هغه زړور ګام چې شاوخوا يوه لسيزه وړاندې په پاکستان باندې د افغانستان د اقتصادي اتکا کمولو او د بدیلو سوداګریزو لارو د لټون لپاره پورته شوی و، اوس خپل منزل ته د رسيدو په درشل کې دى. هغه راتلونکې ته متوجه تګلارې، چې یو وخت بېاهمیته ګڼل کېدې، نن د پاکستان لخوا په ډيورنډ کرښه تړل شويو دروازو ته د افغان ولس لخوا د ارام او بېپروا غبرګون لامل شوې دى. هغه زړور تصمیمونه چې د سوداګريزو لارو د تنوع او د سیمهیيز اتصال د پیاوړتیا لپاره ونیول شول، په تدریجي ډول یې افغانستان د هغې خپسکې له منګولو څخه خلاص کړ چې یو وخت د جنوبي ګاونډي لهخوا ورباندې ټینګې شوې وې. بیشتر بخوانید »
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید








