د نواندیشی تربیون یادونه : دغه لیکنه چی تاسو یی لولۍ د نواندیشی تربیون د تکړه همکاراو د افغا نانو د ملی اواسلامی جهادی سنګرد غښتلی ګډون وال محترم ورور سید خان پاد شاه روحانی له لوری را لیږل شوی ده چی هغه هم دافغانستان د سپیڅلی جهاد د اتل شهید مولوی نصرالله منصور(رح) په لټون کی د راشد خیام له فیس بک او د پکتیا ولایت د فیس بک پاڼی څخه را نقل کړیده نو موږ یی هم له دغو ښاغلو څخه په ځانګړی مننه تر تاسو در رسؤو هیله ده چی دهغه ستر شهید دیاد په ساتلو کی به مو خپله ونډه ترسره کړی وی .
د افغانستان په تېر ۵۰ کلن تاریخ کې لومړی، هغه شخص چې تحریک یې رامینځ ته کړ، د ج هاد غزا او رباط باب یې پرانست او بلاخره د طاغوت په وړاندې د قتال فلسفې ته د عمل جامې ورواغوستې، خو دا بطل د تاریخ له حافظې بیخي ګمنام دی او د ځینو درباري لیکوالانو له امله یې په ټولو کارنامو پښه کش کړل شوې ده.دا زموږ تر ټولو لویه بدبختي ده، چې د تاریخ ویاړونه او هغه رجال چې زموږ د اقا صلی الله علیه وسلم په نقش یې قدم ایښی، د خدای تعالی ﷻ د دین د استحکام لپاره یې خپل ژوند وقف کړی، علمي او فکري هڅې، جهادي لاسته راوړنې او تاریخي بریاوې یې راوړې، او د یوه مړاوې امت په فکري او فزیکي جوړښت کې یې د مقاومت، ج هاد، رباط او پاڅون روح پو کړ، نن د تاریخ له اصلي متن څخه څنډې ته کړل شوی دی، د دوی قربانۍ تاریخي بریاوي ج هادي لاسته راوړنې نه یوازې دا چې په تارخي او تحلیلي ډول مستندې نه دي، بلکې د ځینو درباري او مصلحتي لیکوالانو له امله یا قصداً نادیده نیول شوې، یا تحریف شوې دي.موږ ته په کار ده چې د داسې ویاړلو ابطالو او رجالو کارنامې په امانت، صداقت او توثیق قلم بندې کړو، تر څو د تاریخ تحریف او او دا رمینځ ته شوی اغفال له میځه یوړل شي، که څه هم دا ویاړلی شخص زما له تمجید او قاصر قلم نه ډیر لوړ دی، خو د حقایقو ثبت له یو اړخه د یوې مهمې دورې د رښتیني تصویر او تاریخ ساتنه نسلونو ته د ویاړ په توګه پاتې شي له بلې خوا بهد ناسمو او نیمکړو روايتونو له قرباني څخه سالم او باقي پاتې شي.
د افغان ملت د جهاد له بنسټګرو څخه د شمسُالشهدا شهید شیخ نصرالله منصور د شهادت له ورځې ۳۳ کاله پوره کېږي. نوموړي د روسيې اشغالګرو پر ضد دقربانۍ استقامت او تاریخي دریځ له امله د افغانستان د جهادي تاریخ له سترو او نه هېریدونکو څېرو څخه شمېرل کېږي.شهید شیخ نصرالله منصور د اشغال پر وړاندې په حساسو پړاوونو کې د جهاد د بنسټ اېښودنې ديني او فکري لارښوونې په برخه کې مهم او اغېزناک رول درلود.
هغه د ایمان صداقت او قربانۍ عملي بېلګه وه او د خپل شهادت له لارې یې د آزادۍ مبارزه د ویاړ او سرلوړۍ تر مقامه ورسوله.د نوموړي شهادت د افغان ملت د جهادي تاریخ له زرینو پاڼو څخه ګڼل کېږي او مبارزه یې د اشغال پر وړاندې د دیني ملي غیرت او تاریخي استقامت څرګند سمبول دی. دهغه نوم دریځ او قرباني به د راتلونکو نسلونو لپاره د الهام سرچینه پاتې شي.
وب سایت نواندیشی به ویب سایت خبری تحلیلی نواندیشی خوش آمدید
