۶۴ آیتونو لرونکی دی چې ۳۱ آیتونه [کابو نیمايي] یې د «ن» له توري سره چې د انسان کړنو او چلن او ستاینې ته نغوته ده: لکه: تذکّرون– مؤمنین– فاسقون– صادقین– کاذبین– کاذبون– مبین– تعلمون– تعملون– یعملون– تکتمون– یصنعون– تفلحون– مفلحون– فائزون– متقین– یفعلون– معرضون– مذعنین– ظالمون– ترحمون– تعقلون.او د سورة پاتې آیتونه ۲۳ ځلې له «م»، ۷ ځلې له «ر»، ۲ ځلې له «ب» او یو ځل له «ل» سره پای ته رسېږي. دا موردونه د انسان له کړنو خارج دي. لکه: آصال – ابصار – حساب – نور – مصیر – قدیر – رحیم – حکیم – عظیم – علیم – کریم – مستقیم – الیم. په دوو مساوي برخو د سورة ویشنه [چې نور مثالونه هم په ځېنو سورتونو کې لري] داسې برېښي چې بې لامله او اتفاقي نه وي [الله اعلم].په دې سورة کې د «الله» جلاله نوم ۸۰ ځلې تکرار شوی دی چې ډېر اوچت رقم دی، او د سورة تکیه پر «الوهیت» څرګندوي. دا چې حتا یو ځل هم، د «رب» نوم [په خپلواکه توګه یا له ضمیرونو سره]، په دې سورة کې نه دی کارول شوی. داسې برېښي؛ چې دا موضوع د قرآن په اوږدو سورتونو کې، [چې تر دې ځایه مو مطالعه کړي] بې ساري وي. نور نومونه چې په سورة کې کارول شوي، د کارولو د شمېر په ترتیب عبارت دي له:د اسمونو مجموعه د سورة د پیل «بسم الله الرحمن الرحیم» د اسمونو له ګڼلو سره د قرآن د سورتونو له شمېر سره مساوي او د ۱۹ عدد ضریب دی:ددې تشریح په پای کې د ضمیمې په توګه د هاغو ۲۲ سورتونو لیست چې د الله جلاله نوم پکې په نسبي توګه زیات کارول شوی کتلی شئ ۱۹x۶ =۱۱۴) =۳+۳۱+۸۰ )  ۱ – «بیوت» – لکه څنګه چې مخکې وویل شول، د «نور» په سورة کې ددې کلېمې کارول له دې لامله دی، چې د کور او کورنۍ مسئلو ته، د قرآن له نورو سورتونو څخه زیاته پاملرنه لري. [۱۴ ځلې – ٪۲۰ د ټول قرآن]۲ – «علیم» – په دې سورة کې، ۱۰ ځلې خدای تعالی د «علیم» په صفت ستایل شوی دی. چې دا شمېره د بقره (۲۱ ځلې) او توبه (۱۱ ځلې) او نساء (۱۷ ځلې د علیم او علیماً مجموعه) له سورتونو وروسته، د قرآن له نورو سورتونو څخه زیات دی. دا چار د انسان د کړنو او چلن پر جزئیاتو، په ځانګړې توګه د کورنۍ په چاپېریال کې، د خدای تعالی د علم او آګاهۍ څرګندوونکی دی.۳ – «بیان» – د «بَیَّنَ» د کلیمې مشتقات [لکه: مبین، یبیّن، مبینات، بینات] ۱۰ ځلې په دې سورة کې کارول شوي، چې له «نور» سره په اړیکه چې د هر څیز روښانه کوونکی، او بیانوونکی دی، د پاملرنې او غور وړ دی.۴ – «اولئک» – لکه څنګه چې له دې سورة ځېنې برخې، وګړپېژندنې سره اړه لري، په هغه کې ۹ ځلې د «اولئک» کلیمه چې مختلفو ډلو ته اشارې لري کارول شوې ده، چې ډېره اوچته شمېره ده.۱– د نور سورة بندګانو ته په آګاهۍ بښلو، له دې چې هر هغه څه چې په آسمانونو او ځمکه کې دي، منحصراً د خدای مُلک دی، پای ته رسېږي. [أَلَا إِنَّ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ …] او د فرقان سورة هم د آسمانونو او ځمکې په نسبت، د هغه چا د مالکیت له انحصار سره، چې فرقان يې د نړیوالو د خبرتېا او ویښیارتیا لپاره، پر خپل بنده نازل کړ، پیل کېږي:«تَبَارَكَ الَّذِي نَزَّلَ الْفُرْقَانَ عَلَى عَبْدِهِ لِيَكُونَ لِلْعَالَمِينَ نَذِيرًا. الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَلَمْ يَتَّخِذْ وَلَدًا وَلَمْ يَكُنْ لَهُ شَرِيكٌ فِي الْمُلْكِ وَخَلَقَ كُلَّ شَيْءٍ فَقَدَّرَهُ تَقْدِيرًا».»پر دې ترتیب «د مُلک د وجود» موضوع، او خدای تعالی ته د هغه مطلق تعلق، دوه سورتونه يې لـه یو بـل سره پـه مرتبط [او اړوند] کېدو او متصل کېدو [او نښلېدو] کې، طبیعي انسجام، او د مطلب ادامه يې بر قرار کړې ده. له دې توپیر سره چې د «نور» سورة چې پر آسمانونو او ځمکه د خدای تعالی له انحصاري مالکیت څخه کومه نتیجه اخېستې، د بندګانو پر عملونو د خدای تعالی علم او آګـاهي ده، او د هغوی له کړنو او چلن څخه په هاغې ورځ آګاه کول دي، چې د هغه پر لور رجعت کوي، چې پر قیامت ټینګار دی. او فـرقـان سورة لـه داسې نتیجې، دویمه نتیجه اخلي چې د فرقان نزول د هـغوی د هـدایت او د بـدو عملونو د پایلو په نسبت د هغوی خبرولو لپاره، د حق او بـاطل د تشخیص، معیار او میزان د فرقان په نامه نازل کړی، [چې د بدو او نېکو د توپیرونو او فرق د پېژندلو لپاره وسیله ده]. چې په توسه يې د نېکمرغۍ لار، دبدمرغۍ له لارې، وپېژندل شي. په دې ترتیب د نورله سورة څخه، د فرقان سورة ته، په طبیعي توګه د مطلب تداوم او غځونه، لیدل کېږي.   ۲– د «مُلک» له موضوع وروسته له ډېر واټن سره، د «رسالت» موضوع د نور سورة په انتها، او د فرقان سورة په پیل کې، مطرح شوې ده. چې د دوو سورتونو تر منځ، دوېمه درجه اړیکه ګڼل کېږي. له دې توپیر سره چې د نور په سورة کې، ددې چار په نسبت د مؤمنینو چلن، تر څېړنې لاندې نیسـي، او د فرقان په سورة کې د کافرانو انکار او تکذیب
سُورَةٌ أَنْزَلْنَاهَا وَفَرَضْنَاهَا وَأَنْزَلْنَا فِيهَا آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ ﴿۱﴾ الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي فَاجْلِدُوا كُلَّ وَاحِدٍ مِنْهُمَا مِائَةَ جَلْدَةٍ وَلَا تَأْخُذْكُمْ بِهِمَا رَأْفَةٌ فِي دِينِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَلْيَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَائِفَةٌ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۲﴾ الزَّانِي لَا يَنْكِحُ إِلَّا زَانِيَةً أَوْ مُشْـرِكَةً وَالزَّانِيَةُ لَا يَنْكِحُهَا إِلَّا زَانٍ أَوْ مُشْـرِكٌ وَحُرِّمَ ذَلِكَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ ﴿۳﴾ وَالَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَأْتُوا بِأَرْبَعَةِ شُهَدَاءَ فَاجْلِدُوهُمْ ثَمَانِينَ جَلْدَةً وَلَا تَقْبَلُوا لَهُمْ شَهَادَةً أَبَدًا وَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ ﴿۴﴾ إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا مِنْ بَعْدِ ذَلِكَ وَأَصْلَحُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۵﴾ وَالَّذِينَ يَرْمُونَ أَزْوَاجَهُمْ وَلَمْ يَكُنْ لَهُمْ شُهَدَاءُ إِلَّا أَنْفُسُهُمْ فَشَهَادَةُ أَحَدِهِمْ أَرْبَعُ شَهَادَاتٍ بِاللَّهِ إِنَّهُ لَمِنَ الصَّادِقِينَ ﴿۶﴾ وَالْخَامِسَةُ أَنَّ لَعْنَتَ اللَّهِ عَلَيْهِ إِنْ كَانَ مِنَ الْكَاذِبِينَ ﴿۷﴾ وَيَدْرَأُ عَنْهَا الْعَذَابَ أَنْ تَشْهَدَ أَرْبَعَ شَهَادَاتٍ بِاللَّهِ إِنَّهُ لَمِنَ الْكَاذِبِينَ﴿۸﴾ وَالْخَامِسَةَ أَنَّ غَضَبَ اللَّهِ عَلَيْهَا إِنْ كَانَ مِنَ الصَّادِقِينَ﴿۹﴾ وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ وَأَنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ حَكِيمٌ﴿۱۰﴾     سُورَةٌ = یو سورت، یوه مرتبطه ټولګه، په یوه موضوع څرخېدلې تشرېح ـ أَنْزَلْنَاهَا = نازل کړی موږ، راکښته کړی موږـ فَرَضْنَاهَا= (د هغه حکمونه مو) فرض او اړین کړل ـ آيَاتٍ= آیتونه، نښې، نښانې ـ بَيِّنَاتٍ= روښانګر، ښکاره  تَذَكَّرُونَ = تاسو ته ذکر شي، تاسو ته را په یاد شي ـ الزَّانِيَةُ =زنايي ښځه ـ الزَّانِي = زنايي سړی ـ  اجْلِدُوا= په دُره ووهئ، په کوړو ووهئ، په متروکه ووهئ ـ كُلَّ وَاحِدٍ = هر یو کس ته ـ جَلْدَةٍ = دُره، تازیانه، متروکه، کوړه ـ مِائَةَ جَلْدَةٍ= سل دُرې ـ وَلَا تَأْخُذْكُمْ = او تاسو و نه نغاړي ـ بِهِمَا = د هغوی دواړو په نسبت ـ رَأْفَةٌ = رأفت، دروغجن رحمت، کاذب رحمت ـ (منفي) زړه سوی ـ دِينِ اللَّهِ = د الله قانون ـ الْيَوْمِ الْآخِرِ= د قیامت ورځ ـ وَلْيَشْهَدْ = (وَ + لِیَشْهَد) او باید حاضر او ناظر اوسي ـ لَا يَنْكِحُ = نه نکاح کوي، په همسـرۍ نه نیسـي، د ژوند شریک نه جوړوي ـ حُرِّمَ = حرام شوی دی ـ يَرْمُونَ = د تور لګولو غشي وولي ـ د(زنا) تهمت کوي ـ مُحْصَنَاتِ = پاک لمنې ښځې، د عفت په حصار کې ښځېـ لَمْ يَأْتُوا = نه راولي ـ أَرْبَعَةِ شُهَدَاءَ = څلور شاهدان ـ ثَمَانِينَ جَلْدَةً = اتیا دُرې ـ لَا تَقْبَلُوا= قبول نکړئ، و نه منئ ـ لَهُمْ شَهَادَةً = له هغوی شهادت، ګواهي ـ الْفَاسِقُونَ = نافرمانان، سرغړوونکي، د قانون ماتوونکي ـ تَابُوا= توبه يې وکړه، راستانه شول ـ أَصْلَحُوا= اصلاح يې وکړه، سمون یې وکړه ـ شُهَدَاءُ= یوشمېر ګواهان ـ شَهَادَةُ= شاهدي، ګواهي ـ أَرْبَعُ شَهَادَاتٍ بِاللَّهِ = څلور ځل د خدای ګواه نیول ـ الْخَامِسَة= پنځمه (ګواهي داده) الْكَاذِبِينَ = دروغجنان ـ يَدْرَأُ= دفع کوي، لېرې کوي ـ الْعَذَابَ= سزا، جزا، (د زنا) حد ـ أَنْ تَشْهَدَ أَرْبَعَ شَهَادَاتٍ بِاللَّهِ = دا چې څلور ځل الله پر ځان شاهد ونېسـي ـ الصَّادِقِينَ = رښتیا ویونکی ـ تَوَّابٌ = ډېر توبه قبلوونکی.له معمول سره سم د سورة په پیل کې د سورة د نوم په اړه یوه توضېح وړاندې کوو. موږ ددې سورة په اړه تر ډېره بریده توضېح ورکړې، دلته د پورتنۍ تشرېح د لنډیز، او یاد راوړنې په توګه ورته لنډه نغوته کوو:ددې سورة نوم «نور» دی، د سورة په منځنۍ برخه کې وايې الله د ځمکې او آسمانونو «نور» دی «الله نور السماوات والارض…» [نور۳۵(۲۴:۳۵)]. خدای تعالی يې د آسمانونو او ځمکې له نور سره تشبیه کړی کله چې نور وي سړی څیزونه لیدلی شي که نور نه وي او تیاره وي هیڅ څیز نه ښکاره کېږي، یعنې د خدای تعالی له وجود سره هر څیز رویت مومي، هستي او شتون پیدا کوي. قرآن ته هم وايي چې «نور» دی «…قَدْ جَاءَكُمْ مِنَ اللَّهِ نُورٌ وَكِتَابٌ مُبِينٌ» [مائده ۱۵(۵:۱۵)]. د خدای له لورې تاسو ته یو نور او روښانه [بیانوونکی] کتاب راغلی دی. تورات ته هم وايي چې نور دی [فیه نورٌ] په تورات کې هم نور دی، په انجیل کې هم نور دی.د قرآن لـه نومونو یو هم «نور» دی، نور د ظلمات او تورتم په وړاندې دی: «اللَّهُ وَلِيُّ الَّذِينَ آمَنُوا يُخْرِجُهُمْ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ…» [بقره۲۵۷(۲:۲۵۷)]  خدای د هاغو کسانو دوستدار او مل دی چې ایمان يې راوړی دی، هغوی له تیارو څخه د نور پر لور وړي، له تیارو څخه مطلب اخلاقی تیاره ده، د وینا او چلن تیاره ده، د نور پر لور یعنې د حقیقت پر لور، د خدای پر لور. پر دې بنا په دې سورة کې له نور خبره کوي خو نه «نور» د هغه په فزیکي معنا، بلکې هغه «نور» چې پکې هدایت دی قرآن چې نوم يې «نور» دی، دیني کتابونه چې ټول، پکې «نور» وو. یعنې لاره موږ ته خلاصوي موږ له تیارو، له جهالتونو د هدایت لور ته وړي کله چې «نور» وي، رڼا وي، روښانتیا وي، د «نور»، د رڼا او  روښانتیا په شتون کې سړی کولی شي په لاره لاړ شي، او سمه او کږه لار وپېژني.دا د قرآن ۲۴ سورة دی او په قرآن کې هم  پوره ۲۴ ځلې د «نور» کلیمه راغلې ده البته په قرآن کې د «نورنا، نوره، نورًا» کلیمې هم ۲۵ ځلې راغلې دي خو د «نور» کلیمه په یوازې توګه ددې سورة د شمارې [۲۴] په شمېر راغلې ده. خو ددې سورة د لومړۍ کلیمې نوم «سورة» دی موږ په قرآن کې ۱۱۴ سورتونه لرو خو دا یوازینی سورة دی چې د «سورة» له لفظ سره پیل کېږي سورة یعنې څه؟ سورة له «سور» څخه راځي، «سور» یعنې قلعه، هغه قلعه چې پخوا به يې د ښار ګردچاپېره جوړوله، هر ښار به څلورو پېرونو ته قلعه [دیوال] درلوده، یا هر هغه څيز چې یو حصار [کوټ] ولري، سور ورته وايي. لاسبند [وښي] او غاړکۍ ته هم په قرآن کې (اسوره) وايي، فرعون خپل ملت ته وايي موسی چې د پیغمبر په توګه راغلی، ولې اسوره نلري؟ ولې لاسبند او وښی نلري، مصریانو به معمولاً یو لړ څیزونه له طلا څخه په غاړو او لاسونو تر څنګلو پورې د سینګار لپاره اچول، دا خو بډایتوب نه دی، دا د مصریانو د اصیلو خلکو په عام لباس کې شامل ول. چې جمع يې اساور یا اسوره ده، اسوره، دستبند یا ګردنبند، یوه حلقه یا کړۍ ده که په مړوند کې وي یا غاړه کې وي، هر څیز چې دوره يي یا د سیکل حالت ولري، چې محصور کړي او وتړي، ورته «سور» وايي. د قرآن سورتونو ته هم له دې کبله سورة وايي چې تړل شوي دي، لکه د یوې مقالې په څېر دی، تاسو یو کتاب یا مقاله ولولئ یوه سریزه لري، یو متن لري او یوه نتیجه ګیري او پایلامه لري، یعنې په خپل ځان کې بشپړ دی، تړلی دی.نو سورة هم یوې مجموعې ته اطلاق کېږي چې له یوې موضوع خبره کوي، پخپله په سورة کې هم دننه مستقلې او خپلواکې برخې شته چې هغوی ته يې هم سورة وايي، یعنې موږ ۱۱۴ کتابونه لرو، چې په هر کتاب کې مختلفي برخې دي چې هره یوه يې استقلال او خپلواکي لري خو په ټوله کې له یوې موضوع خبره کوي دا سمه ده چې بې شمېره مسئلې په یو سورة کې راغلي او زموږ له نظره تر ډېره بریده شلوغ او بیروبار ښکاري او له دې څانګې څخه هغې څانګې ته الوتل برېښي، خو په حقیقت کې په ټوله کې د یوې موضوع په چوپړ کې دي د بېلګې په توګه د حجرات سورة [۴۹سورة] ته اخلاقي سورة ویلی شو او د نساء سورة د ښځو د مسئلو په اړه دی یا د انعام سورة ایدئولوژیکه جنبه لري. دا سورة د څه په اړه دی؟ ډیری يې د کورنۍ د واحد په اړه دی، او د کورنۍ په اړه؛ کومې موضوعګانې چې د کورنۍ په اړه د ټولنې د لومړي واحد په توګه ویل کېږي یعنې یوه ودانۍ له خښتو جوړېږي د ټولنې د ودانۍ خښته هم کورنۍ ده، د کورنۍ محل او ستون چرته دی؛ کور کې! دا سورة له کور او کورنۍ خبره کوي.د «بیت» کلیمه یعنې کور او «بیوت» د قرآن له ټولو سورتونو څخه زیاته په دې سورة کې تکرار شوې ده ۱۴ ځلې دا کلیمه تکرار شوې ده، د «بیوت» کلیمه یوازې په ۶۱ آیة کې لس ځلې تکرار شوې ده ، نو پر دې بنا د سورة موضوع د کورنۍ مسئلې دي. دا سورة ۶۴ آیتونه لري، ۳۲ لومړي آیتونه يې یعنې پوره نیمايي يې سل په سلو کې د کورنۍ د مسئلو په اړه دي په آخر کې هم له څلورو وروستیو آیتونو سره بیرته د کورنۍ مسئلو ته راګرځي او جمع بندي کوي د سورة غیر مستقیمې برخې بیا هم په یو ډول له کورنۍ سره اړه نیسي؛ مثلاً د سورة په منځنۍ برخه کې يې کله چې غواړي خدای معرفي کړي «الله نور السموات والارض» الله د آسمانونو او ځمکې نور دی، وايي؛ دا نور چرته دی «فی بیوت» وايي په هاغو کورونو کې دی چې هلته د خدای یاد اهمیت لري، د خدای یاد پورته ځي.بیا هم وايي د خدای نور په هاغو کورنیو کې دی چې ښه روزل شوي او تربیت شوي دي د کور د کوټو پر دړه او دیوال يې څه څیزونه دي یا خبري چې ویل کېږي، هڅې چې کېږي، په هغو کورنیو کې خدای مطرح دی. یا په بله برخه کې، چې له منافقینو او سست عنصـرو خلکو خبره کوي، بیا هلته څرګندوي، چې په کورنیو کې بد تربیت شوي دي. یعنې کله چې دا د کورنۍ واحد سم کار ونکړي هغه عوارض او ټولنیزی ناسمۍ رامنځته کېږي نو ټول سورة په بشپړه توګه د یوې ټوټې په بڼه مستقیم یا غیر مستقیم د ټولنې له لومړني واحده خبره کوي پر دې بنا چون په ټوله کې په جوته توګه یوه ټوټه ده ټول له یو بل سره اړیکه لري، ځکه يې نوم په ځانګړې توګه سورة ګڼل شوی دی او د سورة له لفظ سره پیل ګېږي.په دې سورة کې ۸۰ ځلې د «الله» نوم راغلی دی پرته له دې چې یو ځل هم د رب نوم ذکر شي دا ډېره اوچته شمېره ده یعنې د هرو ۱۶ یا ۱۷ کلیمو په مقابل کې یو ځل د الله نوم راغلی دی ۸۰ ځلې د الله نوم، یعنې دا څرګندوي چې څه ډول موږ ته تل د خدای په اړه متذکر کېږي، خدای مه هېروه، کورنۍ دومره اهمیت لري چې والدین باید تل مراقب اوسي په خپلو اړیکو کې او هم د اولاد په اړه.سربیره د الله پر نوم، «۳۴» نور د خدای نومونه په دې سورة کې راغلي دي چې په ټوله کې ۱۱۴نومونه کېږي یعنې په دې کې ۱۱۴ځلې د خدای نومونه راغلي دي، چې د قرآن د سورتونو له شمېر سره برابر دی چې ۶x۱۹=۱۱۴ کېږي. کوښښ کوو نور مطالب د آیتونو د شرح په بهیر کې ذکر کړو.سُورَةٌ   أَنْزَلْنَاهَا وَفَرَضْنَاهَا[دا] یو سورة دی  چې موږ نازل کړ  او هغه مو فرض کړ[دا] یو سورة دی چې هغه مو [ستاسو د پوهې، فهم او درک سطحې ته] نازل [کښته] کړ( ۱) او پر تاسو مو [د هغه پر حکمونو کړنې] فرض کړې  او په هغه کې مو روښانه آیتونه نازل کړل، چې تاسو [د هغه په حقیقتونو] یاد راوړونکي شئ.(۲)وَأَنْزَلْنَا فِيهَا   آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ   لَعَلَّكُمْ    تَذَكَّرُونَاو موږ نازل کړي په دې کې    روښانه آیتونه  چې تاسو ته   یاد راوړونکی شي [چې تاسو پند واخلئ]۱ –  سورة د سور  له رېښې ، یو نوم دی، چې د قرآنکريم  پر ۱۱۴ لنډو او اوږدو ټولګو (مجموعو) ايښوول شوی دی. بې ځایه به نه وي چې پوه شو، ولې الله تعالی دا مستقلې او خپلواکې ټولګې [مجموعې] هره یوه سورة نومولی دی؟ داسې برېښي که د دغې کلمې، او د هغې د نورو مشتقاتو تر منځ، مشترک او ګډ مفهموم په قرآن کې ومومو، د دغې کلمې مفهوم ته نژدې کېږو؛ لاس بند (وښي) او غاړکۍ یې هم  په قرآن کې، «اَسْوِرَه» [یا اَساوِر] نومولي دي، همدا راز د کلا په شان حریم او حصار هم چې یوه حلقه ده، چې د ښار ګردچاپېره ايستل شوې ده. «… فَضُرِبَ بَيْنَهُمْ بِسُورٍ لَهُ بَابٌ بَاطِنُهُ فِيهِ الرَّحْمَةُ وَظَاهِرُهُ مِنْ قِبَلِهِ الْعَذَابُ» [حدید۱۳(۵۷:۱۳)]، «وَهَلْ أَتَاكَ نَبَأُ الْخَصْمِ إِذْ تَسَوَّرُوا الْمِحْرَابَ» [ص۲۱(۳۸:۲۱)]. آیا د همدغو څرکونو له څرګندولو سره نشو ویلی، چې د قرآنکريم سورتونه په تشبیهي توګه، د هاغو مقالو په څير دي، چې  په ټاکلو موضوع ګانو  يي بحث کړی،  او له  مطلبه،  له پیلیزې، متن او پایلې سره،  او د کلیمو او آیتونو له داخلي انسجام سره، لکه د غاړکۍ په څیر يي، د یوه مطلب ګردچاپیره او له شاوخوا احاطه کړې ده؟ په داسې صورت کې، لکه د سترګو او غوږونو او زړه او بډوډو (پښتورګو) او د بدن د نورو بهرنیو او دنننيو غړو په څېر، چې په عین خپلواکۍ کې له پېچيلي خپلواک جوړښت سره، یو تر بله په هم غږۍ کې کار کوي. د قرآنکريم سورتونه هر یو، پخپله د بدن په هیواد پورې اړوند، د بشپړې او ټیکاو کلا په منځ کې یو ښار دی. د لغت ځينو عالمانو، سورة لوړه درجه، عالي منزلت، رفیع او لوړه مرتبه ګڼلي ده  چې  له هاغه څه سره چې وویل شول بې اړیکې نه دي.۲–  په  دي آیت کې دوه ځلې د «انزلنا» فعل کارول شوی دی؛ لومړی د ټول سورة نزول، چې د اخلاقي احکامو مجموعه (ټولګه) ده، چې پر هغوی عمل کول «فریضه» ګڼل کيږي، دویم د څرګندو او روښانه آیتونو نزول، په دې مجموعه کې، چې د را په یادولو [تذکر] او ويښتابه نقش او رول لري.«سُورَةٌ أَنْزَلْنَاهَا» دا یو سورة دی، چې موږ لېږلی دی، یوه ټولګه ده چې نازله کړې مو ده؛ یعنې ستاسو د فهم او درک تر سطحې مو مطلب راټیټ کړ. ددې مسئلو اصل له خدای تعالی سره دی چې ستاسو د درک لپاره مو مطلب ساده کړ. ومو ویل چې سورة د سور له رېښې، یو نوم دی چې د قرآنکريم  پر ۱۱۴ لنډو او اوږدو ټولګو (مَجموعو) ايښوول شوی دی. بې ځایه به نه وي چې پوه شو ولې الله تعالی دا مستقلې او خپلواکې ټولګې [مجموعې] هره یوه سورة نومولی دی؟ داسې برېښي که د دغې کلمې او د هغې د نورو مشتقاتو تر منځ مشترک او ګډ مفهموم په قرآن کې پیدا کړو ، د دغې کلمې مفهوم ته نژدې کېږو؛ لاس بند (وښي) او غاړکۍ ته یې هم  په قرآن کې «اَسْوِرَه» [یا اَساوِر] نومولي دي، همدا راز د کلا په شان حریم او حصار هم چې یوه حلقه ده چې د ښار ګردچاپیره ايستل شوې ده. «… فَضُـرِبَ بَيْنَهُمْ بِسُورٍ لَهُ بَابٌ بَاطِنُهُ فِيهِ الرَّحْمَةُ وَظَاهِرُهُ مِنْ قِبَلِهِ الْعَذَابُ» [حدید۱۳(۵۷:۱۳)] «… نو [په حقیقت کې] د دوی تر منځ یو حصار [کوټ] وهل شوی چې هغه یو ور لري چې باطن د هغه [=د ایمان د کلا دننه] رحمت دی، او د دغه [دېوال] د باندې طرف [ریاکاریو کې]، له دغه جانبه به عذاب وي». «وَهَلْ أَتَاكَ نَبَأُ الْخَصْمِ إِذْ تَسَوَّرُوا الْمِحْرَابَ» [ص۲۱(۳۸:۲۱)]. «او آیـا د دوو جګړه مـارو مدعیانو خـبر درته دررسـېدلی؟ چـې د محراب پر دیوال پورته شول» .آیا د همدغو څرکونو له څرګندولو سره نشو ویلی چې د قرآنکريم سورتونه په تشبیهي توګه د هغو مقالو په څير دي چې  په ټاکلو موضوع ګانو  يي بحث کړی  او له  مطلبه د پلیزې، متن او پایلې سره  او د کلیمو او آیتونو له داخلي انسجام سره، لکه د غاړکۍ په څیر يي د یوه مطلب ګردچاپیره او شاوخوا احاطه کړې ده؟ په داسې صورت کې  لکه د سترګو او غوږونو او زړه او بډوډو (پښتورګو) او د بدن د نورو بهرنیو او دنننيو غړو په څېر، چې په عین خپلواکۍ کې له پېچيلي خپلواک جوړښت سره، یو تر بله په هم غږۍ کې کار کوي، د قرآنکريم سورتونه هر یو پخپله د بدن په هیواد پورې اړوند د بشپړې او ټیکاو کلا په منځ کې یو ښار دی. د لغت ځېنو عالمانو، سورة لوړه درجه، عالي منزلت، رفیع او لوړه مرتبه او پوړۍ ګڼلې ده چې له هاغه څه سره چې وویل شول بې اړیکې نه دي.«وَفَرَضْنَاهَا» او ستاسو لپاره مو فریضه کړې ده فریضه یعنې فرض دی، واجب دی، اړین دی، د حکم په بڼه دی، دستور دی، دا سورة یوازې د آګاهۍ جنبه نه ده، په دې سورة کې یو لړ بایدونه او نبایدونه دي، د قانون جنبه لري. «وَأَنْزَلْنَا فِيهَا آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ» په دې سورة کې «آيَاتٍ» یعنې نښې او نښانې او علامتونه دي «بَيِّنَاتٍ» یعنې روښانه یا روښانګر، یعنې یو لړ روښانه حقیقتونه مو ستاسو لپاره نازل کړل دلته دوه ځلې «انزلنا» راغلی، یو ټول سورة دی، یعنې دا ټولګه چې نازله شوې ده، بل هغه ځانګړي آیتونه چې دننه پکې دي. د څه لپاره؟ «لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ» «ښايي تاسو متذکر شئ) ددې لپاره چې تذکر واخلئ، پند واخلئ، تذکر د نسیان په مقابل کې دی، نسیان هیرول دي. د انسان له یاده وځي، غافلېږي، په خپل ژوند کې بوختېږي، له یاده يې وځي چې څه باید وکړي؟ دا قرآن تل ورته ذکر کوي، تل ورته ګواښنه او خبرتیا کوي. تل يې په غوږ کې زنګ وهي، دا سورة یو لړ ویښیارتیا او «ویښ شئ» دي. یعنې وايي؛ پاملرنه وکړئ، یو لړ یادونې دي، چې مه يې هیروئ. یو ځل بیا دا واقعیت په نظرونو کې، انځور او مجسم کوي، چې د ټولو رښتینو اعتقادونو او د اسلام د عملي برنامو او سرلیکونو رېښه، د انسان په فطرت کې نغښتې ده، او پر دې بنا د هغوی توضېح، یو ډول «تذکر» او په یاد راوړنه ګڼل کېږي. او دا یادونې له ورپسې آیة څخه پیل کېږي. نو د «تفکر» او «تذکر» تر منځ، توپیر شتون لري. تفکر په هاغه ځای کې دی، چې انسان په بشپړه توګه، د یوې مسئلې په اړه جاهل او نادان دی، او نه پوهېږي، انسان ته يې ورزده کوي. قرآن په ډیریو موردونو کې، له تفکره خبره کوي. خو تذکر په هاغو مسئلو کې دی، چې د انسان فطرت پخپله په طبیعي توګه، د هاغو مسئلو صحت او سموالی درک کوي، خو باید په یاد راوړنه ورته وکړي، او پاملرنه يې راواړوي. قرآن په ځانګړې توګه آداب او جنسي اخلاق د «تذکر» په عنوان بیانوي، ښايي یو لامل يې هم بشر ته درناوی کول وي. فرمايي موږ ستاسو پاملرنه دې مسئلو ته را اړوو، او تاسو ته يې در یادوو، یعنې دا داسې مسئلې دي، که پخپله هم اندنه وکړئ پرې پوهېږئ، خو موږ تاسو ته تذکر کوو، او پام مو را اړوو.په  دي آیت کې دوه ځلې، د «انزلنا» فعل کارول شوی دی؛ لومړی د ټول سورة نزول چې د اخلاقي احکامو مجموعه (ټولګه) ده، چې پر هغوی عمل کول «فریضه» ګڼل کيږي. دویم د څرګندو او روښانه آیتونو نزول په دې مجموعه کې، چې د را په یادولو [تذکر] او ويښتابه نقش او رول لري. که پاملرنه وکړو ددې آیة په ټولو فقرو کې يې، د «نا» [موږ] پر کلیمه فشار راوړی. یعنې ددې سورة نازلوونکی کوم بل څوک نه دی، الله تعالی وايي موږ یو، نو ځکه دا د یوه عادي بې ځواکه، نصیحت کوونکي د وینا په څېر مه ګڼئ، بلکې ددې آیتونو نازلوونکی هاغه څوک دی، چې د جهان او ټولو کایناتو واک او ځواک د هغه د ځواک په موټی کې دی، چې د هغه د تسلط له احاطې په جهان کې هيڅ څیز بیرون نه دی. د جَمعې په توګه راتګ يې د دې موضوع ښکارندوی دی، چې د چارو د تطبیق لپاره، ټول ځواکونه هغه ته تسليم دي، او د هغه په چوپړ کې دي. د آیة په دویمه فقره کې يې پر دې ټینګار کړی، چې په دې سورة کې ویل شوې خبرې، یوازې سپارښتنې نه دي، چې د نصیحت په توګه وي، بلکه دا یو لړ جَوَت او قطعي احکام دي، چې پلیوني ترې اړينه او لازمي ده. که څوک مسلمان وي، مؤمن وي، نو پر هغه فرض دي، چې د هغه مطابق عمل وکړي.ددې سورة دا پرتمین او هېښوونکی پیل، دا په ګوتـه کوي چې د قـرآن پاملرنـه په ژوندانـه کـې اخـلاقیاتو تـه ده، او په اسلامي عقیده کې د اخلاقیاتو هډواله، او اصلیتوب، او د اخلاقیاتو د ژوروالي کچه څرګندوي، او دا بیانوي چې پـه انسـاني ژونـد کې، اخـلاق تر کومې کـچې په اسلامي تفـکر کـې مـهـم او مطلـوب دی. کـوم چـورلـیز چـې ټول سـورة پـر هـغه څرخېږي، د روزنې او تربیتي چورلیز دی، داسې روزنه چې د وسایلو په حاصلولو کې د حدونو تر پاټکي په هغې کې سخت نېونـه کېږي، او تر دې بریده نرم او لطیف ګرځي چې د خوښۍ لورینه يې وجدانې پاټکو ته رسېږي، او زړونـه د خدای له نور سره او د هغه لـه نښو او آیتونو سره آشنا او روږدي کوي، هغه آیتونـه او نښې چې د جهان په ګوټونو او اړخونو او د ژوندانه په لوړو او ژورو او تاوکښونو کې خپاره دي.ددې لپاره چې د خبرې په څرګندوالي او جوتوالي ښه ټینګار شوی وي، ورپسې وايي کوم هدایتونه او فرمانونه چې په دې سورة کې ورکول کېږي مبهـم او ناڅـرګند نه دي، بلـکې پـه رڼه او برېښـنده بڼه څـرګند او واضح بیان شوي هدایتونه دي، چې پوهېدل يې ستونزمن نه دي. نو په حقیقت کـې، دا د یو مـبارک فـرمان لـپاره سریزه (Preamble)  ده، چې لـه دې وروسته احکام پیل کېږي.له دې سریزې او تمهید له انداز څخه څرګندېږي، چې د نور سورة د اللّه په نـزد څومره مـهم دی، او پر احکامو يې عمل کول څومره اړين دي. چې په راتلـونکو آیتونو کې دا احکام تـوضیح کوي؛ لـه دې عـمومي بیان وروسته يې، لومړنی قاطع، جوت او ټیکاو فرمان او دستور، د زنايي ښځې او زنـايي نـارینه په اړه وړاندې کړی، وايي: «زنايي ښځه او زنايي نارینه هر یو سل ضربې دُرې ووهئ»:الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي فَاجْلِدُوا كُلَّ وَاحِدٍ مِنْهُمَا مِائَةَ جَلْدَةٍ وَلَا تَأْخُذْكُمْ بِهِمَا رَأْفَةٌ فِي دِينِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَلْيَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَائِفَةٌ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ﴿۲﴾ زنايي ښځه او زنايي سړی، هر یو سل ضربې دُرې  (تازیانې) ووهئ،  او د الله تعالی د قانون(۳) په [اجراء] کې، د [غیر اصولي] احساساتو او عواطفو تر آغېز لاندې  مه کېږئ، که په رښتیا په الله او د آخرت په ورځ ایمان او باور لرئ. او د هغوی په مجازاتو کې، باید یوه ډله د مؤمنینو شاهد او حاضر اوسي.(۴)الزَّانِيَةُ  وَالزَّانِي فَاجْلِدُوا كُلَّ وَاحِدٍ مِنْهُمَا  مِائَةَ     جَلْدَةٍ    وَلَا تَأْخُذْكُمْزنايي ښځه      او زنايي سړی  نو په دُره ووهئ هر یو له هغوی سل     درې    او و نه نیسي تاسو بِهِمَا     رَأْفَةٌ    فِي دِينِ اللَّهِ       إِنْ   كُنْتُمْ تُؤْمِنُون پر هغوی   زړه سوی، بېځایه احساسات     د خدای په فرمان کې    که په رښتیا     تاسو مؤمنان یاستبِاللَّهِ     وَالْيَوْمِ الْآخِرِ     وَلْيَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَائِفَةٌ   مِنَ الْمُؤْمِنِينَپر الله   او په ورځ د آخرت      او شاهدان دي وي       د هغوی په مجازاتو کې یوه ډله له مؤمنانو
۳ – د دین اصلي معنا، د نېکو او بـدو عملونو [او کړنو] جزا، کیفر، پایله او بدله ده، او هم د هر هیواد قوانینو، نظاماتو او مقرراتو ته دین ویل کېږي، چې د هغوی پر بنسټ، د هیواد وګړي د نیاو او داورۍ لاندې نېول کيږي. د قرآنکريم په اصطلاح کې، «دینِ المَلِک» د هیواد اساسي قانون ته وايي چې په تير وخت کې پادشاهان د هغه جاري کوونکي ول «…كَذَلِكَ كِدْنَا لِيُوسُفَ مَا كَانَ لِيَأْخُذَ أَخَاهُ فِي دِينِ الْمَلِكِ…» [یوسف۷۶(۱۲:۷۶)].۴ – ډیریو داسې ګڼلې چې د حکم د اجراء کولو په وخت کې د مؤمنینو حضور د عبرت اخیستنې لپاره دی، که د مؤمنین پر ځای د «ناس» عنوان راغلی وای نو پورتنی مطلب اخیستنه ډېره مناسبه برېښېده. داسې ښکاري چې د مؤمنینو د یوې ډلې حضور د څارنې، مراقبت او نظارت جنبه لري تر څو د مجریانو حبّ (تړاو) او بغض (کرکه)، د دعوا د طرفینو په اړه د هغوی نفوذ د جزا په تطبیق کې د تفريط یا افراط [کمي یا زیاتي] لامل نه شي.«الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي…» زنايي ښځه او زنايي نارینه «فَاجْلِدُوا كُلَّ وَاحِدٍ مِنْهُمَا مِائَةَ جَلْدَةٍ …» هر یو سل، سل ضربې دُرې ووهئ؛ البته زنا له فحشاء سره توپیر لري، فحشاء یو ناوړه کار دی چې یو ځل شوی وي، یوه اشتباه یا خطا شوې وي، یو څوک د فحشاء مرتکب کېږي، یو فاحش چار يې سر ته رسولی وي. اصولا د فحشاء کلیمه هر هغه کار ته چې رسوا وي، ناوړه وي، ناسم وي کارول کېږي، دروغو ته هم فحشاء وايي، یا قیمتونه او نرخونه چې په ناوړه توګه لوړ تللي وي، وايي؛ قیمتونه په فاحشه توګه لوړ تللي دي، هر څيز چې د تعادل له بریده تېر شي، فحشاء ورته ویل کېږي.خو زنا؛ مرحوم طالقاني د نساء سورة په تفسیر کې راوړي دي وايي: دا د فعل پر تکرار دلالت کوي، پر تلبث دلالت کوي یعنې د یو چا د وجود برخه ګرځېدلې ده، یعنې کار يې همدا دی، یعنې زناکار دی،چې په واقعیت کې، زنا يې دنده ګرځېدلې ده. اتفاقاً د پیغمبر یو حدیث دی وايي هاغې ښځې ته چې پر دې کار [زنا] مشهوره وي، یا هغه سړی چې؛ مشهورةٌ بِزِنَا، پر دې کار [زنا] مشهور وي، نو که دا عمل د یو چا حرفه شي، دنده يې شي، نو د سلو ضربو دُرې سره، سره يې باید له دې کاره مخنیوی وشي، یعنې نور ددې کار لپاره ځانته زمینه برابره نشي کړای.«او نباید ددې الهي حد په اجراء کې په رأفت [دروغجن او کاذب محبت] کې اخته شئ» «…وَلَا تَأْخُذْكُمْ بِهِمَا رَأْفَةٌ فِي دِينِ اللَّهِ…» داسې نه چې د خدای په دين کې، [د خدای د دین په تطبیق کې] او د الله تعالی د قانون په اجراء کې د [غیر اصولي] احساساتو او عواطفو تر آغېز لاندې راشئ.د دین اصلي معنا، د نېکو او بـدو عملونو [او کړنو] جزا، کیفر، پایله او بدله ده، او هم د هر هیواد قوانینو، نظاماتو او مقرراتو ته دین ویل کېږي چې د هغوی پر بنسټ د هیواد وګړي د نیاو او داورۍ لاندې نېول کيږي.د خدای دین یعنې د خدای قانون، د خدای نظام؛ د قرآنکريم په اصطلاح کې، «دینِ المَلِک» د هیواد اساسي قانون ته وايي چې په تير وخت کې پادشاهان د هغه جاري کوونکي ول.د فرعون اساسي قانون ته هم قرآن «دین الملک» وايي؛ «…كَذَلِكَ كِدْنَا لِيُوسُفَ مَا كَانَ لِيَأْخُذَ أَخَاهُ فِي دِينِ الْمَلِكِ…» [یوسف۷۶(۱۲:۷۶)]. «په دې توګه مو يوسف ته چاره او تدبير وروښود. [ځكه] هغه [د مصـر] د پاچا د قانون له مخې خپل ورور نشو نيولى…».دین یعنې هغه څه چې د هغه پر اساس انسان کیفر ویني، جزا ویني، تشویق کېږي، هڅول کېږي. قانون یعنې هغه نظامونه چې د هغو پر بنسټ د خلکو قضاوت او نیاو کېږي، وايي؛ د خدای په نظام او د قوانینو په تطبیق کې پر احساساتو او عواطفو اخته نه شئ، که داسې یو څیز پېښ شو چې د طبیعي نظام مخالف عمل سر ته ورسول شي، باید تنبیه شي او د زنا د عمل جزا سل ضربې دُرې ده.او تاسو باید د احساساتو او عواطفو تر آغېز لاندې رانشئ، که په خدای او په ورځ د جزاء ایمان لرئ «… إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ…» که په رښتیا په خدای او آخرت ایمان لرئ عقل او منطق او مصلحت په دې کار کې په نظر کې ونیسئ، عواطف او احساسات ددې حکم د تطبیق او اجراء مانع نه شي.او په پایلامه کې، ددې آیة په پای کې، د دغو الهي مجازاتو د تکمیل او بشپړتیا لپاره يې، بلې مهمې نکتې ته نغوته کړې، وايي: «او باید د مؤمنینو یوه ډله حضور ولري، او د هغو دواړو د مجازاتو ننداره وکړي.» «…وَلْيَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَائِفَةٌ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ» په دې تنبیه کې باید له مؤمنینو یوه طایفه حضور ولري، یعنې یو ډله باید اوسي. ډیریو داسې ګڼلې چې د حکم د اجراء کولو په وخت کې، د مؤمنینو حضور د عبرت اخیستنې لپاره دی، که د مؤمنین پر ځای د «ناس» عنوان راغلی وای، نو پورتنی مطلب اخیستنه ډېره مناسبه برېښېده. داسې ښکاري چې، د مؤمنینو د یوې ډلې حضور د څارنې، مراقبت او نظارت جنبه لري، تر څو د مجریانو حبّ (تړاو) او بغض (کرکه)، د دعوا د طرفینو په اړه د هغوی نفوذ، د جزا په تطبیق کې د تفريط یا افراط [کمي یا زیاتي] لامل نه شي. نو درې مطلبه یا درې حکمونه دي: یو: دا چې هغوی چې د زنا په عمل ککړ شوي دي دوی باید تنبیه او مجازات شي [لـه زنـا څخه مطلب دادی چې هاغه ښځه او نر چې یو د بل همسـر نه دي، او له کوم شرعي جواز پرته له یو بل سره جنسـي ګډون او کوروالی وکړي].دویم: پر دې ټینګار چې، د دغه الهي حد په اجراء کې، د بې ځایه محبتونو او احساساتو تر آغېز لاندې رانشئ، او له عواطفو او احساساتو سره دوڅار نه شئ. هاغه محبت او احساسات، چې له فساد او ټولنیزې ککړتیا پرته، بله پایله نه لري. منتها د داسې احساساتو د انګېزو د مهارولو او خنثا کولو لپاره، په خدای تعالی او د جزاء د ورځې د ایمان مسئله وړاندې کوي؛ ځکه چې په مبداء او معاد ایمان درلودل، د هغه د فرمان پر وړانـدې مطلق تسلیمېدل دي. په عالِم حکیم خدای ایمان درلودل ددې لامل کېږي، چې انسان پوه شي، هر یو حکم يې یو حکمت او فلسفه لري، او بې دلیله تشـرېع شوی نه دی. او په معاد او آخرت ایمان درلودل، ددې سبب کېږي، چې انسان د تخلف پر مهال، د مسئولیت احساس وکړي.دریم: د مجازاتو په صحنه کې د یوې ډلې مؤمنانو د حضور دستور دی، په دې تنبیه کې باید یو ډله له مؤمنینو حضور ولري. «…طَائِفَةٌ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ» د څه لپاره؟ ددې لپاره، چې یو شمېر کېدی شي رشوة ورکړي، او ددې حکم له تطبیقه اوږې خالي کړي، یا پرعکس يې ځېنې کسان کېدی شي عصباني شي، او وغواړي ډېره او له حده زیاته تنبیه ورکړي. ځېنو دا هم ویلي، چې غواړي خلک عبرت واخلي، نو په پټه دې نه وي. مطلب دا نه دی، چې هرو مرو په ښار کې د ټولو په مخکې، د ټولو د سترګو په مخکې وي. خو په هر ځای کې چې اجراء کېږي، باید یو شمېر له مؤمنینو شاهد او ناظر وي، په حقیقت کې یو منصفه پلاوی باید هلته وي.دا آیت کېدی شي، په ظاهر کې یو ډول ناراحتي رامنځته کړي، چې دا ډول څیزونه او تشدّد، هم قرآني زمینه لري. خو دا شلاق او دُرې وهل خو یوازې، د اصلاحي تنبیه لپاره دي، او د سزا له تطبیق وروسته که توبه وباسي، خپل عادي ژوند ته ادامه ورکولی شي.له دې به تېر شو چې په ځينو په اصطلاح اسلامي جمهوریتونو کې، معمولاً داسې خلک رجم [سنګسار] کوي او وژني. [چې البته سنګسار او دا وژنې قرآني بنسټ نه لري، او له قرآنه نه جوتېږي. مفسرین او فقیهان يې، د حدیثونو او روایتونو پر مټ، د جوتولو کوښښ کوي].دا څرګنده ده چې د دنیا په هېڅ ځای کې، نه په امریکا کې او نه په هيڅ اروپايي هیواد کې، دا ډول کړنې او مسائل آزاد دي. البته په غربي هیوادونو کې هر څوک چې هر ډول اړیکه ولري، آزاد دي، خو څوک چې زنايي وي، او په عام محضر او معرض کې وغواړي، دا کار سر ته ورسوي، یعنې که وغواړي، په پارک کې د خلکو په مخکې کې دا عمل سر ته ورسوي، جزا يې په ځلونو سختتره له دې ده. یعنې نیسـي يې، بندي کوي يې، په زندان کې يې اچوي، او ډېرې درنې جریمې پرې ږدي، چې د عمر تر پایه ددغه جرم له نتیجو نه خلاصېږي. د قرآن پر اساس خو لس دقیقې یوه بدني تنبیه ورکوي، او پای ته رسېږي. خو که څوک ددې ورپسې آیة و نه لولي، ددې تنبیه په حکمت نه پوهېږي.  په اسلامي قانون کې له نظام پرته هیچا ته دا اختیار نشته چې هغوی د زنايي ښځې او زنايي سړي پر خلاف کوم عمل وکړي، له قاضي او عدالت پرته هیچا ته دا حق نه ورکوي چې هغوی کوم کس ته پر دې عمل سزا ورکړي. ټول مفسـرین پر دې یو لاس دي چې تر بحث لاندې آیة کې د [فَاجْلِدُوا ـ نو هغه په دُرو ووهئ] له حکم څخه مطلب عام ولس نه دی، بلکې د نظام د قاضي یا حاکم مسئولیت دی چې د تحقیق او شاهدانو په موجودیت کې د مؤمنینو د څارونکي پلاوي تر نظرلاندې حکم تطبیق کړي. د زنا د جرم لومړنۍ شوني جوتېدنه دا ده چې شاهدان ددې جرم پر ارتکاب شهادت ورکړي: قرآن تصریح کوي چې د زنا د جوتېدو لپاره لږ تر لږه څلور شاهدان اړين دي – چې په دې اړه د نساء سورة ۱۵ آیة کې ورته اشاره شوې ده [وَاللَّاتِي يَأْتِينَ الْفَاحِشَةَ مِنْ نِسَائِكُمْ فَاسْتَشْهِدُوا عَلَيْهِنَّ أَرْبَعَةً مِنْكُمْ…] [نساء۱۵(۴:۱۵)]، «او ستاسو له ښځو [همسرانو] څخه هغه کسان چې ډېر ناوړه [= شرموونکی] کار کوي، نو له خپله منځه څلور کسان پر هغوی شاهدان ونیسئ…».همدا راز د څلورو شاهدانو په اړه په دې سورة کې هم دوه ځایه نغوته شوې چې په راتلونکې کې به توضیح شي. له شهادت پرته قاضي تش د خپل علم او خبرېدو پر بنا فیصله نه شي کولی، که څه هم په خپلو سترګو يې د جرم ارتکاب لیدلی وي، د څلورو شاهدانو موجودیت اړین دی. ګواهان باید داسې کسان وي، چې د اسلامي قانون له مخې د «شهادت» لپاره جوګه وي، او د اعتماد وړ وي. د بېلګې په توګه دا چې: هغوی تر دې مخکې، په کومې مقدمې او دعوا کې، دروغجن ګواهان، ثابت شوي نه وي. خاین نه وي، تر دې مخکې يې، د کوم جرم په اړه سزا نه وي موندلي. له ملزم سره د هغوی دښمني ثابته شوي نه وي، …او داسې نور. په هره بڼه چې وي، په نابشپړ او د بې اعتماده، ناوېسا او ناوړه شهادت پر بنسټ، هیڅ تورن ته سزا نه ورکول کېږي. ګواهان پر دې خبره شهادت ورکړي، چې هغوی، تورنه او تورن دواړه يې یو ځای، په عین هماغه حالت د کوروالي کې، لیدلي دي. یعنې «کالمیل فی المکحلة و الرشاء فی البئر»  [داسې لکه سلايي په رنجړومه کې، او یا رسۍ په څاه کې.].د ګواهانو یووالی او اتفاق په دې کې اړه اړین دی، چې هغوی کله، چرته، څوک له چا سره، په زنا کولو لیدلي دي، د دغو بنسټیزو چارو په اړه، دهغوی د اختلاف موندل، د هغوی شهادت له اعتباره غورځوي.د شهادت دا شرایط پخپله څرګندوي، چې د اسلامي قانون منشأ دا نه ده، چې په دې هڅه کې وي، او هرومرو خلکو ته سزاګانې ورکړي. بلکې اصلې موخه يې داده، چې دا جرم په ټولنه کې عام نه شي، او عام محضر ته رانشي، کوڅې او بازار ته له راتګه يې مخنېوی وشي. او که د زنا جرم دومره عام شي، چې لږتر لږه څلور کسان يې، په عین مهال کې ټول یو ځای وویني، نو بیا د سزا وړ دی. په روایت کې، د حضـرت رسول اکرم له قوله نقل کوي، چې فرمايي: «ادفعوا الحدود ما وجدتم لها مدفعا». [سزاګانې دفع کړئ، تر کومه بریده هم چې د هغوی د دفع کولو لپاره، ځایګی شته.] (ابن ماجه).همدا راز په بل روایت کې راغلي دي: «ادرؤا الحدود عن المسلمین ما استطعتم فان کان لهُ مخرجٌ فخلوا سبیله، فان الامام یخطئ فی العفو خیر من ان یخطئ فی العقوبة» [تر کومې چې شونی وي، له مسلمانانو سزاګانې لېرې وساته، که کوم تورن ته له سزا څخه د بچ کېدو لپاره کومه لار راوتلی شي، هغه پرېږده. ځکه چې د حاکم له لور په معاف کولو کې غلطي، له هغې بهتره ده، چې په سزا ورکولو کې غلطي وکړي.] (ترمذي)  ددې قاعدې له مخې، یو چا ته، د زنا د شک په بنیاد، تحقیق او جزا نه ایجابوي. بلکې له رسوايي، او د څلورو شاهدانو له ثبوت وروسته، جزاء ورکول کېږي. پر شهادت سربېره، بل څیز چې پر مټ يې، د زنا جرم ثابتېږي، هغه د مجرم خپل اقرار دی. او په صریحو لفظونو کې ووايي، چې له یوې داسې ښځې [سړي] سره، چې ورته حرامه وه، د زنا فعل يې سر ته رسولی دی. او عدالت باید په پوره توګه، دا ډاډ او اطمنان حاصل کړي، چې دا  کس د خپل هوش او حواس په حالت کې، دا اقرار کوي. او د اکثرو فقیهانو په نظر دا اقرار باید څلور کرته وي، او له څلور تکرار څخه کم، اقرار بسنه نه کوي. که کوم مجرم ته، د هغه د خپل اقرار پر اساس، سزا ورکول کېږي، او د سزا د تطبیق پر مهال، له خپله اقراره وګرځي، او منصرف شي، نو د سزا تطبیق دې ودرول شي.ـ    الزَّانِي لَا يَنْكِحُ إِلَّا زَانِيَةً أَوْ مُشْرِكَةً وَالزَّانِيَةُ لَا يَنْكِحُهَا إِلَّا زَانٍ أَوْ مُشْرِكٌ وَحُرِّمَ ذَلِكَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ﴿۳﴾زنايي سړی، پرته له زنايي ښځې یا له مشـرکې پرته نکاح نه کوي او زنايي ښځه بېله زنايي سړي یا له مشـرک پرته نکاح نه کوي او دا [نکاح] پر مؤمنینو حرامه شوې ده.(۵)الزَّانِي  لَا يَنْكِحُ إِلَّا  زَانِيَةً  أَوْ مُشْرِكَةً   وَالزَّانِيَةُ لَا يَنْكِحُهَا زنايي سړی  نه واده کوي  مګر زنايي ښځه  یا مشرکه ښځه  او زنايي ښځه  په نکاح نه اخلي

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا