د نواندیشی د خبر او تحلیل میز : ______________________________________________________________________________________________________________________________ د خوست میشتو اولسونوله ولسمشراشرف غنی لخوا د پلی شویو ملی پروژو او د سولې پروسې څخه د ملاتړ په موخه یوه غونډه جوړه کړه او په هغی کی یی د یاد هدف په موخه د افغانستان د حکومت څخه د مشروط ملاتړاعلام وکړ په دې مراسمو کې د خوست ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرستیالې اغلې زینب افغان، د ولایتی شورا غړو، علماکرامو، قومی مشرانو، ځوانانو او د بېلابېلو شوراګانو استازو ګډون کړی و.ویناوالو په خپلو خبرو کې د افغان ؤلس مشرله ټولو برنامو مننه اود مشروط ملاتړاعلان وکړ او ویې ویل چې د سولې او ملی پروژو د پلی کولو په برخه کې د ولسمشر له هر اړخیزو برنامو ملاتړ کوی او د سر په قربانیو به د نظام له لاسته راوړونو څخه دفاع وکړی خو شرط به یی داوی چی ؤلس مشر هم په ګران هیواد کی سولی او پرمختګ ته وفادار پاته شی . او په دی ترځ کی یی له ولس مشره ؤغوښتل بیشتر بخوانید »
